جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروسیه کې چاودنه؛ یو لوړ پوړی روسي چارواکی وژل شوی

روسیه کې چاودنه؛ یو لوړ پوړی روسي چارواکی وژل شوی

تاند (دوشنبه د مرغومي – جدي لومړۍ)  روسي لوړپوړی امنیتي چارواکی ډګر جنرال فانیل ساروروف نن د دوشنبې په سهار په سویلي مسکو کې په چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیزانو د عملیاتي روزنې د څانګې مشر وو.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د جنرال مړینه تایید کړې او دا پېښه یې “ترهګریزه” بللې ده او پراخه تحقیقات یې پیل کړي دي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا، چاودنه د یاسنایا په کوڅه کې هغه وخت وشوه، کله چې د لیفټیننټ جنرال فانیل ساروروف د موټر لاندې یو چاودېدونکی توکی وچاودېد.

۵۶ کلن ساروروف کار ته روان و او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.

روسي چارواکو د اوکراین امنیتي خدماتو ته د ملامتۍ ګوته نیولې ده، چې دمخه یې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې د جنرال ایګور کیریلوف د وژنو مسوولیت منلی دی.

اوکراین لا تر اوسه په رسمي ډول ځواب نه دی ورکړی.

یورونیوز راپور ورکړی چې چاودنه په یوه استوګنیزه سیمه کې شوې او د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د تحقیقاتو کمیټه د قصدي وژنې او د چاودېدونکو توکو د قاچاق د مادو لاندې قضیه څېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...