l,v , Fghv۱ ـ ډالۍ لومړی لور ته ورکړئ.
۲ ـ له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ .
۳ ـ ماشومان د ژړا په خاطر مه وهئ، ځکه د ماشوم ژړا د يو څه وخت لپاره د الله پاک په شتون د شاهېدۍ په معنا، د يوڅه وخت لپاره د محمد (ص) د پيغمبرۍ په منلو او د يوڅه نور وخت لپاره مور و پلار ته د دوعا په موخه وي .
۴ ـ اولادو مچو کړئ، ځکه هره مچو يې د جنت يو درجه ده .
۵ ـ په اسلامي احکامو او نورو مهمو آدابو د ماشومانو شخصيت ته وده ورکړئ .
۶ ـ ماشوم په خپلو وړو کارونو مه ريشخند کوئ، او کړنې يې احمقانه مه بولئ .
۷ ـ په ماشومانو زيات امرونه مکوئ، چې جرئت يې کم نشي او په لويوالي کې سرکشه نشي .
۸ ـ خپل ماشومان لوی وبولئ او هغوی نېکو کارونو ته وهڅوئ .
۹ ـ په خپلو ژمنو و فاع ورسره وکړئ .
۱۰ ـ ماشومانو ته د جنسي لارښونو په هکله معلومات ورکړئ. ميندې پوهې کړې چې له پوره ځيرکتيا کار واخلي مثلا د ماشومانو د جامو بدلولو او د هغوی د پاکولو په وخت د هغوی له سينو او نورو شيانو سره بازي مکوئ . دوه ماشومان په تېره بيا خور ورور چې عمرونه يې شپږ کاله او يا ډېر وي يوازې مه پرېږدئ. نجلۍ که د شپږو کلونو شوې وي بايد نامحرم کسان يې مچو نکړي. ماشومانو ته بايد لومړی له لمانځه سره مينه ور زده کړو.
۱۱ – په ماشومانو لوبې مه کوئ، که ماشوم د لوبو آله کړو نو کمزوری او بې ارادې لويږي.
۱۲ ـ ماشومان مه تحقيروئ .
۱۳ ـ له خپلو ماشومانو سره ځانونه عادت کړئ .
۱۴ ـ د ماشومان په وړاندې په رمزونو مه غږېږئ.
۱۵ ـ که ماشوم ته احترام وشي نو د مور و پلار له امر نه به سرغړونه نکوي، ماشومانو ته احترام کول او په هغوی شفقت کول د دوی په شخصيت جوړونه کې مهم رول لري.
۱۶ ـ ښه ښوونکی هغه دی چې د ماشوم غوښتنې او اړتياوې له نېکو او دروستو لارو پوره کړي .
۱۷ ـ په ماشومانو کې اېمان پياوړی کړئ. پيغمبر (ص) فرمايي: د آخرې زمانې هغه ماشومان چې پلرونه يې ناسم چلند ورسره کوي، چې هغوی ته دينې فرايض نه ښيي، چې د کمو مادياتو په مقابل کې يې په حق کې بې غوري کوي… زه ترې بېزاره يم .
۱۸ ـ له ماشومانو سره د يکتاتوري چلند مه کوئ .
۲۰ ـ ماشومان مه ډاروئ، ځکه چې ډار د ماشومانو شخصيت له منځ وړي او له روحي ناروغيو سره يې مخ کوي .
۲۱ ـ صميميت د ماشومانو روحي خوراک دی چې بايد په کافي اندازه استفاده ترې وکړي .
۲۲ ـ د ګناه په مفهوم او له ګنهګار کس نه د خلکو د کرکې په اړه ماشومان پوهه کړئ .
۲۳ ـ د ماشومانو د خوب بسترونه له شپږ کلنۍ وروسته له يو بله بېل کړئ .
۲۴ ـ ماشومانو ته نصحت کول هغه وخت ښه اغېزه لري چې پلار همغه کارونه نه وي کړي. له ياده مه وباسئ، ماشومان هغسې نکيږي چې موږ يې غواړو بلکې چې څنګه موږ يو هغسې کيږي.
يو ځای مې لوستي وو چې: يوې ښځې يو ماشوم چې زياته بوره يې خوړله ګاندي ته راوست او ويې ويل زوی مې زياته بوره خوري ده ته نصحت وکړه چې له دې عمله واوړي. ګاندي ورته وويل څلور ورځې پس يې راوله ، ښځه څلور ورځې وروسته راغله، ګاندي ماشوم ته نصحت وکړ. ښځې وويل دا خبرې خو دې په هماغه ورځ هم کولی شوای ولې د ونکړې؟ ګاندي وويل: هغه وخت ما هم بوره خوړله. ژباړن
۲۵ ـ د کور او بېرون توپير ومنئ، پرېږدئ چې ماشومان په کور کې يو له بل سره لوبې وکړي .
۲۶ ـ د ماشومانو هغه کړنې چې تر اوسه مو ندي ليدلې وزغمئ .
۲۷ ـ د نورو يادونه د ماشومانو په وړاندې په داسې انداز مه کوئ چې د دوی کرکه ترې وشي .
۲۸ ـ ماشومانو ته نقلونه وکړئ او د نقلونو مفاهېم ورته واضح کړئ .
۲۹ ـ د کوچنيانو شيطانت په راتلونکې کې د دوی په هوښيارۍ لالت کوي، هغوی مه ګرموئ.
۳۰ ـ ماشومان په ۷ کلنۍ په لمانځه روږدي کړئ او په ۹ کلنۍ کې د روژې د نيولو توصيه ورته وکړئ.
۳۱ ـ خپلو ماشومانو ته قرآن ور زدکړئ .
۳۲ ـ ماشومان په دروغو مه متهم کوئ .
۳۳ ـ د ماشومانو د کنجکاوۍ حس په حوصېله مندۍ کنټرول کړئ .
۳۴ ـ هېڅ وخت د ماشومانو په مقابل کې دعوې مکوئ .
۳۵ ـ ماشوم له مرګ زيات وېرېږي په ځانګړي ډول د والدينو په مرګ، دوی ته ورته کيسې او فملونه مه ور وينئ .
۳۶ ـ د خپلو ماشومانو وړتياوې کشف کړئ او رشد ورکړئ .
۳۷ ـ له مادي اړخه مه بې پرواکېږئ او ماشومان په زياتو لګښتونو مه روږدي کوي، دا دواړه خطرناک دي .
۳۸ ـ د ماشومانو يوازينۍ سرمايه د مور پلار مينه ده، د هغوی روح له اضطرابه وساتئ او مينه ورکړئ.
۳۹ ـ په مناسب وخت کې ماشوم ته آزادي ورکړئ او هغه خپل اختيارته پرېږدئ .
۴۰ ـ د ماشوم سمه روزنه او پالنه د والدينو دنده ده که والدين دا کار په سمه توګه نکوي نو دوی د ټولو بد بختيو عاملين دي .
پای
۹۳-۱۲-۲۶
سرچينه : www.tebyan.net
ډېره عالي لیکنه ده. ګاندي واقعاً که پیغمبر نه و کم هم نه و.
Very fantastic advice