پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهټرمپ د امریکا «له دننه یرغل» خبرداری ورکړ او پوځ په نورو...

ټرمپ د امریکا «له دننه یرغل» خبرداری ورکړ او پوځ په نورو ښارونو کې ځای پر ځای کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ لسګونو لوړپوړو جنرالانو ته په وینا کې وویل چې هېواد د «له دننه یرغل» سره مخ دی.

هغه ټینګار وکړ چې پوځیان به د امریکا په نورو ښارونو کې ځای پر ځای کړي او آن یې دا وړاندیز وکړ چې ځینې «خطرناک ښارونه» دې د پوځ د تمرین ځایونو په توګه وکارول شي.

ټرمپ د ډیموکراتانو تر واک لاندې ښارونه لکه شیکاګو، سان فرانسیسکو او نیویارک په نښه کړل او ویې ویل: «موږ به هلته نظم راولو.» هغه زیاته کړه چې پوځ او پولیس باید کلک عمل وکړي او په ځینو مواردو کې یې هغوی ته اجازه ورکړه چې «هر څه چې غواړي ترسره کړي».

د ټرمپ په وینا د پوځ تمرکز باید ډېر په کورنۍ امنیت وي. هغه بیا ادعا وکړه چې د هغه له مخکیني ولسمشر بایډن لاندې ګڼ بهرني مجرمین امریکا ته راغلي دي.

نوموړي وویل: “دا هم یو جګړه ده، خو له دننه.” ټرمپ ټینګار وکړ چې په تالار کې ناست ګڼ جنرالان به ډېر کار ورسره ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...