یکشنبه, نوومبر 16, 2025
Homeخبرونهد کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې پر هر...

د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې پر هر تخت ۳ ماشومان بستر دي

تاند(چهارشنبه. د تلې/میزان ۹ مه) په داسي جال کې چې د طالبانو حکومت د نجونو پرزده کړه بندیز، پر ښځو د راز راز محدودیتونو لکول او د انترنیټ په شان له ټکنالوژۍ سره مخالفت ته لومړیتوب ورکوي، فرانسوي رسنۍ «مدیا پارت» په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو د مشر د استوګنځي په ګاونډ کې د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې ماشومانو ته بستر نه موندل کېږي.

اژانس وايي، د میرویس روغتون د ماشومانو څانګه له سختې ګڼه‌ګوڼې سره مخامخ ده. د دې څانګې مشر وايي چې د طبي امکاناتو د نشتوالي له امله درې ماشومان په یوه بستر کې بستر کېږي او ډېری یې له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

د ماشومانو څانګې مشر هدایت‌الله حکیمي، ویلي چې ډېری بستر شوي ماشومان د خوارځواکۍ له امله سخت په تکلیف کې دي او د هغوی میندې د سخت فقر له امله د خپلو نویو زیږېدلو ماشومانو د شیدو ورکولو وس نه لري.

د هغه په وینا، دا روغتون یوازې ۱۷۹ بسترونه لري، خو هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر ماشومان ورته مراجعه کوي.

د نړیوالو مرستو د کمېدو، په ځانګړي ډول د امریکا د ملاتړ د راکمېدو له امله د افغانستان د روغتیايي نظام په سلګونو درملیز مرکزونه تړل شوي او له دې کبله په درملو او طبي پرسونل کې کموالی راغلی دی.

د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي نظام د سقوط په درشل کې دی. د دې سازمان د افغانستان د دفتر مشر «ادوین سنیزا سالوادور» ویلي چې له څلورزره تر پنځه زره درملیزو مرکزونو څخه یوازې ۱۰۶۸ د نړیوالو بنسټونو تر ملاتړ لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرنو له مخې، تر اوسه ۴۲۲ مرکزونه د مالي سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

مرستندویې ادارې وايي چې د بشري مرستو د کمېدو په پایله کې د میلیونونو افغانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې او د یوې انساني فاجعې اندېښنې زیاتې شوي دي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

1 COMMENT

  1. ضرور ندی چی کندهاریان خپل ماشان بستر کړی، الله ته دی بغاری ووهی ماشوم به یی جوړ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...