جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو

د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۰ مه) د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر نن چهارشنبې د اسد په لسمه نېټه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په تهران کې د اسماعیل هنیه پر استوګنځي برید شوی او د دې پېښې په پایله کې نوموړی او د هغه یو ساتونکی وژل شوي دي.

سپاه پاسداران په خپله خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ويلي او يوازې ویلي چې د پېښې د لامل او څرنګوالي په اړه به معلومات ورکړل شي.

ښاغلی هنیه چې د حماس غورځنګ د دوهمې ډلې د مشر په توګه یاد شوی، تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت له مشر علی خامنه يي سره په تهران کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په څنډه کې وکتل.

اسماعیل هنیه په تهران کې له وژل کېدو څه کم ۲۴ ساعته مخکې د مسعود پزشکیان د لوړې د مراسمو په درشل کې د اسلامی جمهوریت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي خامنه يي د پخوا په شان د حماس د اقداماتو ستاینه وکړه.

اسماعیل هنیه هم دې ته په اشارې چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل څخه ۳۰۰ ورځې تېرې شوې دي، وویل: د مقاومت ځواکونه باید خپله اتلولي او بریا ثابته کړي.

له بلې خوا اسماعیل هنیه دې ته اشاره وکړه چې حماس د اسراییل پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او له دې ډلې سره د اسلامي جمهوریت ملاتړ مهم دی.

1 COMMENT

  1. د ایران ددولت لپاره د شرم ځای ده سي په دومره قدرت سیهونیستي نازیان هلته ترور کوي . سبا به د ایران جمهور رئس او نور لوړپوړي هم سیهونیستي خنزیران 🐖ترور کړي. تاند ته ! خپلو ته مخکې له خپریدو پام کوۍ. مسعود پزشکیان نه (میزکیان)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب