پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+څېړونکو په یوه عادي ویروس د سرطان درملنه وکړه

څېړونکو په یوه عادي ویروس د سرطان درملنه وکړه

تاند- بریتانیايي څېړونکي وايي، د هغه ویروس د تزریق په وسیله یې سرطاني حجرې له منځه وړي چې د شونډو د وتلو د درملنې لپاره یې کاروي.

د بریتانیايي څېړونکو په وینا په دې ډول درملنه یې د یوه ناروغ سرطان یو مخ معالجه شو او د یو شمېر نورو سرطاني دانې مخ په کمېدو دي.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، د څېړونکو له لوري کارول شوي درمل په حقیقت کې د تبې د دانې ویروس دي چې (هرپس سیمپلیکس) نومېږي.

خو له دې پرمختګ سره سره لا هم ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

په عین حال کې متخصصان وايي، د تبې د دانې د ویروسو تزریق ممکن د ډېرو خلکو، چې سرطان یې پرمختللي پړاو ته رسیدلی دی، د درملنې لار وي.

په دې طریقه په درمل شویو کسانو کې یو هم کریستوف فویکووسکي دی. دغه ۳۹ کلن کارګر له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د خولې په سرطان اخته و. ده جراحي عملیات او ډېرې نورې درملنې کړي خو سرطان یې دوام او وده وکړه.

نوموړی وايي، ورته ویل شوي و چې د درملنې کومه بله طریقه نه ده پاتې او د ژوند لپاره یې هیله نوره نه شته، هغه و چې په دې تجربوي درملنه کې یې برخه واخیسته.

دی وايي چې پنځه اوونۍ پر له پسې په هره اوونۍ کې دوه ځلې د تبې د دانې ویروس ورپیچکاري شول او له دې سره یې سرطان په بشپړ ډول له منځه لاړ. اوس دوه کاله کیږي چې له سرطانه ژغورل شوی دی.

وروسته شاوخوا ۳۰ تنو نورو سرطاني ناروغانو ته دا ویروس پیچکاري شول او د ډیرو د سرطان د ودې مخه نیول شوې ده.

له کلونو راهیسي د سرطان د درملنې هڅې کېږي او د سرطانونو ډېرو ډولونو ته درملنه ممکنه شوې خو لا هم ټول سرطانونه درملنه نه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم، په ۲۰۲۱ م کال په نړۍ کې تر ۱۰ میلیونو ډېر انسانان په سرطان ناروغۍ مړه شوي؛ یعني له هرو ۶ کسانو څخه چې په دې ناروغۍ اخته شوي یو یې ورڅخه مړ شوی دی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هر کال ۶ لکه او په کاناډا کې ۸۰ زره تنه په سرطان مري.

تر ټولو ډېرې مړینې د سږو د سرطان له کبله پېښېږي.

د سیګریټو څکوال، ناسم صحي خوراک، او د جسمي فعالیت کموالی د سرطان عمده عوامل بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب