دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهاتمر: پاکستان د سپټمبر د ۱۱مې په شان پېښو ته انديښمن دی...

اتمر: پاکستان د سپټمبر د ۱۱مې په شان پېښو ته انديښمن دی او مسوولیت نه ېې تېښته کوي

تاند:( دوشنبه ،د ميزان ۴مه)‏ د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف وروستيو څرګندونو ته عکس العمل وښود.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو د جوړيدو له ادعا شهباز شريف بېلابېلې موخې لرلای شي.

هغه يوه موخه دا بولي،چې ريښتيا هم د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان څخه اندیښمن دي او پاکستاني صدراعظم په دې انديښنو کې له شريکېدو سره غوښتي څو ځان د دغو هېوادونو ملګری وښيي.

د اتمر په وینا، شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال، په افغانستان کې د پټ شویو ترهګرو ډلو نومونه بیان او د ځینو نه کړل،چې په دې ډول د ترهګرو ډلو لپاره ېې توپیري چلند وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زياتوي،چې شهباز شريف په دغه وینا کې د سپټمبر د يوولسمي د پېښې په شان پېښو ته هم پیش بین ښکاریده او له دې خبرو سره ېې هڅه وکړه،چې د طالبانو د حاکمیت له کبله له افغان خاورې په رامنځته کيدونکو داسې ګواښونو کې سر له اوسه د خپل هېواد مسوولیت پټ کړي.

حنیف اتمر وايي، که پاکستان ریښتیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له پیاوړتیا څخه انديښمن وي، باید وپوهیږي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره افغانستان يوه استازي، ټول ګډونه او مشروع دولت ته اړتيا لري.

ښاغلی اتمر وړاندې وايي،چې د افغانستان په اړه د پاکستان ریښتینولي به له دې معلومېږي،چې د بین الافغاني مذاکراتو او سیاسي حل و فصل او د دوحې تړون د توافقاتو د عملي کیدو لپاره د نړيوالو او سيمه ييزو هڅو څومره ملاتړ کوي؟

د شهباز شريف يادو څرګندونو ته یو شمېر نورو افغان سیاستوالو، د پاکستان د طالبانو تحريک او د طالبانو ادارې هم غبرګونونه ښودلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب