سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالبانو پر افغان رسنيو نوي بندیزونه ولګول

طالبانو پر افغان رسنيو نوي بندیزونه ولګول

تاند (دوشنبه د ميزان ۴مه) د طالبانو حکومت پر رسنيو د خپلو فشارونو د زياتېدو په لړ کې داځل رسنيو ته خبر داری ورکړ چې بايد له افغانستانه بهر له هغو مېرمنو سره مرکې ونه کړي چې د دوی په وينا، حجاب يې نه وي مراعات کړی او ماسک يې نه وي تړلی.

اوس مهال په کابل کې پر ښځو د لګيدلو محدودیتونو له امله ډيرې لږ ښځې حضوري مرکو ته زړه ښه کوي،چې له همدې امله تر ډیره د ښځو په تړاو خپرونو کې افغان ښځې له نورو هېوادونو نه د سکايب له لارې په خپرونو کې ګډو کوي.

د شنونکو په وينا، طالبان غواړي په دې کار سره په افغان ټولنه کې د ښځو غږ نور هم چوپ کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه راز د رسنيو پر ښځينه کارکوونکو هم نور محدوديتونه لګولي او ويلي يې دي چې بايد تور حجاب واغوندي او د کار کولو ځايونه يې له نارينه کارکوونکو بېل وي او له سټډيو نيولې تر خبري کنفرانسونو پورې په هېڅ ځای کې له حجاب او ماسک پرته ونه ليدل شي.

د طالبانو د امربالمعروف اونهی عن المنکر وزارت چارواکو د ځينو رسنيو مسوولينو ته په شفاهي توګه ويلي دي چې که د فعاليت د دوام غوښتونکي وي نو بايد چې د دوی ټولو شرايطو ته غاړه کېږدي.

1 COMMENT

  1. د الله تعالی امر او د طالب امر او شریعت سره بیخی جلا جلا دی. الله تعالی نښځو ته امر کوی چه د نامحرمو نارینه و سره د مخامخ کیدو په وخت سترګې پټې او ټیټې کړۍ، خو د طالب شریعت وایی چه سترګې پروا نه کوی خو فقط خولې پټې کړۍ. هیڅوک له دغو جاهلانو نه پوښتنه نه کوی چه د ماسک د تړلو امر او د سترګو د ښکاره کولو دا نوی بدعتی او جاهلانه حکم دی له کوم ځایه اخستی دی. خو اصل خبره داده چه زور چوکاټ نه لری. بې وزلی ملت د جاهلانو په لاس ورغلی هره نادوده ورباندې منلی شی. الله تعالی هم د داسې ملت مرسته نه کوی چه پخپله اقدام نشی کولی.
    ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیر وا ما بانفسهم. ملت باید خپل سرنوشت پخپله وټاکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب