مینه احمد
اوږده او ښکلي باڼه حتي د مصر د ملکې کلیو پاترا له زمانې د ښځو د فېشن او ښکلا برخه ګڼل کېږي.
پوهان له پخوانیو زمانو راهیسي باڼه د سترګو ساتندویه بولي، خو په دې اړه د پوهانو ترمنځ د نظر اختلاف دی چې باڼه سترګې په څه ډول او د څه شي په وړاندې ساتي او اصلي دنده یې څه ده؟
سره له دې چې عمومي نظر دا دی چې د بڼو اصلي کار دا دی چې سترګې د دوړو او خاورو په وړاندې سترګې وساتي، خو درې کاله پخوا د امریکا د جورجیا ایالت د ټکنالوژۍ استاد ډیوید هو وروسته له دې چې یوه نوې زېږېدلې ماشومه ولیده چې اوږده او ښکلي باڼه لري، پرېکړه وکړه چې د بڼو په اړه به جدي او هراړخیزې څېړنې کوي.
پروفیسر ډیوید هو د جورجیا د ټکنالوژۍ انستیتیوت د بیومیکانتیک لابراتوار د ماسترۍ د دورې محصلانو او د نورو پوهنتونونو داوه طلبو محصلانو ته دنده وسپارله چې د بېلابېلو تیوالو څارویو د بڼو اندازه واخلي.
ده ته څرګنده شوه چې د ټولو تیوالو حیواناتو د بڼو اوږدوالی د هغو د سترګو د اوږدوالي د درېمې برخې هومره دی.
پروفیسر ډیوید هو د بڼو د اوږدوالي دقیقې اندازې او له سترګو سره د هغو د تناسب اندازې ته په پام د مصنوعي سترګې یو ماډل جوړ کړ چې باڼه یې هم لرل او بیا یې هغه پر له پسې باد ته کېښوده.
د ویسټ چستر پوهنتون استاد پروفیسر فرانک فیش () چې په اوبو کې یې د څارویو د حرکت په اړه څېړنه کړې ده، وايي:
«پخوا عالمانو د بڼو د وظیفې په اړه راز راز توضیحات ورکړي دي. ویل کېدل چې باڼه د هغو ذراتو په وړاندې چې لاندې لوېږي، سترګې ساتي او د هغې اخذې دنده هم لري چې په سبب یې سترګې رپېږي. د مخالف جنس په جذبولو او راکاږلو کې هم د بڼو پر رول څېړنې شوي دي.»
خو دیوید هو او نورو پوهانو، چې له ده سره یې په څېړنه کې برخه اخیستې ده، ثابته کړې چې باڼه د هوا پر له پسې جریان له سترګو په بله خوا اړوي.
د ۲۲ تیوالو څارویو د بڼو د دقیقې اندازې په باب څېړنې ښيي چې د بڼو اوږدوالی په دقیق ډول د سترګې د اندازې د درېمې برخې هومره دی، یوازې همدا تناسب سترګې د هوا او باد په وړاندې خوندي کولی او مرطوبې ساتلی شي.
پوهان وايي، که په کوم علت دا تناسب ګډوډ شي، معنا یې دا چې که باڼه اوږده یا لنډ شي، نه یوازې دا چې د هوا او باد په وړاندې سترګې نه شي ساتلی بلکې هوا سترګو ته هدایتوي چې دا د سترګو روغتیا ته ډېر تاوان لري او په اوږدمهال کې د نابینايي سبب کېږي.
ډوید هو او نور ساینسپوهان هغو ښځو ته چې د مود او فېش لپاره اوږده مصنوعي باڼه کاروي، سپارښتنه کوي چې د دا ډول بڼو تر استعمالولو مخکې لږ څه د څېړونکو د دې وروستۍ څېړنې په اړه فکر وکړي.
زما په ګومان ” باڼوګان ” به مناسبه کلمه وی.
اصلاََ دا باید ومنو چي هیڅ مخلوق یا اعضا یی عبث ندی خلق شوی ،انسان ورو ، ورو د تحقیق او تعقل له لاری احسن التقویم او بیا احسن الخالقین ته رسیږی.
انسان تر اوسه ډیره لږه برخه د موجوداتو پیژندلی ،له اتم تر کهکشانو په میلیونو علمی تکوینی رازونه چی په علیم خالق دلالت کوی او همداسی د اتم تر کهکشانونو نظم ،قواوی ،مسیر او اهداف د ناظم اکبر لا یزال قدرت ښیی ؛کوم چي اهل علم ،عقل او بصیرت ټول په وحدانیت خالق علیم اعتراف او یواځی همدا یو خالق مستحق د عبادت بولی .
د باڼه په ارتباط پورتنی بحث که له یوی خوا د سترګو لپاره حفاظتی رول لری خو داسی ښکلی خلق شوی چي سبب د ښایست د سترګو او مخ هم ګرځیدلی او همدا ثابتوی چي الله ج احسن الخالقین او د کائناتو یواځینی خالق دی .
دانسان غیر علمی او غولونکی لاسوهنی د آرایش او موډ تر نامه لاندی ښایست او صحت له منځه وړی او ښایسته انسان په رنګونو بدرنګ او ککړ ګرځوی لکه همدا لوبی د وروځو ،بڼو ،شیشکی منګولې ،برهنګی یا لوڅوالی چي انتها ته رسیدلی دانسان له شأن سره مناسب ندی او نباید انسان دومره سقوط وکړی چي ملعبه وګرځی یا تر حیوان هم زیات لوڅ او دی لوڅوالی ته تمدن ووایی .
دا باید هم اضافه کړم چي د هر شی حتی د انسان د وجود د هر غړی صحیح کارونه دین ورښودلی او هیڅ وسیله نباید د ځان او بشریت پر خلاف وکارول شی چي نورو ته پکې ضرر وی حتی کافر ته .
څوک چي عقل او دین نلری له خپل لاس ،خولې ،ژبی او وسایلو هم په ځای استفاده نشی کولی او نتیجه یی فحشا او ظلم ته رسیږی چي ننۍ نړۍ کی ډیر مثالونه مشهود او د انسانیت د سقوط علایم څرګندوی .