پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهیونسیف: په زلزله ځپلو سیمو کې نیم میلیون افغانان له ناورین سره...

یونسیف: په زلزله ځپلو سیمو کې نیم میلیون افغانان له ناورین سره مخامخ دي

تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) د اګست د ۳۱مې له زلزلې یوه میاشت وروسته، چې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یې وځپول، تر اوسه تر ۷۷ زره ډېرې کورنۍ (شاوخوا ۵۰۰ زره تنه) لا هم د دې ناورین له ویجاړوونکو اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۱۹۹۲ تنه وژل شوي چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي. همداراز تر ۳۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي چې له نیمایي ډېر یې ښځې او نجونې دي.

دې زلزلې تر ۸۵۰۰ ډېر کورونه وران کړي یا یې زیانمن کړي دي او لږ تر لږه ۷۶۰۰ کورنۍ یې اړ کړي چې په خېمو او د هوا په سختو شرایطو کې ژوند وکړي. ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو حاصلاتو د ژغورنې او د څارويو د ساتنې لپاره خپلو کليو ته بېرته ستانه دي.

د یونیسف د راپور له مخې د خلکو معیشت ته پراخ زیان اوښتی دی: ۷۰۰۰ څاروي مړه شوي، ۳۶۶ هکتاره کرنیزه ځمکه له منځه تللې او په کونړ کې ۹۰ سلنه د غلو زېرمه بیخي له منځه تللې ده. یونیسف وايي د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر اوسه تر ۵۶۰۰ د زیاتو څارويو مړي راټول شوي دي.

په بنسټیزو خدمتونو کې وضعیت اندېښمنوونکی بلل شوی دی: ۱۳۲ د اوبو سرچینې ورانې شوي او اوس ۸۴ سلنه خلک د رفع حاجت لپاره له خلاصې فضا کار اخلي، چې د وبا او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر یې لوړ کړی دی.

یونیسف وايي د غبرګون هڅې یې پراخې کړي او تر اوسه یې:

  • ۴۹۰۰ ټپیان درمل کړي دي،
  • ۸۳۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ لپاره ارزولي چې ۴۷۲ ماشومانو ته یې بیړنۍ درملنه ورکړې،
  • له ۲.۸ میلیونه لیټرو زیاتې پاکې څښاک اوبه ۱۹۰ زره کسانو ته رسولې،
  • ۱۸۶ موقتي ټولګي یې د ۵۱۰۰ ماشومانو لپاره جوړ کړي،
  • ۳۴ بېل شوي ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي،
  • تر ۴۴۰۰ ډېرو کورنیو ته یې نغدي مرسته وېشلې ده.

د ژمي له نژدې کېدو سره، یونیسف خبرداری ورکوي چې عاجله مرسته ډېره اړینه ده. دې ادارې تر اوسه ۵۰۰۰ جوړه د ژمي کالي او د کور وسایل چمتو کړي او پلان لري چې ۱۵ زره نورو کورنیو ته نغدي مرسته ورسوي.

خو یونیسف وايي د ۱۱.۶ میلیونه ډالرو د کسر له ستونزې سره مخامخ دی؛ هغه کمښت چې کولای شي د ژمي په تېرېدو او د ماشومانو د ملاتړ پر هڅو منفي اغېز وکړي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...