تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) مرستندویو سازمانونو او نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ د زیاتېدو، د بارانونو د نامنظم کېدو او د نفوس د ډېرېدو له امله د افغانستان پلازمېنه کابل د اوبو د سخت بحران له ګواښ سره مخامخ ده.
اقلیمي بدلونونه او دوامدارې وچکالۍ سبب شوي چې کابل د اوبو له شدید کمښت سره مخامخ شي. مرستندویو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دې بحران اغېزې یوازې د څښاک د اوبو په کمښت پورې محدودې نه دي، بلکې د ناروغیو خپرېدا، د تغذیې کمښت او د ماشومانو له زدهکړو پاتې کېدل یې نورې پایلې دي.
ځینو رسنیو د کابل د خلکو د ورځني ژوند روایتونه خپاره کړي چې د بحران د ژورتیا څرګندونه کوي.
د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې هم خبرداری ورکړی چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو زېرمتونونه کېدای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړ ډول وچ شي او د افغانستان نور ښارونه هم د وچېدو پر لور روان دي. د اوبو کمښت پر بېوزلو کورنیو سخت اقتصادي فشار راوړی او ځینې یې اړ کړي چې د ورځې درېیمه برخه عاید د اوبو په پېرلو ولګوي.
په کابل کې ځینې کورنۍ وايي چې د دوی ماشومان په ورځ کې څو ځلې د اوبو راوړلو ته وځي او حتا له زدهکړو پاتې کېږي، ځکه ټوله ورځ یې د اوبو په کتارونو کې تېرېږي.
وچکالۍ، د زیربناوو نیمګړتیا او د بارانونو بېنظمۍ لامل شوې چې حتا د ۱۲۰ مترو ژور څاګان هم وچ شي. کورنۍ د اوبو د کیفیت د خرابوالي او د اوبو د درنو کارونو له امله له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د کابل نفوس په تېرو شلو کلونو کې له شپږ میلیونو اوښتی، خو د اوبو رسولو په زیربناوو کې لږ پانګونه شوې ده. جګړو، د اوبو د وېش شبکې تخریب کړي، د خلکو پراخه تکیه پر شخصي څاګانو او د ټانکرونو پر اوبو ده او له دې سره دا بحران لا پسې ژور شوی دی.
ځینې کارپوهان لکه «نجیبالله صدیق» چې په جرمني کې د اوبو څېړونکی دی، کابل د نړۍ له هغو سیمو ګڼي چې د اوبو د فشار تر ټولو له سختې ستونزې سره مخ دي.
له نورو ولایتونو څخه کابل ته د کډوالو زیاتوالی، د واورو او باران کموالی او د سیندونو وچېدا د ښار د اوبو پر محدودو سرچینو زیات فشار اچوي او د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری لا جدي کوي.