دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Homeخبرونهد غور-کابل لویه لار د زیاتې واورې ورېدو له امله تړل شوې

د غور-کابل لویه لار د زیاتې واورې ورېدو له امله تړل شوې

تاند (دوشنبه د مرغومي – جدي لومړۍ)  غور ولایت کې د طالبانو د حکومت مسوولان وايي، چې د تېرې شپې د واورې ورېدو له امله، د غور-کابل د لویې لارې په ګډون د دې ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

غور کې ځایي طالب مسوولانو رسنیو ته ویلي چې، د کوتل بک، چې د غور-کابل لویه لاره کې موقعیت لري، او د کوتل بند بیان، چې شپږ لوېدیځې ولسوالۍ د دې ولسوالیو له ښارونو او کلیو سره نښلوي، د تېرې شپې د واورې ورېدو له امله تړل شوي دي.

دوی وایيد واورې لرې کولو ټیمونه په تړلو سړکونو کار کوي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

کوتل بک د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ په پوله کې موقعیت لري، هر کال د واورې ورېدو له امله تړل کیږي، چې د مسافرو او بار وړونکو موټرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.

پسابند، شهرک، تولک، تیارو، دولینا او ساغر ولسوالۍ هم د هغو سیمو څخه دي چې سړکونه یې بند دي او د واورې ورېدو له امله ترافیک ګډوډ شوی دی.

پرون د سالنګ لاره هم د وروستۍ واورې ورېدو له امله تړل شوې وه، خو نن سهار د ترافیکو پر مخ بیا پرانیستل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...