تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي لومړۍ) امریکايي چارواکي، چې د شاوخوا ۱۸ زره کسانو پر یوه محرم ترهګریز څارلست بیاکتنه کوي، وايي چې په دې لیست کې د هغو درو کسانو له منځه چې، په امریکا کې د وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي، یوازې د یوه تن نوم شته.
دا خبره نیویارک پوسټ ورځپاڼې د یوې استخباراتي سرچینې له قوله څرګنده کړې ده.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، دې موضوع اندېښنې راپارولي چې ښايي ځینې شکمن کسان امریکا ته تر داخلېدو وروسته افراطي شوي وي. دا بحث وروسته له هغې بیا تود شو چې تېره میاشت په واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارد پر غړو ډزې وشوې.
د امریکا د ملي ترهګرۍ ضد مرکز مشر جو کینټ د دسمبر په ۱۱مه د کانګرس یوې غونډې ته وویل چې د تېر حکومت په څلورکلنه دوره کې شاوخوا ۱۸ زره پېژندل شوي یا مشکوک ترهګر امریکا ته داخل شوي دي. هغه زیاته کړه چې چارواکي اوس دا ډیټابېس ارزوي، څو احتمالي ګواښونه وڅېړي او معلومه کړي چې دغه کسان څنګه هېواد ته داخل شوي دي.
د راپور له مخې، نور دوه شکمن کسان — رحمانالله لکڼوال چې په واشنګټن کې د ملي ګارد د یوه غړي پر وژلو تورن دی، او محمد داوود الکوزی، چې په ټېکساس ایالت کې د ځانمرګي برید د ګواښ په تور نیول شوی — په یاد څارلست کې نه وو. استخباراتي چارواکو ویلي چې دا موضوع ښيي چې دوی ښايي تر داخلېدو وروسته افراطي شوي وي.
نیویارک پوسټ لیکلي چې د امریکا د ملي استخباراتو د رییس دفتر نژدې ۲ زره افغانان په دې شک په ګوته کړي چې ښايي له ترګرۍ سره تړاو ولري او دا معلومات له امنیتي ادارو سره شریکوي.
دې موضوع یو ځل بیا د ۲۰۲۱ کال د بیړنۍ تخلیې پر مهال د ارزونې بهیر تر پوښتنې لاندې راوستې، هغه مهال چې تر ۱۰۰ زره ډېر افغانان امریکا ته ولېږدول شول.
د نیویارک پوسټ په راپور کې د قانون جوړونکو او چارواکو له قوله ویل شوي چې باید د هماغې دورې پر مهال منل شوي کسان لا زیات او جدي وڅار شي، ځکه چې د ملي امنیت او کډوالۍ د پالیسۍ په اړه سیاسي او ولسي اندېښنې زیاتې شوې دي.