تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) یوې امریکایي رسنۍ د «امیر امیري» د آزادېدو ته په اشارې راپور ورکړی چې لږ تر لږه درې نور امریکایي وګړي هم په افغانستان کې بندیان دي.
«سي.ان.ان» ته یوې خبرې سرچینې ویلي چې لږ تر لږه درې نور امریکایان په افغانستان کې نیول شوي او د هغوی د اوسني وضعیت په اړه کره معلومات نشته. دغه راز «پل اوربي» چې پخوا ځینې راپورونه د هغه د مړینې په اړه خپاره شوي و، لا هم په نامعلوم وضعیت کې دی.
سرچینې زیاته کړې چې د امیر امیري خوشې کېدا، کېدای شي د نورو امریکایانو د خوشي کېدو د لړۍ لپاره لومړی ګام وي. امریکایي چارواکي هیله لري چې د دیپلوماتیکو خبرو د دوام له لارې پاتې اتباع هم ژر خوشې شي.
دغه راپور په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان په اړه د بندي امریکایانو موضوع لا هم د کابل او واشنګټن ترمنځ په حساسو دیپلوماتیکو مسایلو کې راځي او هڅې روانې دي څو د هغوی وضعیت تعقیب شي. دا موضوع په تېرو کلونو کې څو څو ځله د نړیوالو چارواکو او رسنیو د پام په مرکز بدله شوې ده.
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې له یوه امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د اتباعو د خوشي کېدو مسئله د دیپلوماتیکو خبرو له لارې هوارېدای شي او د یوه امریکایي (امیري) خوشې کېدا په همدې بهیر کې یو مثبت پرمختګ دی.
متقي په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان حکومت د بهرنیو اتباعو مسایل له سیاسي لیدلوري نه څېړي او د دیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې شته.