تاند(چهاشنبه. د تلې/میزان ۹ مه) د طالبانو له لوري په ټول افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو په تړاو، د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا سیمهییزې رییسې «سمرتي سینګ» وویل:
« په داسې حال کې چې افغانستان له څو بشري کړکېچونو سره مخامخ دی چې د هېواد نژدې نیمايي وګړي یې اغېزمن کړي دي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنېټ عمومي بندیز یوه غیرمسوولانه پرېکړه ده چې د بشري مرستو رسولو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او نورو اړینو خدماتو لپاره به پراخې ناوړه پایلې ولري.
ارتباطات او د معلوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب او ترویج لپاره مهم وسایل دي. طالبان د معلوماتو د بهیر په بندولو سره ډاډ ترلاسه کوي چې نړۍ د افغانستان دننه روانو سرغړونو په اړه نه خبرېږي.»
د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ
هغې زیاته کړه« له دې پرته، په افغانستان کې چې نجونې او ښځې له لومړنيو ړزده کړو پورته له زدهکړو څخه منع شوې دي، د انټرنېټ لاسرسی د هغوی د زدهکړو لپاره حیاتي دی. دا بندیز د هغوی د زدهکړو مخه نیسي او هیڅکله توجیه کېدلی نه شي. د دې ډول عمومي بندیز پلي کول په خپله نامتناسبه دی او د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دی. طالبان باید سمدستي انټرنېټي اړیکې بېرته بشپړې فعاله کړي.»
د طالبانو د حکومت چارواکو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر ۲۹مه په ټول هېواد کې انټرنېټ بند کړ. د رسنیو د راپورونو له مخې، طالبانو د «فایبر اپټیک انټرنېټ د فلټر کولو» هڅې د بندیز د دلیل په توګه وړاندې کړې او ویلي چې دا کار د «فحشا د مخنیوي» لپاره ترسره شوی دی.
هم د موبایل او هم د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه د نامعلومې مودې لپاره ځنډول شوي دي.
د انټرنېټ څارونکې ټولنې «نېټ بلاکس» راپور ورکړی چې په افغانستان کې پر مخابراتي خدمتونو بشپړ بندیز لګول شوی، داسې چې د سپتمبر په ۲۹مه د دوشنبې په ورځ د انټرنېټ عادي فعالیت کچه تر ۱ سلنې هم ټیټه شوې وه.
انټرنېټ ته لاسرسی په افغانستان کې د ورځني ژوند لپاره اساسي ارزښت لري. دا نه یوازې سوداګریزې معاملې او بشري مرستې، بلکې رسمي اړیکې او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د آنلاین زدهکړو د پروګرامونو ملاتړ کوي، هغه نجونې چې له لومړنیو زده کړو پورته ښوونځي ته د تګ اجازه لا هم نه لري.