موږ شلمه پیړۍ شاته پرې ایښې او د یوویشتمی پېړۍ په درشل کې یوو، د شاته پاته پېړیو په تېره د شلمې پیړۍ پرمختګونه د ژوند په هره برخه کې زموږ پلونه ښکلوي اوموږ دې ته رابولي چې د نړۍ د تمدن د کاروان سره موازی حرکت وکړو. که خپل شاوخواته لږ وګورو نو انسانان د ژوند په بیلو، بیلو برخو کې ډیر وړاندی تللی دی.