دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Homeخبرونهپه نیمروز کې یو تنه له ۴۰ کلاشینکوفونو سره ونیول شو

په نیمروز کې یو تنه له ۴۰ کلاشینکوفونو سره ونیول شو

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي لومړۍ) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو په نیمروز ولایت کې یو کس له ۴۰ کلاشینکوفونو سره نیولی او همداراز یې د ۵۷ کیلوګرامه تریاکو او ۱۷۶ کارتن درملو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یاد کس په نیمروز کې نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د نیمروز پولیسو د هلمند–زرنج پر لویه لار د تلاشي په ترڅ کې یو بل کس هم نیولی، چې غوښتل یې ۵۷ کیلوګرامه تریاک له هلمند څخه نیمروز ته قاچاق کړي.

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو یو جلا کس د ۱۷۶ کارتن درملو د قاچاق په تړاو هم نیولی دی.

د وزارت په وینا، د یادو پېښو په اړه څېړنې روانې دي او نیول شوي کسان به د قانون له مخې اړوندو اورګانونو ته وسپارل شي.

له افغانستان څخه مخدر مواد عموماً ایران ته قاچاق کېږي خو څرګنده نه ده چې وسله چیرته وړل کېده.

طالب چارواکو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...