تاند(چهار شنبه. د تلې/میزان ۹ مه) د افغانستان د کډوالو ښځو د کرکټ ټیم د ۲۰۲۵ کال د ښځو د نړیوال جام د پرانیستونکې لوبې ننداره وکړه چې د هند او سريلانکا ترمنځ د ګوهاټي په بارساپار کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
په پرانیستونکې لوبه کې د هند لوبغاړو «دیپتي شرما» او «امنجوت کور» او د سريلانکا لوبغاړې «انوشکا راناویرا» د ډېرو پام ځان ته واړاوه، خو د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو شتون هم په لوبغالي کې د خبرونو سرټکی شو.
د افغان لوبغاړو د سفر جزئیات پټ ساتل شوي وو، ځکه چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د افغانستان د حکومت د احتمالي غبرګون د مخنیوي لپاره رسمي اعلان ونه کړ. د نړیوال جام د لوبو لیدل د کرکټ له نړیوال سیسټم سره د افغان ښځینه کډوالو لوبغاړو د یوځای کېدو په لومړیو هڅو څخه ګڼل کېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو کډواله لوبډله به په دوو لویو نړیوالو ټورنمنټونو کې د ګډون مهم فرصتونه ولري – په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ د ښځو د نړیوال کرکټ جام او په انګلیستان کې د ۲۰۲۶ د ښځو د شل اوریز نړیوال کې.
د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ
دغه نوښت چې د کرکټ د نړیوالې شورا یا ICC مرستیال رییس «عمران خواجه» تر څارنې لاندې روان دی، د هند کرکټ بورډ (BCCI)، د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ (ECB)، او د استرالیا کرکټ (CA) په همکارۍ ترسره کېږي.
د دې پروګرام له مخې، لوبغاړې به په روزنیزو کمپونو کې برخه واخلي او د هند له ځینو کورنیو ټیمونو سره به سیالۍ وکړي. د افغان ښځینه کډوالو ډېری لوبغاړې په استرالیا کې ژوند کوي، خو ځینې په بریتانیا او کاناډا کې مېشتې دي. له دې سره سره، د ویزې د ستونزو له امله څو لوبغاړې هند ته نه دي رسېدلي.
په پرانیستونکې لوبه کې د افغانستان د کډوالو د ښځو د کرکټ ټیم ګډون د دې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې دوی بېرته نړیوالو لوبو ته ورپیژندل شي او د ښځو د کرکټ په نړیواله نقشه کې خپل ځای وساتي.
هغې زیاته کړه« له دې پرته، په افغانستان کې چې نجونې او ښځې له لومړنيو ړزده کړو پورته له زدهکړو څخه منع شوې دي، د انټرنېټ لاسرسی د هغوی د زدهکړو لپاره حیاتي دی. دا بندیز د هغوی د زدهکړو مخه نیسي او هیڅکله توجیه کېدلی نه شي. د دې ډول عمومي بندیز پلي کول په خپله نامتناسبه دی او د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دی. طالبان باید سمدستي انټرنېټي اړیکې بېرته بشپړې فعاله کړي.»