جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ژرنده ګړى | احسان‌الله ارینزی

ژرنده ګړى | احسان‌الله ارینزی

له هغه وخته راهيسې چې ما پېژانده، دى زوړ و. ژرنده ګړى بابا په ما ډېر گران و. تل به يې سپينې جامې اغوستې او وړوكې پګړۍ تړله. ببره اوږده ږېره به يې چې نور نو يو تور ويښته هم پكې نه و پاته، د ځړوبي په شانې خوره وه. دا ږيره به تل د اوړو په ګرد سپېره او ګلالۍ ښكارېده.

په نورو سيمو كې دا دود و چې د غنمو خاوند به په ژرنده كې تم كېده او خپل غنم به يې په خپله خوښه اوړه كول؛ خو زموږ د كلي ژرنده داسې نه وه. هلته به همدا چې بوجۍ به واوښتې، كليوال به يوازې يوه پوښتنه وكوله:

_ بابا، كله راشم؟

 بابا به ځواب وركړ:

– بچيه څنګه اوړه غواړې؟  نرم كه زيږه؟

ښكاره خبره ده چې هرچا به د خپلې خوښې خبره ورته كوله. دا وخت به بابا خپلې سترګې تنګې كړې، لږ به غلى شو، ته به وايې چې د ژرندې د پلونو له اواز سره خوښه كوي او بيا به يې وويل:

_ درېيمه روځ راځه كه خير و!

ښه مې په ياد دي كله چې د اّخر ځل د پاره ژرندې ته ورغلم او خپل اوړه مې ځنې بارول، ده راته وويل:

_ ګوره بچيه، ته دوه كاله مسافر وې، اوس هغه پخوانى وخت نه دى، پردي راغلي پردي!

بيا يې يو سوړ اسويلى ویست او وې ويل:

_ بچيه، غزا مې ډېره خوښېږي. غزا د نارينه و او جنتيانو كار دى؛ خو اوس زوړ شوى يم او خپل دا ارمان په خپلو وينو نه شم پوره كولاى.

ما اورېدلي و چې بابا بيا هم كار ايستلى دى. ده به د هغه كسانو غنم چې خپله د غازيانو په جنګي مركزونو كې پراته وو او يا د وطن د ژغورنې له پاره لا لهانده ګرزېدل او د اور او وينو لوبې ته يې دانګلي وو، بې نوبته اوړه كول او بوجۍ به يې پخپله كورونو ته رسولې.

زه لا هـم پــه دې سـوچـــونو كې لاهو وم چې د بابا غږ مې تر غوږه شو:

بچيه، لږ _لږ مې يادېږي، هغه وخت چې د انګريزانو په ضد بريالۍ غزا روانه وه، غازيان به په ټول وطن كې هسكه غاړه او جګه شمله ګرځېدل. زما همغسې غرور او نارينتوب خوښېږي؛ خو ارمان چې ځواني له لاسه وتلې ده!

او ورو  ورو يې څو څاڅكيه اوښكې په ګريوانه راتويې شوې .

_ ډير زړه مې كېږي چې  د دې ترخه او ستومانه ژوند وروستۍ شيبې مې، د شهادت په مرګ  ښايسته شوې واى؛ خو زړښت مې د دې ارمان پوره كېدو ته نه پرېږدي.

بيا لږ موسكى شو او وې ويل:

_ اوس مې خپل بچي راغوښتى دى. كه خداى كول د هغه په مټو او وينو به ځان لږ هوسا غوندې كړم.

بابا په داسې حال كې چې له ما سره د اوړو شپږمه بوجۍ باروله، وويل:

_ هو بچيه ما درته وويل چې اوس هغه پخوانى وخت نه دى. كفارو زموږ ډېر ځوانان په شهادت رسولي او ډېر يتيمان راپاته دي. ما د دې يتيمانو د پاره هلته په ګوښه كې يوه كمكۍ بوجۍ ايښې ده. زه هر ماښام ژرنده جارو كوم او اوړه يې په همغه بوجۍ كې ټولوم.  ځنې كسان يو څو لپې خيراتي اوړه هم وراچوي بچيه زه دا بوجۍ په نوبت د يتيمانو كورونو ته استوم.

زه د بابا په هدف پوه شوم او ورته ومې ويل:

_ خداى دې خير په نصيب كړه، زما له اوړو څخه ښه ډېر هغه بوجۍ ته بيل كړه. يتيمان په موږ ډېر حق لري. زه دا اوړه تا او هغوى  ته بښم د دوى پلرونو خپل سرونه د وطن د پاره قربان كړي دي، اوړه دې تر دوى ځار وي!

بابا وويل:

_ بچيه غلا او حرامه ډوډۍ لويه ګناه ده. كه د چا پټي كې تېريږې، د خپلو پښو خاوره هملته پاكوه. كېداى شي چې په هغه يو نسوار خاوره كې يو غنم شين شي. او وږى ترې جوړ شي، دا وږى به بيا زرغون شي او ډېره زمكه به شنه كړي؛ خو پام چې د دې غنمو يوه دانه به هم ستا نه وي او ټول به ستا د پاره حرام باله شي.

بابا په داسې حال كې چې زما بله بوجۍ تړله، وويل:

_ بچيه ګوره چې وړوكې ګناه څومره لويېږي د بل چا په حق كې نيكمرغې نشته.

بيا يې شا او خوا وكتل او ورو يې وويل:

_ په دې وخت كې چې مرګ  ډېر نژدې دى، داسې كسان هم شته چې د خداى وېره يې هېره كړې او د غزا وسلې او پيسې د ځان د پاره خرڅوي  د كونډو او يتيمانو حق خوري، نوې ودونه کوي، بنګلې جوړوي او….

ما ورته وويل:

_ بابا دا غلا ده، خداى به سزا وركړي.

ده وويل:

_ دا ډېره لويه غلا ده. كه له يوه سړي څخه غلا وكړې او پښيمانه شې؛ نو خلاص به يې كړې او عذر به ورته وكړې؛ خو د خلكو د مال لوټول  توبه  توبه  هغه هم د غزا په وخت كې!  ته زموږ ملك ته ګوره، پخوا يې څه كول او اوس څه كوي؟ دوه روځې كېږي چې راغلي، سمدلاسه يې د بيوزلو د زمكو په اخستلو بريد كړى دى!

دا وخت زما د بوجيو د تړلو كار پاى ته ورسېد. ژرنده ګړي بابا ځان په خپله امسا نيغ كړ او لاس يې د خداى پامانۍ لپاره اوږد كړ.

***

زه او ملوك ورو  ورو د كلي د سوځېدلي ښوونځى په لور روان وو. اورېدلي مې و چې دوه شپې مخكې ډېره وسله  راغلې او له ښوونځى څخه پاس په سمڅو كې ځاى په ځاى شوې ده. زه دوه درې روځې نه وم؛ ځكه ملوك په نويو كيسو خبر كړم:

_ ملك هم له درې كاله ځنډ څخه وروسته، له بهر څخه راغلى او ډېرې وسلې يې راوړې دي. پرون يې د غره په مركز كې غونډه درلوده. په دې لنډو روځو كې به يو سل اويا كسان نورهم وسله اخلي. جبهه جوړېږي نورو كليو ته هم وسلې روانې دي.

زه هوس واخستم، له پرديو سره جګړه څومره خوندوره ده؟

ملوك ته مې وويل:

_ ياره ملوكه! زموږ تر دې ژوند څخه مرګ  ښه دى. خلك نيول كېږي، خلك وژل كېږي په كليو د بمونو باران جوړ دى. پردي لاندې باندې ګرځي او وطن خرڅ  شوى دى!..

ملوك زما خبرې پرې كړې:

_ هو  هو يا به سر بايلو او يا به وطن ګټو!

ما ورته وويل:

– ­ ښه رښتيا هغه د ژرنده ګړي بابا خبره څنګه شوه؟

ملوك اسويلى وويست، شا او خوا يې وكتل او وې ويل:

-­ وروره په خړو اوبو كې هر څوك كبان نيسي. دا دومره غټه خبره نه ده؛ خو ملك يې چاغوي.

ما او ملوك ته له ژرنده ګړي سره د ملك پخوانى لانجه پوره معلومه وه. ملوك ما ته په ځيره وكتل او وې ويل:

 ملك په مركز كې ويلې چې ژرنده ګړى له سره مسلمان نه دى د هغه زوى كافر دى او د دولت د پاره كار كوي!

ما ورته وويل:

_ د بابا زوى خو په ښار كې سبق وايي، كار نه كوي.

ملوك ځواب راكړ:

_ په مركز كې ګل محمد اكا ملك ته وويل چې د ژرنده ګړي زوى، سلطان، ښه هلك دى او په خط كې يې ليكلي دي چې درې مياشتې وروسته راځي؛ خو ملك دا خبرې نه مني او هغه هلكى يې په تور لست كې نيولى دى!

ما ورته وويل:

– ملوكه! دا يې بد! د پلار خبره به نه منې، د بابا څه ګناه ؟ نا اهله اولاد خو اول د مور او پلار دښمن وي!

ملوك وويل:

– نه وروره! دا خبرې نشته. ما اورېدلي دي چې د يو ورور د پاره به بل ورور وژل كېږي. د زوى كسات به له پلار څخه اخيستل كېږي.  د چا چې د اكا زوى  په ښار كې جوالي دى، دلته به يې كور الوزول كېږي او چا چې يو وخت په كوم دفتر كې قلم كش كړى دى. اوس به يې سينه په ماشيندار غلبيل  كېږي بس داسې يو كار روان دى چې زه پرې نه پوهېږم .

زه په سوچ كې لاهو وم چې كه كيسه همداسې روانه  وي، اّخر به څه كېږي؟

بيا د ملوك خبرو راسم كړم:

_ په مركز كې غفوري وويل چې له ښارونو څخه ډېر كسان كليو ته راغلي او راروان دي. نور به هم راشي كه چېرته موږ ورته غېږه پرانيزو او په خبره يې ښه وپوهوو. مګر ملك په ډاګه ورته وويلې چې په خلكو باندې د وېرې د خورولو او ستر نامه د ګټلو له پاره وهلو، ټكولو، وژلو او سيزلو ته اړتيا ده. كه د هرچا له پاره يو عذر ومنو؛ نو وژنو به څوك؟  او چې څوك ونه وژنو، وسلې او پيسې نه راځي داسې وېره بايد خوره كړو چې زموږ د نامه په اورېدلو سره رنګونه تك سپين والوزي او زړونه ودرزېږي، ښځې بې وخته لنګې شي او ژبې په خولو كې ګنګې پاتې شي

دا وخت زه او ملوك تر ښوونځي پورې رسېدلي وو. د ښوونځي له ودانۍ څخه اوس هم لوګي ختل. ها خوا درې څلور ماشومان د دې لوګيو نندارې ته لاس تر زنې ناست وو.

***

د جمعې روځ وه. زه، ملوك، ثناګل او د كلي څو نور ځوانان د اوبو په څنډه لمر ته ناست وو. چا خپل نوې ټوپك پاكول او چا خپلې ګردنۍ له كارتوسو څخه ډكولې. ټول دوه  درې روځې وروسته غزا ته روان وو. د هېڅ چا په څيره كې د وېرې نښه نه ليدل كېده. د ژرندې د پلونو د ګرځېدو دروند اواز راتلو.
له مخامخ لور څخه يوتنكى ځوان راروان و.
ښه چې رانژدې شو، ټولو وپېژاند. د ژرنده ګړي زوى وْ. ټول ورته پاڅيدو او په روغبړ مو غېږې پرانستلې. ستړې مه شې لا نه وو خلاص شوې چې ناڅاپه په ژرنده كې څو ډزې وشوې. دوه 
 دريو هلكانو ها خوا وځغستل. ما ملوك ته وكتل، ملوك په داسې حال كې چې د ژرنده ګړي زوى  سلطان ته سترګې نيولې وې، په خپلو شونډو غاښونه كېكاږل او ټوپك يې له لاسه غوزار شو.

سلطان ټوپك پورته كړ. په ما سړه غوندې خوله كېناسته او مخ ته مې دوه درې لپې اوبه واچولې. كه ګورم چې د ويالي اوبه په وينو سرې دي !!

ما په داسې حال كې چې د اوبو په سر د وينو لارې څارلې، هلته مې د ملك د قهرېدلې څيرې مات- مات انځور تر سترګو كېده او داسې راته ښكارېده لكه له سترګو څخه يې چې د ماشينگڼو خولې راوتلې وي.

نور هلكان هم د ژرندې په لور ولاړل . سلطان لا هملته هك پك ځاى په ځاى ولاړ و. ما له هغه څخه مخ واړاوه. مخامخ د كلي لويه اواره لاره لږ وړاندې په څو نريو كږليچيونو لارو وېشل شوې وه او زما سترګې په هغو كې وركې وې!

پاى

5/3/1994

حيات اّباد_ پېښور- پښتونخوا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب