جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان اپوزیسیون ګوندونو له افغانستان سره د اړیکو پر خرابولو اندېښنه...

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو له افغانستان سره د اړیکو پر خرابولو اندېښنه وښوده

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲ مه) د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائتلاف په اسلام‌اباد کې د مخالفو ګوندونو د دوو ورځنیو غونډو په پای کې، په یوه اعلامیه کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو پر بېرته پرانیستلو او د سوداګرۍ پر بیا پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

یاد ائتلاف همداراز د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو او دوه‌اړخیزو همکاریو غوښتنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې د «خیبرپښتونخوا» ایالت د خلکو د امنیت د تأمین لپاره بېړني ګامونه واخلي.

په اعلامیه کې د پاکستان د حکومت پر ځینو اقداماتو هم نیوکه شوې، چې پکې د «تحریک انصاف» ګوند پر وړاندې چلند، د دغه ګوند د مشر عمران خان پر ضد فشارونه او ځپل شامل دي.

 اعلامیه ټینګار کوي چې د یاد ګوند له غیرقانوني اقداماتو، د قضیو (غیرحقیقي) جوړولو او سپکاوي ډک چلند سره مخامخ شوی دی.

د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائتلاف په دې اعلامیه کې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د مخالفو ګوندونو دا دوه ورځنۍ غونډه، چې د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» تر چتر لاندې جوړه شوې وه، ۱۲ ماده‌ییزه اعلامیه خپره کړه، چې پکې د ګوندونو غوښتنې او اندېښنې تشریح شوې دي.

د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائتلاف د حکومت مخالفو ګوندونو یو ټولګه ده، چې د اساسي قانون د ساتنې او د وګړو د حقونو د ملاتړ په موخه فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...