پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeټولنیزاصلاحي تدریس | ښویالی محمدشفیق شرفزی

اصلاحي تدریس | ښویالی محمدشفیق شرفزی

   (Remedial Teaching)

دوېمه برخه 

د سستو او ضعیفه زده کوونکو د زده کړې سببونه (slow learning)

‌ډېر داسې اسباب شته چې په سبب یې د زده کوونکو زده کړه بطي کېږي، خو ددې د محوه کولو او یوې موثرې کار کردګۍ په موخه ښوونکی د خپل درسي مهالوېش څخه په نهایي او عظمي ډول ګټه پورته کوي او هره ورځ دې د یادداشت په کتابچه کې د زده کوونکو ضعیفه نقطې یادداشت کړي ترڅو یې د بلې ورځې په درسي پلان کې ځای پر ځای کړي.
په ځنو وختونو کې ښوونکي ته د خپل ضعیفه زده کوونکي په اړه د نه معلوماتو په سبب له اصلاحي تدریس څخه کار نه اخستل کېږي. په همدې سبب لاندې یو څو وجوهات د ضعیفه زده کړې زده کوونکو په اړه وړاندې کول غواړم:

۱) په زده کوونکو کې د ضعیفه زده کړې یو له وجوهاتو څخه دا هم ده، چې د اړوند مضمون یا موضوع په اړه ښوونکی کافي مالومات ونه لري، د مبادي او بنیادي مالوماتو د کموالي په سبب ورته مربوطه مضمون تل مشکل او پیچیده ښکاري. کله چې یو ښوونکی تدریس کوي او د مضمون په اړه پوره اګاهي ونه لري نو زده کوونکي هم اړوند مضمون په اړه د مالوماتو په تر لاسه کولو کې ناکام پاتې کېږي.

۲) په ټولګي کې د زیاتو زده کوونکو په سبب هر یو زده کوونکي ته رسیدګي سخته وي، نو پدې وخت کې زده کوونکي احساس کوي ګواکې ددوی حرکات او سکانات او بوختیاوې ښوونکي ته د منلو وړ نه دي، په همدې سبب بیا دوی له زده کړې څخه زړه تورن کېږي، چې بلاخره د علم په ترلاسه کولو کې د سست اکتساب ښکار شي.

۳) د تدریس په جریان کې په مختلفو پړاونو کې د ښوونکي د بې پروایې په سبب د زده کوونکو زده کړه بطي کېږي. د ښوونکي تدریس سره دلچسپي نه ښودل سبب ددې کېږي، چې د زده کوونکو زده کړه سسته شي.

۴) د والدینو له خپلو کوچنیانو څخه له حده زیاتو هیلو او توقعاتو په سبب په زده کوونکو فشار راوړل زده کړه سسته کوي. د والدینو له خپلو بچو د زده کړیز صلاحیت څخه بې خبرۍ په سبب په هغو رنګا رنګ فشار راوړل هم زده کړه سسته کوي.

۵) د مطالعې ناقصه طریقه او عادت، په خپل ذهني صلاحیت باندې عدم اعتماد، احساساتي کیدل، له نورو سره د همغږۍ او همکارۍ ضعیفه روحیه لرل او کم حوصله کېدلو په سبب کوچنی د منفي تاثیراتو تابع کېږي، چې بلاخره په زده کړه منفي تاثیر واردوي او د زده کړییز اکتساب مخه ډپ کوي.

د اصلاحي تدریس د ارزښت په اړه پوهه چې کله ولرو او د زده کړې پر مخ پر پرتو ستونزو او خنډونو په تشخیص چې کله اګاهي ولرو، نو هله به د اصلاحي تدریس په اړه لازم ګامونه واخستلای شو او پلانګذاري به ورته په درست شکل وکړای شو.

د مسلکي ودي  پلان

هر ښوونکی، چې تدریس کوي نو ضرور به د درس په جریان کې د ستونزو سره مخامخ کېږي. د یو فعاله او بریالي ښوونکي په حیث که غواړو خپله مو دنده په ایماندارانه شکل ترسره کړې وي نو اړوند  ستونزې، چلنجونه او پرمختګونه به مو له ځان سره یادداشت کړي وي، چې په راتلونکي سمستر کې د مثبتو نقطو څخه په تدریس کې ګټه واخلو او د اصلاح وړ ټکي شناسایي کړو ترڅو ورته د حل لازمې لارې چارې پېدا کړو. فلهذا دا ټول کارونه یو پلان ته اړتیا لري، چې دغه پلان ته د مسلکي ودې پلان ویل کېږي.

د مسلکي ودي  پلان نمونه

د یواستاد په صفت زما تر ټولو قوي نقطې په لاندې ډول سره دي:
1. تل تدریس ته پوره چمتووالې لرم او زده کړیالانو ته اړوند اضافي معلومات ورکوم.
2. د پوهنې د جلیله وزارت ترتیب شوې نصاب او ټول تعلیمي برنامې په درست شکل تطبیقوم.
3. د مطالعې پر مټ د معتبرو منابعو څخه اړوند معلومات راټولوم او په تدریس کې ترې ګټه اخلم
غواړم چې خپله پوهه، مهارت او طرزتلقي ته مې په لاندې وړتیاؤ سره پرمختګ ورکړم:
1. د درسي موادو د استعمال په هکله معلومات، د Linguistic مضمون د تدریس په هکله اړوند میتودونه.
2. د محصلینود هرې ورځې ارزیابي په مختلفو طریقو سره اړوند معلومات.
3. د انګلیسي اختصاصي مضامینو دتدریس سمینارونه.
په(۱۳۹۸/۰۶/۱۵ )نېټه مې د ډپارټمنټ سوپروېزر(امر) سره د خپل مسلکي پلان د پرمختګ په موخه جلسه نیسم.
۱- شمېره عمومي موخې: ‍محصلینو ته د لاښه تدریس او زده کړې په موخه، د Linguistic مضمون په هکله غواړم چې په تخصصي ډول سره پرې ځان پوه کړم.
۱- شمېره خصوصي موخې: د Linguistic مضمون اړوند میتودونو په هکله هر اړخیز پوهاوې او د روزمره ژوند سره یې اړیکې.
دخپلې پوهې دکچې لوړولو په موخه، خپل مهارتونه او طرزتلقي ته د کال په اوږدو کې دوام ورکړم.

۱-شاخص: د دارالمعلمین د مجربو استادانو د مشورو په ترلاسه کولو سره، غواړم د انګلیسي اړوند مضامین په درست شکل سره تدریس کړم او په روزمره ژوند کې ورته رابطه ورکړم، او همدارنګه غواړم محصلین پدې پوه شي چې انګلیسی په روزمره ژوند کې څنګه وکاروي.


۲- شمېره عمومي موخې: د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړولو په موخه غواړم خپل تدریس په میتودیکي ډول سره عیار او د محصلینو د روزمره ارزیابۍ له طریقه په خپلو میتودیکي کړنو کې تغیرات راولم.
۲- شمېره خصوصي موخې: د محصلینو ارزیابي د فعالې ونډې اخستنې په موخه، او په میتودونو کې تغیرات او د دوامداره موثره ارزیابي.

۲-شاخص: د محصلینو د لاښه ارزیابۍ په موخه غواړم چې له مختلفو منابعو څخه معلومات ترلاسه کړم( د ډیپارټمنټ له امرینو، انټرنیټي شبکو، پیداګوژکي کتابونو او له مجربو استادانو په مټ ترڅو د ارزیابۍ په میتودونو کې مطلوب تغیر راشي او د تیر کال په پرتله محصلین یو څه اندازه پلټونکي او فعال پاتي شي.
۳- شمېره عمومي موخې: د خپلې تعلیمي کچې د لوړولو او د ظرفیت سازۍ په موخه غواړم چې په علمي سمینارونو کې ګډون وکړم.
۳- شمېره خصوصي موخې: د خپلو محصلینو د لاښه پیزندلو په موخه غواړم د خپلې تعلیمي کچې د لوړولو سره سره د ځوانانو د ارواپوهنې پوهه کې مې زیاتوالې راولم.

۳-شاخص: د خپلو محصلینو د لاښه پېژندلو په موخه غواړم له مختلفو منا بعو لکه انټرنټ، د انګلیسي ژبو کتابونو مطالعه او د اړوند استادانو سره مشورې وکړم، ترڅو وتوانېږم په ښه شکل سره تدریس وکړم اودتدریس پرمخ پرتو ستونزو ته د حل لارې پېداکړم.

 داستاد لاسلیک                                   د امر تصدیق او لاسلیګ

نېټه:                                                نېټه:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب