یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د حالتونو نوی څېړن-پوهه

د حالتونو نوی څېړن-پوهه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

بیا ژبلاریزه نوې څېړن-اند یا څېړنپوهه: 

پښتو د ژبلارې له مخې څخه هم یوه هکپککونکې ژبلاریزه او نه (پوره) څېړل شوې ژبه ده.

نن د ۲۰۲۲ زک دسپتمبر ۲۶ د سهار یاشپې ۴ بجې. فکر مې ټول د پښتو په ژبلار کې دی او په ژبلار کې دې څېړن اند ( د څېړنې په بنسټ اند ته) ته ورسېدم:

پښتو یوه ډیر ښه روښانه ژبلار لري.دا چې ژبلار په ژبو کې د ژبې د جوړښت شته لارې څېړي، نو زه تل له یوه اند څخه وبل ته ځم او د نوې څېړنپ،هې سره مخامخ کېږم، چې هغه له تاسو درنو لوستونکو سره ګډوم.

په پښتو چې زه تراوسه پورې له پښتنو څخه لیکل شوي ژبلار سره داسې لږ بلدنیا لرم او د پښتو ژبلار د ترتیب لپاره مې زیات  د ژبلار لپاره الماني ادبیات کارولی او بیا هغه، چې د دباندنیو له خوا لیکل شوی، نو هرو مرو د زیات فکر وړ دي، ځکه چې د ټولو ژبو ژبلارې ډېر توپیر سره لري، چې یو له بل څخه ګټه اخستلکېدی شي، خو ورته والی به ونه لري یا ډېر کم.

زه چې د ما په څېړنو کې تر اوسه پورې وپوهېدم، هغه دا ده، چې موږ په حالتونو کې ډېرې ستونځې لرو، چې په هکله یې ما هم ډېرې لیکنې کړي او دا هم تل د تېرو لیکنو په بشپړېدو.

اوس خپلې  دې راته پیدا موخې اند ته، چې کړی شو د پښتو ژبلار د دوه حالتونو کړونی او نه کړوني په ځای په څلورو حالتونو ووېشو او یا په دوه حالتونو داسې چې دا نه کړونی حالت بیا درې برخې ولري. دا به نو ګران لوستونکي او هیله ده ژبپوهان په ګډه سره برابر کړی شو.

د پښتو حالتونه لنډ بې له ډېرې شننې:

لومړی – کړونی : نومویونه  (نومونه او نومځاینیوي): زه، ما، ته ، تا، هغه، هغه او نور، چې د نورو راوړلو ته بیا اړتیا هم نه وي. (۱)

بېلګې: 

لومړی ۱ –  زه مړي خورم. ما مړي وخوړه.

 لومړی ۲ – ته مړۍ خورې. تا مړی وخوړه.

لومړی ۳ – هغه مړۍ خوري. هغه مړی و خوړه. او داسې نور هم….

دویم: پرېکړونی: هغه نومونه یا نومځاینیوي دي، چې څه پرې کیږي، لکه: ما، زه، تا، ته، هغه، هغه او نور. دلته هم همدا بسیا کوي.

یادونه: د کړوني او پرېکړوني پهمنځکې دا توپیر دی، چې کله، چې کړونی په زه پیل شي، نو پرېکړونی یې ما دی او په څټ، چې کړونی ما وي، نو پرېکړونی زه دی.

بېلګې: دویم ۱ – ته (ما، هغه) وهې. تا (زه، هغه)  ووهلم.

       دویم ۲ –  هغه (ما، تا)  وهي. هغه زه ووهلم ( ته ووهلې).

ګومان مې دی، دابه بسیا وکړي.

یادونه: په نورو حالتونو کې د زه، ته، هغه…..

دریم: د خاوندوالي حالت: د خاوندوالي لپاره د نومويونو(نومونو، نومځاینیوو) سره د خانوندوالي مورفیم ،، د ،، د مخه راخي.

بېلګه: دما (دتا، د هغه) کتاب.

څلورم: د پسېځاینیوو حالت:

بېګې:

څلورم ۱ – له ما ( څخه، سره، کره…)

څولورم ۲ – پرما باندې

پنځم ۳ – په ما کې.

څلورم ۴- و ما ته.

څلورم ۵ – تر ماپورې. او نور…..

په څلورم کې څخه، سره،.. کې،باندې، پورې، ته … پسېځاینیوي دي او، له، تر، په، پر، و …

د پسېځاینیوو اړونده مورفېمونه دي.

ګورو، چې دلته د نومویونو د مخه د بېلا بېلو پسېځاینیوو اړونده مورفیومونه راځي، نو لهدې امله دا د پسېځاینیوو حالت بللی شو.

په څلورم کې څخه، سره،.. کې،باندې، پورې، ته … پسېځاینیوي دي او، له، تر، په، پر، و …

د پسېځاینیوو اړونده مورفېمونه دي.

څنګه کړی شو دا وښایو؟

د تکیه اړ نومځاینیوو په بنسټ

۱ – پسې تکیه اړ: مې، مو، دې، یې: دا پسې تکیه اړ نومځاینیوي د یوه نوموي پسې راځي

۲ – د مخه تکیه اړ: را، در، ور : دا د مخه تکیه اړ نومځاینیوي د یوه پسېځاینیوي او یواځې د پسېځاینیوي د مخه راځي، نو له دې امله د پسېځاینیوي حالت یې بولم.

و ۱ ته- 

و ۱ ته – دا پسې تکیه اړ یا اینکلیتیکي نومځاینیوي دوه ځایونو کې کارول کیږي،

 ۱۱- دانومځاینیوي، چې نومویونو پسې راځۍ، که د مخه نومځاینیوی یې د پرېکړوني په حالت کې وي، نو پخپله دا پسې نومځاینیوي یې کړونی دی.

بېلګه: کتاب مې واخسته. دلته کتاب پرېکړونی دی او مې کړونی.

۱ ۲ – که د دې نومځاینیوي د مخه نوموی د دې نومځاینیوي پسې د یوه خوي سره سنبال وي، نو دا د خاوندوالي حالت دی.

کتاب مې سره پوښونه لري.

و ۲ ته –

۲ ۱ – دا نومځاینیوي که د کړنوي د مخه راشي، نو دا لوریز کړنویونه دي، چې  و موږ ته د دې اوس موخې له امله دا همدومره بسیا کوی.

۲ ۲ – که دا نومځاینیوي د پسېځاینیوي د مخه راشي، نو دا له دې امله د پسېځاینیوو حالت دی او لرو: (را، در، ور) ( څخه، سره، کره، پورې، باندې، کې،…).

ګورو دا دلته یواځې له پسېځاینیوو څخه د مخه راځي.

له دې سره مو هغه اړین څه وښوول، خو اوس اندونه، ګوتنیونې، سمونونه او وړاندیزونه سره ګډ کړو.

ما د دې لیکنې سره – داسې اندم- چې د ټولو له ما څخه د حالتونو په هکله لیکنو ته د پای ټکی کښېښود. تاسو ټول دې راته بریالي وی.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب