سټوېسیزم (Stoicism) هغه فلسفه ده چې د ځان کنټرول، عقلاني فکر، او د ژوند د هغو برخې پر منلو ټینګار کوي چې زموږ له کنټروله بهر دي.
په دې فلسفه کې باور دا دی چې د فضیلت او اخلاقي ژوند پر مټ د سکون او خوښۍ ترلاسه کول ممکن دي!!
د سټوېسیزم څه باندې شپږ مرکزي اصول دي؛
۱)د کنټرول اصل (Dichotomy of Control)
ځینې چارې زموږ تر کنټرول لاندې دي (لکه فکر، نیت، چلند) او ځینې نه دي (لکه د خلکو نظرونه، پېښې، پایلې).
سټوېسیزم وایي، انرژي دې په هغو شیانو ولګوئ چې په اختیار کې مو دي.
۲)فضیلت تر هر څه لوړ دی (Virtue is the Highest Good)
حقیقي نېکمرغي په شتمنۍ، شهرت او ځواک کې نه ده، بلکې په حکمت، عدالت، زړورتیا او اعتدال کې ده.
۳) عقلاني فکر او قضاوت
موږ د پېښو له امله نه ځوریږو، بلکې د هغو د تعبیر او قضاوت له امله.
که فکر سم شي، احساسات هم ارامېږي.
۴) احساساتي ځان کنټرول (Apatheia)
موخه پکې دا نه ده چې احساسات و وژنو، بلکې دا چې منفي او افراطي احساسات زموږ پر ژوند واکمن نه شي.
۵) له خپل برخلیک سره مینه (Amor Fati)
هر څه چې پېښېږي—ښه که بد—باید ومنل شي او د ودې فرصت وګڼل شي، نه د شکایت او نارضایتۍ سرچینه.
۶) د حال شېبې ارزښت (Living in the Present Moment)
اندېښنه د تېر او راتلونکي له امله پیدا کېږي؛
سټوېسیزم موږ ته وایي، په اوسني وخت (حال) کې سم ژوند کول د سکون کیلي ده.
خو پنځم اصل یې، له خپل برخلیک سره مینه (Amor Fati) په زړه پوری دی ځکه؛
په دې اصل (برخلیک سره مینه) کې باید هر هغه څه ومنو او مینه ورسره وکړو چې زموږ په ژوند کې پېښېږي.
دا موږ ته ښيي چې د ژوند هره پېښه د ودې او زده کړې یو فرصت وګڼو، ان که ستونزمنه هم وي.
د سټوېسیزم (Stoicism) تاریخچه نږدې ۲۳۰۰ کاله پخوانۍ ده او ریښه یې د لرغوني یونان له فلسفې راپیلېږي. دا فلسفه وروسته په روم کې لا پیاوړې او عملي بڼه خپلوي.
د سټوېسیزم لنډه مخینه؛
۱) بنسټ اېښودونکی – زینو د سیتیم (Zeno of Citium)
شاوخوا ۳۰۰ له میلاد مخکې
زینو، چې د قبرس اوسېدونکی و، په آتن کې د فلسفې تدریس پیل کړ.
هغه به خپل درسونه د آتن په یوه برنډه کې ورکول چې سټوا پویکله (Stoa Poikile) بلل کېده، او د همدې ځای له نومه Stoicism جوړ شو.
د زینو پیغام ساده و:
«انساني سکون د عقل، فضیلت او د طبیعت له قانون سره د همغږۍ پایله ده.»
د یوناني سټوېسیزم دوره
د زینو تر مړینې وروسته، دا فلسفه د ده شاګردانو لا پراخه کړه، لکه:
•کلینتیس (Cleanthes)
•کریسیپس (Chrysippus) – چې سټوېسیزم یې فلسفي سیستم ته واړاوه
په دې پړاو کې سټوېسیزم درې برخې لرلې:
•منطق
•فزیک (د طبیعت پوهه)
•اخلاق
رومي سټوېسیزم (طلایي دوره)
له ۱مې پېړۍ ق.م تر ۲مې پېړۍ م
سټوېسیزم په روم کې عملي او اخلاقي بڼه خپله کړه او عامو خلکو ته نږدې شو.
مشهور رومي سټویکان:
•سینیکا (Seneca) – فیلسوف او سیاستوال
•اپیکتیتوس (Epictetus) – پخوانی غلام، د ځان کنټرول ښوونکی
•مارکوس اوریلیوس (Marcus Aurelius) – د روم امپراتور
د دوی تمرکز پر دې و:
•د ستونزو زغمل
•اخلاقي ځواک
•داخلي سکون
زوال او بیا را ژوندي کېدل
د منځنیو پېړیو پر مهال د سټوېسیزم اغېز کم شو، خو:
•د رېنېسانس پر مهال بیا ولوستل شو
•په معاصر وخت کې یې بڼه د Modern Stoicism په نوم را ژوندۍ شوه
نن ورځ دا فلسفه په:
•روانپوهنه (CBT)
•رهبرۍ
•ځانپرمختګ
کې په پراخه کارول کېږي.
ولې سټوېسیزم تر اوسه ژوندی دی؟
ځکه چې دا فلسفه:
•له واقعیت سره ټکر نه کوي
•انسان ته د کړاو پر مهال لار ښيي او لنډه دا چې د احساساتو پر ځای عقل ته لومړیتوب ورکوي.