یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهم.م. په سپین بولدک کې د ډله ییز قبر په اړه د...

م.م. په سپین بولدک کې د ډله ییز قبر په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د میزان ۴ مه) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ډله ییز فبر له موندل کېدو وروسته ملګروملتو او د بشري حقونو ټولنو د وژل شویو کسانو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

په دې قبر کې د موندل شویو جسدونو د هویت په اړه تراوسه معلومات نه شته خو د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینیت ویلي، مهمه دا ده چې په دې ډله ییز قبر کې د موندل شویو مړو پاتې برخې نورې زیانمنې نه شي څو د عدلي طب معاینې ورباندې وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له طالبانو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له ملګروملتو سره همکاری وکړي.

دې زیاته کړه:«د دې لپاره چې دا پېښه د غچ اخیستونکو قتلونو سبب کېږي نه، چارواکي باید له ملګروملتو او نورو سره همکاري وکړي څو یقیني شي چې سیمه تصفیه شوې او موضوع په بشپړ ډول ارزول کېږي، او په دې توګه څرګنده شي چې څه پېښ شوي او خښ شوي کسان څوک دي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په دغه ډله قبر کې خښ شوي کسان د پخواني حکومت د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق له لوري وژل شوي کسان دي.

جنرال رازق په ۲۰۱۸ کال د یوه نفوذي طالب له لوري ووژل شو. نوموړی ۷ کاله د سرحدي ځواکونو او بیا د کندهار امنیه قوماندان و.

خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د جمهوري حکومت تر بشپړه پرزېدو وړاندې د طالبانو له لوري په سپین بولدک کې د ډله ییزو وژنو ادعاوې هم شوي دي. د ځینو راپورونو پر اساس، چې هماغه مهال خپاره شول، طالبانو شاوخوا ۸۰۰ تنه، چې اکثره یې په خټه اڅکزي وو، وژلي دي.

دا ادعا په خپلواک ډول تایید یا رد شوې نه ده خو طالبانو هر ډول غچ اخیستونکي اقدامات رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. طا لبانو ملايانو په درواغو ويلو کي ولوکه حرام هم دي برسيره پر دي هم ستاسو حراميانو خو سيال نشي پيدا کيدای.
    تاسو په خپله مړه کړي ، خښ کړي اوقاتلينوته مو کيدای شي په اوسني دولت کي غټ ماموريتونه ورکړي وي.
    که تاسي قران مجيد په ژبه هم وڅټي چي دا موضوع داسي وه (ده) او لس او نړی پوهيږي چي موضوع سرچپه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب