مولانا جلال الدين محمد بلخي د بهاالدين ولد زوی د ۶۰۴ قمري کال د ربيع الاول پر ۶مه په بلخ کې وزيږيد. د مولانا پلارمحمد بن حسين خطيبي چې په بهاءالدین ولد مشهور و په سلطان العلما هم یادیده. هغه ښه خوله او ژبه لرله اوعارف سړی و.
سلطاناالعلما په ۶۱۰ قمري کال کې پر بلخ د چنګيز د تاړاک په درشل کې له محمد خوارزم سره د اختلافونو له امله له بلخه وکوچيد او لوړه يې وکړه ترهغو چې خوارزمشاه واکمن وي بلخ ته به را نه شي.
سلطانالعلما د حج په نيت لومړی بغداد او وروسته مکې ته ولا، د حج د مناسکو له پرځای کولو وروسته شام او وروسته قونيې ته ولاړ او د ژوند تر پايه همالته پاتي شو. کله چې مولانا ۲۴کلن و؛ سلطاناالعلما په ۶۲۸
قمري کال کې له نړۍ سترګي پټې کړې او په قونيې کې خاوروته وسپارل شو.
مولانا د سلطان العلما له مړينې وروسته د خپل پلار ځايناستی شو او تدريس يې پېل کړ.
تر هغه وروسته برهان الدين محقق ترمزي چې د مولانا د پلار مريد و قونيې ته ولاړ. مولانا د هغه په سپارښتنه له خپلې کورنۍ لېرې زدکړو ته مخه کړه.
د شمس څرک
مولانا جلال الدين محمد بلخې په اوه ديرش کلنۍ کې د خپل وخت سترعارف او عالم وپېژندل شو او مريدانو او نورو خلکو یې له حضور نه په سېمه کې ګټه اخېسته، تردې چې د ۶۴۲کال د جمادي الاخرپه ۲۶مه له شمس الدين محمد بن ملک داد تبريزي سره آشنا شو. د مولانا او شمس د اشنايۍ په اړه ډير روايتونه شته.
خو ويل کيږي چې ډيری دغه روايتونه تر واقعيته ډير د مولانا د مريدانو خيالي خبرې دي.
خو هغه خبره چې ډيره د پخلي وړ بلل شوې ده، له مولانا د شمس پوښتنه ده،هغه پوښتنه چې د مولانا ژوند یې بدل کړاو له هغې وروسته یې پر شمس زړه بايلود او د خپل ژوندانه له شوراو ځوږه ډک پړاو يې پېل کړ.
وايي چې يوه ورځ شمس تبريزي د مولانا بنډار ته ورغی. مولانا د ډنډ تر څنګ ناست و او څو کتابونه يې مخي اېښي وو. شمس ورته وويل دا د څه کتابونه دي مولانا وويل چې:
– د قيل و قال دي.
شمس وويل:
– ستايي له دې سره څه کار دی لاس یې ور وغزاوه او کتابونه ډنډ ته ورواچول.
مولانا په ډيرې وارخطایۍ سره وویل:
اې! ملنګه څه دې وکړل.
شمس ډنډ ته لاس ورښکته کړ او کتابونه يو يو له اوبو وچ او له دې پرته چې اوبه ور سيدلې وي راواېستل.
مولانا ترې وپوښتل دا څه راز دی؟
شمس وویل:
دا هغه زوق او حالت دی چې ته پرې نه پوهيږي.
له همدې شېبې وروسته د مولانا حالت بدليږي او خپل ټول درس او بحث پريږدي.
هغه اثار چې مولانا جلاالدين محمد بلخي د شمس له ليدو وروسته ليکلي د نن ورځې د بشري فکر لوی محصول بلل کيږي. کله چې شمس له مولانا سره يو آشنا شو،هغه يې داسې تر اغيزلاندې راوست،چې درس او وينا کول یې پريښودل او شعر ويلو، دف (چمبې) وهلو او سماع ته يي مخه کړه او له عرفاني ځوږ نه د ډکو شعرونو ويل يې پېل کړل.
زاهد بودم ترانه گویم کردی سر حلقهٔ بزم و باده جویم کردی
سجاده نشین با وقاری بودم بازیچهٔ کودکان کویم کردی
له محراب او منبره د مولانا لرېوالي او په زړښت کې د هغه زړه بايللو او د زړو جامو له نومورکي کس سره د هغه مينې د مولانا مريدان هک حيران کړل او له شمس سره يې مخالفت پېل کړ. هغوی شمس کوډګر او جادوګر وباله او سپکاوی يې وکړ. شمس د مولانا د مريدانو له چال چلند نه وځوريد او له مولانا سره له شپاړس مياشتې يوځای اوسېدو وروسته له قونيې نه دمشق ته ولاړ. د شمس بیلتون مولانا ناکرار او ماڼيجن کړ.
مولانا خپل زوی سلطان ولد له يو شمېر نورو کسانو سره دمشق ته وليږه څو شمس بيرته قونيې ته راولي.
بروید ای حریفن بکشید یار مارا
به من آورید یکدم صنم گریز پارا
شمس نږدې پنځلس مياشتي وروسته د مولانا غوښتنه ومنله او قونيې ته را ستون شو.
کله چې شمس بېرته راغی پر مولانا هم بېرته د خوښۍ څپې راغلې. له څه مودې وروسته د مولانا مريدانو بيا له شمس سره رخه پېدا کړه. شمس د هغوی له چلند نه وځوريد او په ۶۴۵کال کې له قونيې ولاړاو تری تم شو.
د شمس د لادرکۍ په اړه ځينې روايتونه شته چې یو یې دا دی. ويل کيږي چې شمس په قونيه کې و او د مولانا په کور کې اوسېده، خلکو پسې خبرې کولې چې ولې يو نا محرم کس د مولانا په کور کې ناسته ولاړه لري.
مولانا جلال الدين محمد بلخي د شمس د محرم کېدو لپاره له خپلې ناسکه لور کيميا خاتون سره چې څورلس کلنه وه د هغه د واده غوښتنه وکړه.
له کيمياخاتون سره د واده پر مهال شمس ترشپېتو کالو ډيرعمر درلود او کيميا څورلس کلنه وه. دوی دواړو د مولانا په کور کې ژوند کاوه.
روايت دی چې کيمياخاتون ښکلې ښځه وه او شمس هغې ته ويلې وو، چې مخ یې بايد له مولانا پرته بل څوک ونه ګوري. وايي چې کيما خاتون يوه ورځ له ښځو سره د تفريح لپاره بڼ ته ولاړه ؛ کله چې شمس کورته راغی او ويې ليدل چې کمياخاتون نشته، نا کراره شو. که څه هم ورته وویل شول چې هغه له خپلې مور سره باغ ته تللې ده.
داسې روايتونه دي کله چې کمياخاتون له تفريح بېرته راستنه شوه شمس ورته په غوسه و، د شمس د قهريدو له امله کيميا خاتون ناروغه شوه او درې ورځې وروسته مړه شوه.
وايي چې د کيميا خاتون له مړينې اوه وروځې وروسته شمس تری تم شو او ان دا چې د مرګ خبر يې جارچيانو تر خلکو ورساوه.
داسې روايتونه هم شته چې شمس کيميا خاتون ووژله او تر هغې وروسته د مولانا کوچني زوی شمس په پټه وواژه.
خواهم این بار آن چنان رفتن که نداند کسی کجایم من
همه گردند در طلب عاجز ندهد کس نشان ز من هرگز
مولانا د شمس د بیلتون له امله داسې ناکراره شو چې د شپې به یې د سماع په نڅاغم غلطاوه. د مولانا له دې حالت نه د ښار ټول خلک خبر شول. مولانا شام او دمشق ته ولاړ خو شمس یې ونه موند او بیرته قونیې ته راستون شو او د سماع نڅا یې مخه کړه.
څو کاله وروسته مولانا بیا هم د شمس په لټه دمشق ته ولاړ خو بیا يې هم شمس ونه موند اوبېرته قونیې ته راغی. په همدې حال کې مولانا له شیخ صلاح الدین زرکوب سره آشنا شو. زرکوب یوعام سړی و، سبق یې نه وو لوستي او زرګري یې کوله. مولانا زرکوب د خپل ځای ناستی په توګه وټاکه اوس نو زرکوب د شمس له غایبېدو وروسته د مولانا نږدې کس و. مولانا د صلاح الدین زېور په نوم څه باندې اویا غزلونه لیکلي دي. مولانا له هغه سره لس کاله تېر کړل خو د صلاح الدین زرکوب مړینه د دواړو ترمنځ د بیلتون دېوال شو.
مولانا د صلاح الدین زرکوب له مړیني وروسته له حسام الدین چلبي سره وپېژندل او لس کاله یې سره د آشنایي مزي وغځول. ویل کیږې چې د مولانا د تر ټولو لوی اثر او د بشریت د یوه ستر فکري کتاب ،مثنوی معنوي د پنځونې انګېزه هم له چلبي سره د مولانا له ناستې ولاړې نه را پیدا شوې ده. له مولانا نه داسې آثار پاتې دي چې،د نړې له سترو شهکارونو ګڼل کیږي. مثنوي معنوي،دیوان کبیر او فیه مافیه د مولانا جلال الدین بلخي له مهمو آثارو بلل کیږې.
“بشنو از نی چون شکایت میکند/ از جداییها حکایت میکند”
د مثنوي معنوي کتاب په همدی بیت سره پیل شوی دی. مثنوي کې شپږ ویشت زره بیتونه لري، مولانا چې کله د دغه منظوم اثر لیکل پېل کړل، پنځوس کلن و.
د شمس غزلیات چې بل نوم یې د شمس دیوان یا دیوان کبیر دی د مولانا د مینې ښکارندوی دي. په ډیرو غزلونو کې د شاعر تخلص خاموش او خمش دی او همداراز د شمس تبریز،شمس الحق تبریزي او صلاح الدین نومونه پکې راغلي دي.
د دغه دیوان لویه برخه مینه، دسماع نڅا او ښادي بیانوي او یا هم د بیلتون دردونه پکې څرکونه وهي.
د مولانا رباعیات د هغه د دیوان یوه برخه ده. دغه څلوریزې په ۱۳۱۲ لمریز کال کې په استانبول کې چاپ شوې چې پکې یو زره و شپږ سوه و نهه پنځوس څلوریزې راغلې دي. ویل کیږې چې د دغو رباعیاتو یوه برخه یې د مولانا ده او د یو شمیر نورو رباعیاتو په تړاو د نظر اختلافونه شته چې آیا د مولانا دي او که نه؟
فیه مافیه چې د مولانا د مقالو په نوم هم یادیږې، په دري ژبه کې د عرفاني تفسیر او کره کتنې کتاب دی. په دې کتاب کې هغه خبرې او خاطرې را اخېستل شوي چې مولانا د خپل ژوند په دیرشو کلونو کې په بنډارونو کې کړې او مریدانو یې لیکلي دي.
دغه کتاب د مولانا تر مرګ وروسته تدوین شو اوپرې اېښودل شوي نومونه د مولانا نه دي، ځکه خو دغه کتاب په پخوانیو آثاروکې کله د فیه مافیه په نوم او کله هم د الاسرارالجلالیه په نوم یاد شوی دی.
هغه ویناوې چې مولانا د منبرپرسرکړي دي د مکتوبات یا مکاتیب په نوم اثر کې راټولې شوې او مولانا په خپل قلم لیکلي دي. د دري ژبې دغه نوميالي شاعراو عارف د ۶۷۲کال د جمادي الاخر میاشتې په ۵مه د اته شپیو کالو په عمرپه قونیې ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
به روز مرگ چو تابوت من روان باشد
گمان مبر که مرا درد این جهان باشد
د مولانا زیارت د ترکېې په قونیې ښارکې دی.
مولانا دوه ودونه وکړل له خپلې لومړنۍ مېرمنې ګوهرخاتون نه يې د سلطان ولد او علاالدین په نومونو دوه زامن لرل. د مولانا دویمه مېرمن خاتون قونوي نومېده چې د مولانا له مړیني وروسته نولس کاله ژوندۍ وه. هغې د مظفرالدین امیرعالم په نوم یو زوی او د ملک خاتون په نوم یوه لور لرله.
جنازه ام چوببینی مگو فراق فراق
مرا وصال و ملاقات آن جهان باش
ډېر په زړه پورې معلومات دي ، په ګوتو او قلم مو برکت شه .
د مولانا شعرونه او مثنوي معنوي د نړۍ د ادبیاتو یو شهکار دی . د مولانا کورنۍ له بلخه قونیې ته کډه کړېده خو لیکنې او اشعار یې د دري ژبې په بډاینې کې مهمه برخه لري .