شنبه, فبروري 7, 2026
Home+تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه د خپلې خولې په لاړو کوي.

هغې په تازه مرکه کې دا خبره کړې ده.

بي بي سي د هغې د مرکې پر اساس لیکلي: “سهار د غاښونو تر برش کولو مخکې مې لاړې د خپل مخ پر دانو وهم. دا د مخ دانې/ځوانکۍ ورکوي. د شپې زموږ په خوله کې د باکتریاو ضد ماده پیدا کېږي چې د مخ دانو په درملنه کې مرسته کوي.

د مالوماتو پر اساس کله چې پر پوستکي وړو سوریو یا مسامونو ته تېل، خیری، خاورې او دوړې یا باکتریا ور ننوځي نو دا سوري بند شي.

له همدې سره پر پوستکي سور رنګه وړې دانې راوخېږي چې (پېمپلز) یې بولي.

روغتیاپالان وایي، د دغو دانو سرونه عموماً له زوو ډک وي او کله درد او خارښ هم کوي. کله چې دا دانې وچې شي او یا را وشکول شي نو پر مخ یې داغونه او سوري هم پاتې کېږي.

د یادونې وړ ده چې، له کلونو راهیسې خلک له دې دانو او داغونو د خپل مخ د ساتنې لپاره بېلابېلې لارې چارې او ټوټکې کاروي او دا سلسله تر ننه روانه ده.

1 COMMENT

  1. زمونږه د پیشو مخ هم چی چټل او ګنده شی بیا یی په خپلو لاړو د خپلو لاسونو (پنجو) په وسیله پاکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...