یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهپاکستان کې خاوند خپله ناوې تر وهلو وروسته له کوره بربنډه ايستلې

پاکستان کې خاوند خپله ناوې تر وهلو وروسته له کوره بربنډه ايستلې

تاند ( پنجشنبه، د کب ۱۴ ) راپورونه وایي، د پاکستان د راولپنډۍ په ملک کالوني ګارج روډ سیمه کې یوه بې رحمه مېړه خپله ۱۶ کلنه کورودانه په کور کې شکنجه کړې او بیا یې بربنډه له کوره بهر کړې ده.

د راپورونو په حواله، کله چې د دغې کورنۍ نورو ګاونډيانو دا پېښه ليدلې، نو سم د لاسه يې کالي را اخېستي او جينۍ ته يې ور اغوستي دي.

راپورونه زیاتوي، د نجلۍ پلار یوسف خان د صدر د پولیسو په حوزه کې په دې اړه خپل شکايت کړی، چې لور یې څلوېښت ورځې مخکې خپل خوريې بادشاه خان ته واده کړې وه، چې زوم یې څو ورځې وروسته پر هغې په وهلو ډبولو پیل کړی.

د راپورونو پر بنسټ، د جینۍ پلار ادعا کړې چې زوم یې پر لور سخت ظلمونه کړي، هغه یې پر کټ تړلې، شکنجه کړې او آن د مرګ ګواښونه یې هم ورته کړي دي.

د معلوماتو له مخې، پولیسو دا قضیه ثبت کړې او ۲۶ کلن زوم بادشاه خان یې نیولی دی.

طبي معایناتو د انجلۍ بدن باندې د شکنجې نښې ثابتې کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو په اساس، روغتیایي مسوولینو هم د دې جینۍ پر بدل د شکنجې نښې ثابتې کړې او وایي، دا جینۍ سخته شکنجه شوې او ټپونه یې دوامدارې درملنې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي چې پکې له ښځو سره ناوړه تاوتریخوالی زیات دی او د کورنیو تر منځ د دا ډول ډېرو پېښو راپورونه ترې ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب