پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهیوناما د انترنیټ او مخابراتي شبکو د بندیز د خطرونو د یادولو...

یوناما د انترنیټ او مخابراتي شبکو د بندیز د خطرونو د یادولو ترڅنګ د هغو د فوري فعالیت غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د سې شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په ټول هېواد کې انټرنېټيٍ او مخابراتي خدمات ژر تر ژره بېرته فعال کړي، او خبرداری یې ورکړ چې دا بندیز هېواد له نړۍ څخه بېلوي او له وړاندې روان بشري ناورین لا ژوروي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا بندیز چې د سپتمبر پر ۱۶مه د هېواد په ځینو برخو کې پیل او د سپتمبر پر ۲۹مه ټول هېواد ته وغځېد، «سمدستي او پراخې پایلې» لري. په دغو پایلو کې د بانکدارۍ او مالي نظام ګډوډېدل، د هوايي چلند، روغتیايي خدمتونو او هغه پيسو بندېدل شامل دي چې ډېری افغان کورنۍ پرې تکیه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بندیز د بیان آزادي محدودوي، د ښځو او نجونو د لا زیاتې انزوا سبب کېږي او د نړۍ له بدترینو بشري ناورینونو څخه د یوه د لا خرابېدو خطر زیاتوي.

« یوناما زیاته کړې، د مخابراتي سیستمونو شتون د پېښو پر مهال خورا مهم دی»، او یادونه یې کړې چې دغه بندیزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د پراخو ستنېدو له امله ځورېږي. «د انټرنېټ بندیزونو ښودلې چې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ  کېږي.»

یوناما ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ماموریت له مخې له طالبانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د افغانانو ملاتړ وکړي.

سرچینو ویلي چې ملګري ملتونه او ډېری بهرني سفارتونه، چې د بیک اپ سیستمونه لري، اوس د سپوږمکۍ له لارې اړیکې نیسي، خو د بانډوېت کچه ډېره محدوده ده. د ملګرو ملتونو کارکوونکي اوس د راډیويي اړیکو کارولو ته اړ شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دوشنبې په ورځ د ماسپښین له ۵ بجو ټول انټرنېټي خدمتونه پرې شوي دي. د موبایل شبکې ـ لکه GSM، 3G او 4G ـ هم پرې شوې دي. د اتصالات ځینو کاروونکو لنډ مهال محدود انټرنېټ درلود، او د روشن ځینو کاروونکو د متناوبو خدمتونو راپور ورکړی دی.

همداراز ځینو هڅه پیل کړې چې د سټارلینک له لارې انترنیټي خدمات ترلاسه کړي. د سټارلینک د عامېدو په صورت کې به د انترنیټ د کاروونکو فیس د افغاني شرکتونو په ځای په مستقیم ډول د ایلن مسک سټارلینک کمپنۍ ته په لاس ورځي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

1 COMMENT

  1. تالبانو څه کاروایی داسلام په نامه وکړې:
    اول په ښځو تعليم بند کړ
    دوهم یی په افغان اواس موزيک بند کړ
    دريم په ښځو هر شانته کار بند کړ
    اوس یی داده انترنت هم ورباندې بند کړ
    وېنو چې له يوې خوا دزلزلې ناورېن په افغان اواس راغی له بلې خوا ژمی مخ په لاره ده هغه لګ کومک چې افغان اولس سره له بهره کېده دالاره هم تالبانو.په د بې وزله اولس باندې ودروله. ايا دا تالبان مسلمانان دې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...