موږ شلمه پیړي شاته پری ایښی اودیویشتمی پېړی په درشل کې یو، دشاته پا ته پېړیو په تېره د شلمي پیړی پرمختګونه د ژوند په هره برخه کې زموږ پلونه ښکلوی اوموږ دی ته رابولي چې دنړی دتمدن دکاروان سره موازی حرکت وکړو. که خپل شاوخواته لږ وګورو نو انسانان د ژوند په بیلو ، بیلو برخو کې ډیر وړاندی تللی دی.هغوی د ژوند د عصری کولو سهولتو نه لاس ته راوړی او ددغه سهولتونو نه یی ښځي ،ماشومان اونارینه برخه من دی.دا ټوله د پوهي اوروغي روزنی په مټ شوی زموږ ټولنه هم وړاندی تللی د څو لسیزو ناخوالو او جګړو سیوری به تر څه حده باندی پروت وی.خو داسی کسان شته چې ژوند یی دنن ورځي دغوښتونو په سيوری کې تریو څه حده جوړ کړی.
«وایی: کله چې سقراط محا کمه کيده نو ځیني وپو ښتل شوه چې په زړه کې څه هېله لری؟ وی ویل:زړه مي غواړی چې د اتن د ښارد یوی هسکې وداني بام ته وخیژم او دهغه ځای نه په لوړ ږغ ووایم چې : ای خلګو تاسو چې څنګه د خپل خوږ ژوند ښکلی وختونه د سرو،سپینواو شتو په لټون تیروی ددی په ځای دغه وخت ولی د خپلو اولادونو په ښو ونه اوروزنه ، نه لګوی ځکه ستاسو شتمني بی ددینه هم ستاسی اولادونو ته پا ته کیږی.»
داسلام د مقدس دین په ارشاداتو کې هم کله چې د ښوونی کلمه راځي نو ټول انسانان یی موخه وی خو زموږد روایتی ټولني په کلیوالو سیمو او په ځینوښاری سیمو کې دی ټکی ته پاملرنه، نه کیږی په خاص ډول دښځینه ووښوونی اوروزنی ته. ځکه چې دا محاوره اوس هم ژوندی او د ټولني د ځینو اوسیدونکو په ژبه جاری ده ، چې نجلۍ دبل دکور ده. په داسی حال کې چې د اسلام سپیڅلی دین د نجونو ښوونی اوروزنی ته ډیر اهمیت ورکړی دی دا ځکه، که د ټولنی هر غړی ددی دواړو نه بی برخه وی د یوی روغی ټولنی دجوړښت پر اصولو برابر نه خیژی. انسان ته اشرف المخلوقات په دی ویل شوی چې دعقل خاوند دی اود عقل نه هغه وخت سم کاراخیستل کیږی. چې په ښوونه اوروزنه سینګاروی ځکه دښوونی معنوی پیژند نه هم دا ده چې دانسانی جسم مثبتواړخونو ته رشد او نما ورکو ی تر څو دهغه ارزښت لوړ شی .
اسلامی روایتونه د دی شاهدی ورکوی چې د نجونو او ښځو ښوونه اوروزنه دڅومره زیات ارزښت وړده ، که موږ پام وکړونو په دیني متنونو کښي ددوی دروزنی او پالنی په هکله ډیر څه موندلای شو موږ یوازی دکلونو، کلونو را په دیخوا دا اوریدلی چې زوی یانارینه او لاد دخدای (ج) نعمت دی . خو دی ته مو هېڅ وخت غور نه دی کړی چې په اسلامی روایتونو کې ښځینه اولا د ( حسنات ) په نوم یاد شوی چې دی کلمی ته هیچا پام نه دی کړی، د نعمات اوحسنات دکلمو مغز په اسلامی روایتونو کې په دی ډول روښانه شوی :کوم نعمنو نه چې خدای (ج) بنده ته ورکوی دهغه پو ښتنه هم ځیني کیږی خو د حسناتو په بدل کې خدای (ج) بنده ته اجر ورکوی، په عامه معنی که پلار دلور سره ښه وکړی او ترزوی یی په ښو ونه اوروزنه په خوراک او څښاک کې کمه ونه ګڼي نو ددی په بدل کې خدای (ج) پاک بی شمیره اجرونه ورکوی ، حضرت محمد ( ص) ویلی : ( چې ستاسو په اولادونو کې غوره ستاسی لوڼی دی )همدا ډول حضرت محمد (ص ) د ښځینه اولاد سره دنیکې په هکله ویلی : هغه څوک چې یوه لور لری دهغي روزنه په ښه شان کوی اوتر زوی یی کمه نه ګڼي ، هغه پلار ددوزخ داور نه په امان دی په بل حدیث شریف کې وایی: لوڼی زړه سواندی، مرستندویی او برکت ناکي دی هغه پلار چې یوه لورلری ددوږخ داور نه نجات پیدا کوی هغه چې دوی لوڼی لری پلار جنت ته بیایی او چې دری لوڼی او یادری خویندی لری دجهاد او مستحبي صدقي نه بخښل کیږی.
دا څرګنده ده چې روزنه اوښوونه د هرانسان په ژوند کې ، ډیر مهم رول لري اودهغه دژوند راتلونکي لوری ټاکي بل ټکی چې دروانی پلوه دنجونو په روزنه باندی ډیر تاثیر ښندی هغه د موراو پلار اړیکې دی ،د روانی ناروغیو ډاکتران وایی چې د مور اوپلار اړیکې داولادونو سره باید په برابری ولاړی وی. او هېڅکله کله هم هلک ته په نجلۍ باندی برتری ورنه کړل شی حتا که نجلۍ تر هلک د ذهنی استعدا دونو د پلوه کمزوری هم وی دبیلګی په ډول دزده کړی په چا پیریال او داسی نورو کې، ځکه چې انسانان لکه څنګه چې د جو لي داړخه توپیر سره لری دغه ډول یی استعدادونه هم یو شان نه وی هر کوچنې ځان ته خپل غرور لری او په دغه ډول رویه یی غرور تر پوښتنی لاندی را ځی پټو او ښکاره استعد ادونو ته یی زیان رسیږی چې په راتلونکي باندی یی خورا دیر منفی اثر ښندی همدا ډول زیاتوی چې د نجونو دروزنی په برخه کې بل ټکې چې ډیر رول لری هغه دا دي چې باید دنجونو روزنه د زا منو په شان دمور او پلار ترسیوری لاندی وی نارینه اولاد یا ورورته دا سی موقع ورنه کړل شی چې په خویندو باندی حاکمیت وچلوی او په اصطلاح ( بابا یی ) باندی وکړی چې دروانی پلوه دغه کړنه هم دنجونو په راتلونکي باندی ډیر بداثر پر ی باسی لومړی خو دخپل جنسیت نه بیزاره کېږی او بیا د ټولو نارینو په هکله منفی فکر ورته پیدا کیږی او په راتلونکي کې د ژوند دملګری په هکله هم بدبینه کیږی . دنجونو دروزنی په برخه کې دروانی ناریوغیو ډاکتران پر دی ټکی هم ټینګارکوی چې د پلرونو رویه دزا منو نه هم باید دلوڼو سره ډیره صمیمي او دمیني ډکه وی ځکه چې په نجونو کې تر لس کلنې وروسته د مخالف جنس په هکله د پاملرني حس پیدا کېږی او په دغه وخت کې یی په ذهن کې د نارېنه انځور د خپل پلار دکړو ، وړو نه جوړیږي او داسی فکر ورته پیدا کېږی چې ټول نارېنه ددی د پلار په شان دی که چېری یی د پلار کړه وړه دمور او دکورنې دنورو غړو سره دمېنی او صمیمیت په فضا کې وه نو په ذهن کې یی د ټولو نارېنو اخلاقی ا نځورهمداسی جو ړیږی او که ددی برعکس وه نو دټولو نارېنو انځور، ورته دخپل پلار په شان ښکاری، کله چې دغه نجوني ودونه کوی نو دژوند دملګری کورته دهم دغه فکر سره ځي، که چیری یی دژوند ملګری ددی سره دمړوښۍ په اړېکو کې د ډیری کوچنې بی پروایی نه کار واخیست نو څرنګه چې هغې دوړاندی نه دنارینه نه هغه مېنه چې د ایی د ځان حق ګڼي نه وی لیدلی نو د ژوند د ملګری نه په ډیره لږه موده کې بیزاره کیږی او په راتلونکې یی ژوند د ډول، ډول ناخوالو سره مخ او ان د تاو تریخوالی تر بریده رسیږی، که چیری دیوه داسی حالت سره مخامخ شوه چې دی ته په زړه پوری او ددی دذهنی انځور سره یی تو پیر درلود نوبیا ځان نیکمر غه ګڼی او دژوند د ملګری سره یی ترحده زیاته مېنه پیدا کېږی او ژوند یی په خوښي تیریږی. تجربو ښودلی چې ډیرکې هغه نجوني چې واده ته زړه نه ښه کوی او تر ډیره وخته پوری همداسی پا ته کېږی او یا دژوند تر پا یه پوری یوازی پا ته کېږی هم دغه نجو ني وی چې پلار یی ورسره لکه څنګه چې لازمه ده هسي مېنه نه وی کړی اویا یی د پلار رویه دکورنې د ټولو غړو سره په تاو تریخوالی ولاړه وی.