یو مسوول شخص نه غواړي چې نور خلک د خپلو ګناهونو ^تښتېدلې وزه^ وګرځوي او د خپلو تېروتنو مسوولیت د هغو پر غاړه واچوي.
د تښتېدلې وزې اصطلاح:
د پخوانیو یهودایانو له فرهنګه راخیستل شوې ده. په ډېرو پخوا زمانو کې د یهودیانو یو مذهبي دود ؤ چې یو چا به خپل لاسونه په یوې وزې باندې کېښودل. دا کار یو علامت او سمبول ؤ چې ګواکې د هغه شخص ګناهونه وزې ته ورمنتقل شول. بیا به یې دغه وزه په یو بیابان کې خوشې کوله. هغوی په دې باور وو چې وزه د هغه شخص له ګناهونو سره تښتي. خو دا اصطلاح اوس هم په دې معنا استعمالیږي چې یو شخص له خپلو تېروتنو او ستونزو خپلې اوږې خالي کوي او په اصطلاح ځان ناجاڼه اچوي او پړه یې په نورو اچوي. انسان څومره زر نور یعنې ګاونډیان، دولت، نور هیوادونه، رییس او یا ټول خلک او ډلې د خپلو تېروتنو او ستونزو <تښتېدلې وزه> جوړوي او هغوی ملامتوي. په داسې حال کې چې یو مسوول شخص هیڅکله داسې نه کوي.
که څه هم دا اسانه ده چې د خپلو ستونزو او تېروتنو پړه د نورو په غاړه ورواچوو، خو لکه څنګه چې د امریکا د یو پخواني ولسمشر مېرمن بیتي فورد وایي: «د نورو ملامتول یوازې د وخت ضایع کول دي.»
کله چې یو څوک د خپلو ستونزو په اړه نور ملامت کړي، نور نو څه نه پاتې کیږي چې هغه ستونزه حل کړي. دا شخص نور د ستونزو په زندان کې بندي کیږي. خو یو مسؤول شخص پرله پسې ویني چې د ژوند کومې برخې یې په کنټرول کې دي او له هغو سره سم کومې چارې تر سره کولی شي. هغه چمتو دی چې د ژوند د دې برخو لپاره ځواب ویونکی واوسي.
یو مسوول شخص که چیرته یو کار په تېروتنه کې هم تر سره کړي چې د ماتې یا ناکامۍ لامل شي او یا داسې نتیجه ترې تر لاسه کړي چې ده نه غوښته له ځانه سره وایي چې تجربه مې تر لاسه کړه او بیا به سم عمل کوم او کامیابیږم، باور او اعتماد ته د دوام ورکولو پر بنسټ له نفس سره مرسته کوي. تنبیه او ملامتول تر جوړولو ډېر تخریبي اغېز لري.
په اخیر کې یو مشهور متل ده چې وایي: خپلې واورې د بل په بام مه ور اچوئ.