شنبه, مې 18, 2024
Home+د جبران خليل جبران په اړه يو - دوې خبرې

د جبران خليل جبران په اړه يو – دوې خبرې

ژبړه او راټولونه: ميوند بختيار

سريزه:

جبران خليل جبران د نړۍ له مشهورو او نوموتو ليکوالو، شاعرانو او انځورګرانو څخه دی، جبران خليل د خپل ستړي ژوندانه په موده کې (۱۶) عنوانه شاوخوا اثار د نړۍ پر فرهنګي او ادبي ذخيره ور اضافه کړي دي. په دې ليکنه کې مو د دې ستر هنرمند ژوندليک، اثار او افکار په لنډه توګه راوړي دي، که څه هم د جبران خليل په ژوند او آثارو کار او څېړنه د يوه علمي تيزيس موضوع کيدای شي، خو موږ په لنډه توګه د جبران د ادبي ژوند خاکه ګرانو لوستونکيو ته ايستلې ده.

په دې ليکنه کې يوازې د جبران پر ادبي اثارو ږغېدلي يو، دا بايد په ياد ولرو، چې جبران خليل په انځورګرۍ کې هم د لوړ نوم او شهرت خاوند دی.

جبران خليل جبران د نړۍ له هغو مشهور ليکوالو او شاعرانو څخه حسابېږي چې، آثار يې د نړۍ په اکثرو ژونديو ژبو ژباړل شوي دي، له نېکه مرغه د جبران ډېری آثار اوسمهال په بره او کوزه پښتونخوا کې پښتو شوي دي، چې د داسې لويو ليکوالو آثار د ژبې، ادبياتو او فرهنګ په بډايينه کې ستر رول پر غاړه لري.

 جبران خليل جبران اثار په عربي او انګليسي ژبو ليکلي دي، کوم آثار چې يې پښتو ته ژباړل  شوي دي، هغه مو په دې ليکنه کې تر ځانګړي سرليک لاندې راوړي دي.

د جبران خليل جبران پر ژوند او فن په دې وروستيو کې د جنوبي پښتونخوا شاعر و ليکوال  ښاغلي عصمت الله زهير، چې د نوموړي ډېری اثار يې هم پښتو ته را ژباړلي دي، يو اثر چاپ ته اماده کړی دی، دا به هم په جبران پېژندنه کې يو لوی کار وي.

د جبران پر ژوند و فن ډېرې خبرې کېدای شي، خو؛

ستا د ښايست ګلونه ډېر دي!

د دې ليکنې په بشپړاوي کې مو له ځينو اثارو او همدا راز له انټرنيټي پاڼو څخه په خلاص مټ استفاده کړې ده او ماخذونه يې په حاشيو کې ذکر شوي دي.

د جبران خليل جبران ژوند ليک (۱۸۸۳-۱۹۳۱م)۱

جبران خليل جبران د ( ۱۸۸۳م) کال د جنوري پر شپږمه نېټه په يوه ماروني مسيحي (مارون قديس ته  منسبوبه) کورنۍ کې، چې په خليل جبران يې شهرت درلود، د البشری په غرنۍ سيمه کې، چې د لبنان په شمال کې پرته ده، دنيا ته راغی.

مور يې (کامله رحمه)  يوه هنرمنه ښځه وه، چې په دېرش کلنۍ کې يې له خپل درېيم خاونده (جبران خليل) دنيا ته راووړ. د جبران خليل پلار يو بې مسووليته سړی و، چې کورنۍ به يې تل له تنګ‏لاسي سره لاس و ګرېوان وه.

جبران د (پيتر) په نامه يو ورور، چې تر ده شپږ کاله مشر و، او دوې کشرې خويندې د (ماريانې) او (سلطانې) په نومونو لرلې، چې جبران خپل ټول ژوند له دوی سره تړلی تېر کړ.

لکه څنګه چې مو مخکې  يادونه وکړه، د جبران ماشومتوب  په غربت او غريبۍ کې تېر شو، ځکه نو؛ نوموړی له رسمي زدکړو محروم پاتې شو، خو ده له يوه کليوال کشيش څخه  عربي ژبه، سوري ژبه، د انجيل مذهبي او نور اصول زده کړل.

جبران اته کلن و، چې پلار يې د ماليې د نه ورکولو په جرم د زندان مېلمه شو او عثماني خلافت يې ټول شته ضبط کړل چې، نوموړې کورنۍ يې په تش ډاک کېنوله، بلاخره د جبران مور تصميم ونيو او له خپلې کورنۍ سره امريکا ته مهاجره شوه.

د( ۱۸۹۵م) کال د جون پر(۲۵) مه  چې جبران لا دوولس کلن ماشوم و، له مور، ورور او دوو خويندو سره له لبنانه د امريکا پر لور رهي شو او د امريکا په باسټن کې نوموړې کورنۍ مېشته شوه.

د جبران بدخويه پلار، چې هغه وخت تازه له زندانه ازاد شوی و، نه يې غوښتل چې کورنۍ يې له لبنانه مهاجره شي، د دې اختلاف پر بنا هغه په لبنان کې پاتې شو.

جبران د امريکا په باسټن کې ښوونځی پیل کړ او د خدای ورکړي ذکاوت په برکت يې په دوولس کلنۍ کې په درسونو کې ښه پرمختګ وکړ او د انګلېسي ژبې زده کړې ته يې ملا وتړله.

د ۱۸۹۶م کال په وروستيو کې د (ديسون هاوس)، چې د باسټن د هنري مرکز بنسټګر و، له جبران سره يې پېژندګلوي وشوه اوله جبران څخه يې وغوښتل چې د ده په هنري فعاليتونو کې دې ورسره برخه واخلي.

جبران يو کال وروسته بېرته خپل ټاټوبي (لبنان ) ته راستون شو، تر څو چې په عربي ژبې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي.

جبران چې کله په امريکا کې و، له انځورګرۍ سره يې مينه پيدا شوه او په( ۱۹۰۸م) کال کې د پاريس د عالي هنرونو په مرکز کې شامل شو او درې کاله يې د پېژندل شوي انځورګر (اګوسټ رودن) په مخ کې د زدکړې ګونډه وهلې وه، رودن د جبران د راتلونکي په اړه ډېر خوشبين و.

د جبران په ژوند کې د دوو ښځو رول ډېر مهم  و، چې يوه يې (مري هسکل) او بله يې (شارلورت ټېلر) نومېدله. دغه دوې ښځې په ځانګړې توګه مېرمن هسکل د جبران په فرهنګي ــ هنري ژوندانه کې او حتی په اقتصادي برخه کې د نوموړي په ژوند کې د بدلون راتلو محرکه وه.

جبران په( ۱۸۹۸م) کې بېروت ته ستون شو او د (مدرسه الحکمه) ښوونځی يې پيل کړ. نوموړي په دې دوره کې مقدس کتاب  په عربي ژبه زده کړ او د خپل دوست(یوسف حواييک ) په ملتيا يې د (المناره) په نامه نشريه ايجاد کړه، چې د دوی دواړو ليکنو او د جبران نقاشيو ته ځانګړې شوې وه.

نوموړی په ۱۹ کلنۍ کې بېرته باسټن ته ولاړ او د ( ژوفين پي بادي) په نامه پېغلې سره يې، چې يوه جادوګره هنرمنده وه، عاطفي تړون پيدا شو. په همدې کلونو کې د جبران مور، خور او  ورور د نري رنځ ناروغۍ له امله نوموړی يوازې پرېښود.

ماري هسکل چې د باسټن د ښوونځي مديره وه، جبران يې په ښوونځي کې شامل کړ.

جبران په نوې ځوانۍ کې د شعر، هنر او ليکوالي ميدان ته راووت، چې په پينځه لس کلنۍ کې يې د (الحقيقه) په نامه مجلې مسووليت پر غاړه درلود، نوموړي په شپاړس کلنۍ کې خپل لومړنی شعر وليکه، چې په جبل ورځپاڼه کې خپور شو.

جبران په اوه لس کلنۍ کې د ختيځ د ځينو نومياليو پوهانو لکه ابن سينا، عطار، ابن خلدون او ځينې نورو پوهانو انځورونه په خپلو هنرمنو ګوتو وکښل.

جبران له رسمي زده کړو را وروسته پاريس ته ولاړ، هورې يې د نقاشۍ د علم د حصول په پار دوه کاله تېر کړل، په دې دوو کلونو کې نوموړی د نقاشۍ له مختلفو ښوونځيو سره اشنا شو، نوموړي په پاريس کې د زدکړې پر مهال د (الارواح المتمرده) يعنې (ياغي ارواوې) په نامه کتاب وليکه، چې په بېروت کې يې چاپ او خپور کړ.

جبران په( ۱۹۰۵م) کې د موسيقۍ اړوند ليکنې په (المهاجر) ورځپاڼه کې خپرې کړې، وروسته تر دې يې د خپلو عربي شعرونو مجموعه د (ژړا، خندا او توپانونه) په نامه  خپره کړه، چې دا اثر يې اوسمهال پر انګلېسي ژبه د (رويا، توپان او محبوب) په نامه تازه په تازه ژباړل شوی دی.

جبران په ( ۱۹۰۶م) کال د Spirit brides په نامه د لنډو کيسو ټولګه چاپ او خپره کړه او يو کال وروسته يې د دې لړۍ بله کړۍ دous Spirits Rebeolli په نامه له چاپه راووته. نوموړی چې دا مهال په فرانسه کې پر زده کړو بوخت و، بېرته باسټن ته راستون شو.

جبران په پنځه دېرش کلنۍ کې پر انګلېسي ژبه خپل لومړنی کتاب پای ته ورساوه او  د (لېوني سړي) په نامه يې چاپ او خپور کړ.

کله چې جبران خليل د ځوانې خور او زلمي ورور د ناڅاپي مړينې او د مور د ناروغۍ خبر واورېد، بېرته لبنان ته راستون شو، په خپل وطن کې تر دوه کلني استوګنې وروسته يې د پاريس خواته مخه کړه، ترڅو د پاريس د انځورګرۍ له استادانو او په ځانګړې توګه له ښاغلي (رودن) څخه د انځورګرۍ مهارتونه ښه زده کړي. رودن چې کله د جبران د انځور کښلو او شعر ليکلو وړتيا وليدله، نوموړی يې د اتلسمې پېړۍ  د مشهور انځورګر  (ويليام بليک) له هنر سره په  پوره توګه اشنا کړ او جبران يې د روانې پېړۍ د (ويليام بليک) په نامه ونوماوه.

جبران ته د پاريس د سفر پر مهال د نړۍ د مشهورو هنرمندانو لکه روستاند، دبوسي او مېترلينګ سره د اشنايي فرصت لاس ته ورغی او د دوی له فکر و خيال او ذوق څخه يې ډېر څه زده کړل.

جبران په(۱۹۱۰م) کې يو ځل بيا امريکا ته ولاړ او په نيويارک کې يې يو ادبي انجمن تاسيس کړ، چې کلونه کلونه د ليکوالو، شاعرانو، عرب هنرمندانو او د جبران د امريکايي دوستانو د راغونډېدو ځای و. د جبران د بهترينو سرودونو او نقاشيو د پنځېدلو ځای امريکا وه، چې ده په دې يو ويشت کلنه دوره کې وپنځولې، چې جبران يې د نړۍ په سطح د شهرت لوړو پوړيو ته ورساوه. نوموړي پر همدې کال د (تر خياله هاخوا) په نامه اثر چاپ او خپور کړ.

په( ۱۹۱۲م) کې د جبران يو بل ناول د (مات وزرونه) په نامه په عربي ژبه په نيويارک کې چاپ او خپور شو. د جبران د هنري فعاليتونو په ډېرښت هم لا د نوموړي ځای په ټولنه کې د يوه لوی هنرمن په توګه تثبيت شوی نه و، ترڅو نوموړي په ( ۱۹۲۳م) کې خپل شاهکار اثر(پيغمبر) ټولنې ته وړاندې کړ، چې نوموړي ته يې په نړۍواله کچه شهرت او محبوبيت ور وباخښه.

پر همدې کال مېرمن (هري هسکل) ،چې د جبران اروا ورسره په يوه عجيبه لطيف تار تړلې وه، د امريکا جورجيا ته کډواله شوه، تر څو د جبران له ژوندانه څخه په بشپړه توګه ووځي، په همدې دوران کې هم جبران خپل هنري ــ ادبي فعاليتونه په منظمه توګه سرته رسول، دا هغه وخت و، چې جبران د شهرت لوړو پوړيو ته ختلی و.

 (۱۹۳۱م) کال  و، چې جبران د تل لپاره له نړۍ سره مخه ښه وکړه او د خپل ستړي وجود د دفن لپاره يې، مخکې له مخکې د لبنان خاوره، خپل ټاټوبی (البشری) ټاکلی و او د ده له کړي وصيت سره سم دې سترې هستۍ د البشری سپېرو خاورو ته ابدې افتخار ور وباخښه.

د جبران خليل اثار:

له جبران خليل جبران څخه په عربي او انګليسي ژبو (۱۶) عنوانه آثار په ميراث پاتې دي، چې له لاندې ډول يې درپېژنو:

الف- په عربي ژبه:

۱-موسيقي(۱۹۰۵م)

۲-د صحرا ناويانې(۱۹۰۶م).

۳-ياغي ارواوې(۱۹۰۸م).

۴-اوښکې او موسکا.

۵- مات وزرونه.

۶-کاروانونه او توپانونه.

۷-نوې خبرې او نکتې.

ب- په انګرېزي ژبه:

۸- لېونی.

۹-ليکونه.

۱۰-ځګ او شګې.

۱۱-مخکښ.

۱۲-د مځکې خدايان.

۱۳-سرګردان.

۱۴-مسيح د انسان زوی.

۱۵-پيغمبر.

۱۶-د پيغمبر باغ.

د جبران پښتو ژبې ته ژباړل شوي آثار:

۱-لېونی/ ژباړن: عبدالحميد بهيج.

۲-مات څانګونه/خالق زيار

۳-د جبران خليل شهکار لنډې کيسې/ژباړن عوض الدين صديقي.

۴-د باران په ژبه / ژپاړن: بهيج.

۵- ځک او شګې/ ژباړن:عصمت الله زهير.

د جبران د آثارو دوې نمونې:۲

د ویالې سندره!

زه

زه هیڅ وخت بې ځوابه سوی نه وم، سیوا د هغه چا په وړاندي، چي رانه ویې پوښتل:

ته څوک یې ؟

د مصر سارا

زه تر یوې اوږدې مودې د مصر په سارا کي پټه خوله او له موسمونو ناخبر پروت وم، د لمر تودښت مي د ژوند لامل سو، زما پالنه یې وکړه، زه راپورته سوم د نیل سین په څنډو کي مي تګ پیل کړو، د ورځي به مي سندري ږغولې او د شپې به مي خوبونه لیدل.

کیسۍ

اوس چي لمر  دخپلو بې شمېرو زرینو وړانګو ځلاوي په سترګو کي راته اړوي را اړوي، هم دا یې موخه ده چي زه بېرته د مصر په سارا کي بیده سم، لاکن دا څه عجیبه غوندي کیسۍ ده !

رود نیل

هغه لمر چي پخپله یې زما د وجود برخي سره راټولي کړې اوس یې بیرته سره پاشلی نسي، هم دا سوب دی چي تراوسه په ګړندیو ګامونو د رودنیل په څنډو کي روان یم، هم دا ډول به تل روان اوسم !

پیلامه

یادول هم د دیدن یوه بڼه ده، هېرول د خپلواکۍ یوه پیلامه ده !

وخت

موږ د وخت اندازه د هغه ستورو د خوځون په وسیله سره کوو، چي دخوځیدا شمېر یې ټولیدلی نه سي او دوی د وخت کچه د هغه جیبي ساعتونو په وسیله سرته رسوي، کوم چي پخپلو جېبونو کي ګرځوي:

نو ته راته ووایه خدای دي تاله هري بلا وساتي، زه اوهغوی ګډه ګزاره یوځای او یو وخت څه ډول کولی سو؟

کهکشان

دکهکشان تر دربچو لیدونکو ته د مځکي اولمر ترمنځ دامنځنۍ فضا، فضا نه ښکاري.

انسانیت

انسانیت د نور یوسیند دی چي د ازل له سیمو راوزي او د ابد په لارو کي بهیږي.

سپېڅلی ښار

د سپېڅلي ښار په لار کي دیوه بل زایر سره مخامخ سوم، ورځني ومي پوښتل:

سپېڅلي ښار ته د ورتلو لاره هم دا ده؟

هغه په ځواب کي راته وویل (په ماپسې راځه په یوه شپه اویوه ورځ کي به سپېڅلي ښارته ورسېږو) ، هم هغه ګړی ورپسې سوم څو، څوشپې او ورځي ورپسې سوم لاکن سپېڅلي ښارته ونه رسېدلو، څه مهال چي وپوهېدم هغه راباندي په دې خاطر په قهر دی، چي زه یې ګمرا کړی یم نوحیران پاته سوم.

لویه خدایه

لویه خدایه!

تردې وړاندي چي سوی زما ښکار سي ما د زمري ښکارکړې.

ژباړن: عصمت الله (زهير).

(۲) بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴

پايله:

جبران خليل جبران د نړۍ ستر شاعر، ليکوال او نځور ګر و، د ده په آثارو کې د عرفان، تصوف او رومانتيک خيالاتو يو خوندور امتزاج په څپو دی. د نوموړي په اثارو کې د شرق د پوهانو د تصوف او عرفان اغېزې ليدلی شو،که څه هم نوموړي د عمر زياته برخه په امريکا او پاريس کې تېره کړې وه.

د جبران دا پورته ادبي ټوټې چې مو ذکر کړې، د يوه ډېر عالي شعر تنده مو پرې ماتېږي، جبران په کلماتو کې ساه پو کوي او کلمات يې ټول په حرکت کې دي، د ژوندانه تجربې له لوستونکي سره شريکوي، خو کله کله د خپلې ستړې اروا ا و خپل ستړي ژوندانه څخه راسره خبرې کوي او لوستونکي له ځانه سره د خيالاتو داسې جزيرو ته وړي، چې هلته د ښاپېريو لپاره لا د قدم اېښودو اجازه نه وي.

موږ که پښتو ادبياتو ته وګورو د جبران د اثارو اغېز زموږ د ځینو شاعرانو او ليکو الو په اثارو کې ليدلی شو، د بيلګې په توګه د ارواښاد استاد الفت په اثارو کې موږ د جبران د اثارو تاثيرات کتلی شو، په ځانګړې توګه د استاد الفت نثرونه د جبران له اثارو څخه اغېزمن ښکاري.

نوموړی ليکوال لکه د ټولنپوهنې يو متخصص، ټول بشريت ته پيغام لري. په اثارو کې يې د ځينو ټولنيزو ستونزو څخه د خلاصون، درمل او نسخې هم شته. د نوموړي ليکوال د مجرم په نامه يوه لنډه کيسه ده، که ښه په غور ولوستل شي او هغو فکتورونو ته وکتل شي چې، څنګه يو عادي کس د جرم نړۍ ته پناه وړي او له يوه عادي کس نه څنګه لوی مجرم جوړېږي، هغه عوامل يې په ډېره هنرمندانه توګه د يوه ټولنپوه غوندې ذکر کړي دي.

د لبنان وياړ جبران خليل  د يوه لوی هنرمن په توګه خپل ټول ژوند د بشريت د روښانه راتلونکي لپاره قربان کړ، ټول انسانيت او بشريت ته يې له مذهبي او هر رنګه نژادي توپيرونو نه پرته سندرې وويلې!

خو افسوس، د يوويشتمې پېړۍ انسان لا هغه حد ته رسېدلی نه دی، چې  د جبران ايډيال و، او د نورو ليکوالو د دستار سړی، سوپر مېن او انسان کامل!

د جبران په اړه خبرې ډېرې خو سر يې يو:

مېړني دي چې يادېږي!

په مينه او ادب!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب