جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+انکل ریاض «خاکه» | نعمت الله صدیقي

انکل ریاض «خاکه» | نعمت الله صدیقي

له نامې مخکې یې د «انکل» ترکیب همغه د اردو والې په اثر ورسره غوټه و؛ یعنې که زموږ وای؛ نو په کابلي عرف به مو «کاکا ریاض» باله؛ خو دای چې له وړو سره ووړ او زړو سره زوړ و، هر چا په «انکل یا انکل ریاض» مخاطبه وه، ښایي د خوش مزاجۍ او مستانه طبیعت په وجه ورته چا «بابا» نه ویل، کنه تر اویاوو اوښتی و او د ده وینا وه، چې استاد رحمت شاه رحمت تر ده ډېر کشر او دای ښه ډېر مشر و. جالبه یې دا وه، چې د سر ویښته یې تر اخره ښه مضبوط او بېخي غورځېدلي نه وو؛ خو غاښونه یې يو هم نه و پاتې، صحت یې تر ناروغۍ ښه چست او ایغ نېغ و؛ خو د سیګریټو د ډېر اعتیاد په وجه همدې اعتیاد د ناځوانې ناروغۍ پر وړاندې او د ژوند پر مبارزه اول پړ او بیا یې مړ که. په دې حساب موږ یې نه ځواني لېدلې وه او نه سړېتوب؛ البته د عمر او ژوند په کچه!! کنه نور یې په ځوانۍ باید شک ونګړئ، ښه جانانه خوی بوی یې لاره، غریب او ملنګ ټایف سړی و، په ټول ژوند کې یې له سایکل تر موټرسایکل وانه ړوله، خو غنامندي یې دا وه، چې نه یې کله بل ته لاس ونېوه او نه یې په یوه کپ تورو دودپتي چایو چاته تندی تریو کړ، پر شعر، ادب او د یوې ګوتې پر کمپوز او تقاعد (پنشن) یې د ژوند او کور ښه مستانه پایه چلوله، خو خدای د یوه بهترین زوی په لورونه هم بختور کړی و، چې دای ترې مطمین او ورته خوشاله و.

 

زما ورسره له ملګرۍ، تر استادۍ او بیا تر جنازې ایله اته یا نهه کلونه تېر شوي دي؛ خو جالبیت یې ګوره؛ چې دا دی له مرګ کلونه وروسته هم کله کله داسې په زړه راووري، چې وایم، کاش ځینې وختونه که درېدای نشوای، خو چې لږ تر لږه راګرځېدلی خو شوای. کنه دا اذیت خو د وخت په تېریدو لا پسې وحشي او زړه خوړونکی شي.

 

انکل په کوهاټ زړه لارۍ اډه کې له فوځي تقاعد ورسته د ورځنۍ بوختیا لپاره pco پرانیستې وه، دا نو د موبایلونو له زمانې مخکې یا خال خال د تلیفوني اړیکو د خدماتو ځانګړي دوکانونه وو؛ خو دای پر دغه دوکاندارۍ کې د شعر و ادب پر هغه قمار اوښتی و، چې دوکانداري کمه او د ذوق، ملګري او دلداري په کې زیاته وه. نېږدې یارانو یې د کمپوز او ډیزاین لپاره کار ورکاوه، چون دای د تېرې زمانې سړی و، دوه طرفه ګوزاره ورسره کېدای شوه، د کمپوز نرخ یې ځکه کم و، چې وخت یې غوښته او د یوې منځوۍ ګوتې کمپوزر و، ما به په دې هم زوراوه، چې څه د لسو ګوتو کمپوزر خو نه یې چې لوړ نرخ به اخلې. ظریف سړی و، په جانانه او مستانه ګپې ښه سم پوهېده او خوند یې ورکاوه؛ ګنې موږ یې د زامنو او لمسیانو پر منګ وو.

 

لومړۍ وار مې په «کوهاټ ادبي سلسله» کې ولېده، ادبي سلسله په کوهاټ کې د ټولو میشتو ژبو د اوونیزو ادبي او فرهنګي غونډو، مشاعرو او مباحثو بهیر و، چې د اردو ژبي پښتون شاعر ډاکتر یونس ندیم په ځای کې به ېې غونډې کولې، د ټولو ژبو لکه د اردو، هندکو، پښتو او خدای خبر نور به د څومره «و» ژبو شاعران او لیکوال ورته راتلل. ورسته چې خالد پښتون د غږ مجلې کمپوز او ډیزاین چارې په انکل ترسره کولې؛ نو تقریباً مسلسل هر مازدیګر د کار ترڅنګ د ده د ګپ او ټوکو ټقالو پر اعتیاد اوښتي وو، بیا یې د خالد په خوله په یوه مناسبه اندازه پیسو د ژبې کورس راته پېل کړ، خالد به یې چې ولېده، زما پر شوخۍ او مجلس ګرمولو به یې ورته ویل، چې «دا دې څه په مصبت اړولی یم، دا څه … دی، ماته دا پته لا نه لګي، چې دا زه یې استاد یم او که دای زما استاد دی؟» یو وار خو داسې هم شوي وو، چې د کورس د پیسو په بدل کې یې موږ ته اختیاریه راکړې وه، چې ګنې دا پیسې به زه درکوم؛ خو نور دلته مه راځئ!! کیسه داسې وه، چې دای په عروضو پوهېده، اردو شاعري چون د عروضو پر بحرونو کېږي؛ نو وخت نا وخت به یې څنګ ته زلمي یا نوي شاعران د عروضو د زدکړې ترڅنګ شاعرانه تمرینونو ته راتلل، عروض د پښتو د سیلابوتونیک سستم غوندې اسانه نه دي، بلکې د مختلفو بحرونو تجربې او زده کړه یې له اوله یو څه زیات ریاضت غواړي، یو شاګرد، چې د انکل دوی کليوال و، یعنې د ځنګل خیلو و؛ بلا قابل او محنتي هلک و، ورسته یې د اردو د شاعرۍ یوه مجموعه هم چاپ شوه، د اعصابو سکته وه او که د عشق!! خو ذهني توازون یې ګډ وډ شو، موږ چې کومه ورځ دغه شاعر په داسې یوه غیر متوازن حالت کې ولېده؛ نو خپله خواشیني مو د انکل خواته ویوړه، په خبرو خبرو کې ما ورته وویل؛ بلکې رانه وویل شول، چې د شاګردانو دا انکشاف خو دې نوی غوندې دی او دا ماته ښه نه ښکاري، د سترګو د ورزو په اشاره یې ښه په غصناک انداز علت په داسې حال کې وپوښته، چې د خالد پښتون قهقهاوو دفتر په سر اخیستی و، ما بیا ورغبرګه کړه، ماوې انکل دا د ازري استاد نښه وي، چې شاګردان یې ښه ورځ نه ویني، بس موږ ته دې الله خیر کوي، بیا نو خبره نه وه، pco سره لمبه شوه او ایله په تېښته بریالي شوو، دای مو یوازې پرېښود، ځکه چې نه موږ څه اورېدای شول او نه ده څه ویلي وو او نه د اورېدلو وو.

 

څومره چې خوږ، طبیعي او خوشرنګۍ و، همدومره مصنوعي غصه ناک، تیز او نهایتاً ښکنځلمار و، هره دویمه یې که نه وه، درېیمه خو به یې حتماً ښکنځل ته ورته غوندې وه؛ خو ښکنځل یې هر چاته نه کول؛ بلکې د ده په خبره «اول سړي ته ګورم، که مې له ځان سره د سیالۍ او طبیعت په ونډ برابر وي خو سمه ده، کنه څه لېونۍ خو نه یم، چې شریف او ناشریف ته نه ګورم او ښکنځل کوم»، یوه ورځ مې د همیشني شرارت له مخې له خورا بل مشر سره واړاوه، په هغه یې چې خوله ونه چلېده، په ډک محفل کې یې په ما زړه یخ کړ، ورسته چې په یوه کپ دود پتي چای خبره د خالد پښتون په منځګړیتوب خلاصېده، ورو مې ورته وویل، چې تا خو هغه ته هیڅ نه ویل، وې «ته مې ورسره په جنګ او غم اړوې؛ خو په زړه زړه کې مې ښې ډېرې ورته وکړې کنه؛ نور څه وکړم».

 

د سنجیدګۍ حد یې هم عجېبه و، د عمر فاروق عادل غوندې شریف سړي هم ورسره یو څه وخت د مازدیګر پیرډ باقاعده اخیسته، سیاسي مجالس یې نه کول، خو خبرې یې درنې او یو ډول ستړې ضروري وې؛ لکه بایللی جوارګر، دا هر څه یې خاصې لوبې او د عامه شعور پورته بې حاصله بلل، کله کله به یې یوه نیمه وړاندوینه کوله، چې رښتیا به شوه، خالد یې دې شي ته حیران و، ویل به یې چې دا ظالم په لویه کچه یوه خبره وکړي، بیا همغسې کېږي، دومره غټه بلا هم نه وه؛ خو زوړ و، تجربه او مشاهده یې د کتو وه. مذهبي تمایل یې صفر و، خو پوښتنې یې همغه د جلالپورې غوندې سرخوږې وې، په خپل دعوت او منطق به یې ته صفر کړې. شاعر و؛ خو شعر یې هغسې لکه د نورو سیمیزو اردو والو د اعلی پای هم نه و، دلته یې هم ځانګړنه دا وه، چې په خپله یې یوه مجموعه چاپ وه؛ خو ده له نورو نویو شاعرانو او شاګردانو سره ګڼې مجموعې چاپ کړې وې او د نوم شوقي یې هم نه و، ما پر دې هم ډېر زورولی او د خوشال بابا هغه د دردانو د پلورنې بیت به مې ورته کله کله د شرارت په ډول په ترنم زمزمه کاوه او دای به نری نری مسکی و، اوس وایم کاش ترې د بخښنې یو څه چانس خو یې راسره وای.

 

کلونه وشول، بېلتون لا د خپلې لارې زور اخیستی، تللي خو بېخي نه راځي؛ خو زموږ ورتګ یقیني دی، دا ښکلي ښکلي خلک او درنې سټې او سنګینې رویې او شفقت به څوک څنګه هېر کړي، زه چې اوس هم د مومندانو پر هوټل د تورو چایو څکه کوم، ذایقه یې دای رایاد کړي، له هوټله بهر پر کوڅه چې هر ځل په دوکان تېر شوی یم، د موني بیګم هغه سندره یې ریاده شي، چې د ده د زوړ کمپیوټر یوازینی سرمایه وه. ده دا سندره هر مازدیګر د خپلو سیګریټو په تورو لوګیو کې اورېده، دای څه خبر و؟ چې دا لوګي یې یوه ورځ ژوند هم ورتمامولی او ترې اخیستلی شي؟ بې شکه چې لوګیو به یې ژوند ترې اخیستی وي؛ خو د ده وینا وه، چې «ما هم ترې ژوند اخیستی، کیسه کې یې نه یم».

 

انکل ریاض زموږ په زړونو کې ژوندی دی او باوري یم، چې ټول ملګري او دوستان به یې د ده د ښه خوی او جانانه طبیعت په وجه په دعاوو او خاطرو کې یاد ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب