Home+د بريکس هېوادونو همکاري: د نړیوال نظم بدلون او د افغانستان لپاره...

د بريکس هېوادونو همکاري: د نړیوال نظم بدلون او د افغانستان لپاره نوې لارې

فريده حفیظ

د بريکس (BRICS) هېوادونو همکاري په ۲۰۰۶ کال کې په رسمي ډول پیل شوه، چې موخه یې د نړیوال اقتصادي او سیاسي نظم د اصلاح لپاره د یوې نوې همغږۍ رامنځته کول و. دا ګروپ، چې په پیل کې “BRIC” په نوم یادېده، د برازیل، روسیې، هند، او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ناستې په ترڅ کې بنسټ کېښود. د دې هڅې هدف په اقتصادي او سیاسي برخو کې د نړیوال نظم لپاره ګډې کړنلارې جوړول او د نړیوالو پراختیایي ستونزو د حل لپاره هڅه کول وو.

په ۲۰۱۰ کال کې سویلې افریقا دې ګروپ ته ورګډ شو، چې له دې وروسته یې نوم د بريکس BRICS په نوم بدل شو. د دې هېواد ګډون د دې لپاره و چې د افریقا لويه‌ وچي هېوادونه هم د نړیوال اقتصادي او سیاسي همغږۍ برخه وګرځي او د پرمختیايي هېوادونو د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ونډه واخلي.

د بريکس مفکوره په ۲۰۰۱ کال کې د جیم او نیل په یوه اقتصادي راپور کې وړاندې شوه، چې په کې د برازیل، روسیې، هند، او چین د هېوادونو د ګډ کار وړاندیز شوی و. د دې وړاندیز موخه دا وه چې د دغو هېوادونو د اقتصادي ځواک او نړیوالې سوداګرۍ په اهمیت کې د هغوی ونډه په نظر کې ونیول شي. په همدې ترتیب، بريکس هڅه وکړه چې د لویدیځ پر وړاندې یو بدیل اقتصادي او سیاسي چوکاټ وړاندې کړي.
د بريکس هېوادونو موخې او ستراتیژۍ په عمومي ډول د نړۍ په اقتصاد او سياست کې څرخيږي، او موخه یې د اقتصادي پرمختګ او نړیوال سیاست رغول دي.

د بريکس هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره یو شمېر مشخصې کړنلارې غوره کړې دي:
د نړیوالو مالي بنسټونو له لارې مالي ملاتړ: د بريکس هېوادونو د پراختیا لپاره “د بريکس بانک” رامنځته شو، چې د نړیوالو پراختیایي پروژو د تمویل لپاره ځانګړی شوی دی. دا بانک د افغانستان لپاره د پراختیایي پروژو لپاره پانګونه برابروي، لکه د زیربناوو جوړول او د طبیعي سرچینو د استخراج له لارې اقتصادي پرمختګ.

د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا: د دې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه هڅه روانه ده. چین، هند، او برازیل د نړۍ په لویو اقتصادونو کې شامل دي، چې د بريکس د سوداګرۍ په پراختیا کې کلیدي رول لري. افغانستان د دې هیوادونو سره د پانګونې په برخه کې زیاتې فرصتونه لري، خصوصاً په معادن او زیربناوو کې.

د نړیوال سیاست په بیارغونه کې د بريکس رول:

بريکس د نړیوال سیاست په بیارغونه کې د مهم رول لوبولو هڅه کوي. د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، او نورو نړیوالو بنسټونو په چوکاټ کې د پرمختیايي هېوادونو د حقوقو او ګټو دفاع د دې ډلې له لومړیتوبونو څخه ده. افغانستان کولی شي د بريکس په چوکاټ کې د نړیوالو بنسټونو د پریکړو په اړه خپل موقف لوړ کړي.

د بريکس هېوادونه هڅه کوي چې د نړیوالو مسلو لکه اقلیمي بدلون، امنیت، او بشري حقونو په اړه ګډ دریځ ولري او د پرمختیايي هېوادونو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. افغانستان چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ سره مخ دی، د بريکس په چوکاټ کې د امنیتي همکارۍ له لارې کولی شي د خپل امنیت لپاره غوره فرصتونه ولري.

بريکس او افغانستان:

په تېرو شلو کلونو کې د بريکس هېوادونو او افغانستان ترمنځ اړیکې په بیلابیلو برخو کې ترسره شوې دي، چې له اقتصادي، امنیتي او پراختیایي ګټو سره تړاو لري:

هند: هند د افغانستان یو نږدې ملګری هېواد و، چې د سلما بند، ملي شورا ودانۍ، او نورو زیربنایي پروژو په جوړولو کې یې فعاله برخه اخیستې ده. هند په افغانستان کې د زیربنایي پروژو د تمویل او پرمختیا لپاره د بریکس همکارۍ ښې مثالونه وړاندې کوي.

چین: چین د افغانستان د طبیعي سرچینو په ځانګړې توګه د مس عینک کان او د لیتیم کانونو د استخراج لپاره سترې پانګونې کړي دي. د بريکس د چین، چې یو له مهمو غړو څخه دی، له لارې افغانستان ته د لا زیاتو اقتصادي فرصتونو پرانیزل کیږي.

روسیه: روسیې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې د منځنۍ آسیا د ثبات د خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي. روسیه د بريکس په امنیتي اړیکو کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم رول لوبوي.

برازیل او سویلې افریقا: که څه هم دې هېوادونو په افغانستان کې مستقیمې مرستې نه دي کړي، خو د ملګرو ملتونو له لارې یې د بشري مرستو په برخو کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته د بريکس هېوادونو اړیکې محدودې شوې دي. که څه هم چین، روسیه، او هند د افغانستان له حکومت سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکارۍ غوښتونکي دي، خو د طالبانو د رسمیت پېژندنې نشتون د دې اړیکو د پراختیا مخه نیولې ده. دا اړینه ده چې د بريکس هېوادونه د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره د خپلو اړیکو پراختیا ته ځانګړې توجه وکړي.

زما په اند، افغانستان کولی شي د بریکس د امکاناتو څخه د یو ځواکمن اقتصادي شریک په توګه ګټه پورته کړي. د بریکس هېوادونه، په ځانګړي توګه چین، هند، او روسیه، د افغانستان د طبیعي سرچینو د استخراج، زیربناوو د جوړولو، او سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو په پراختیا کې مهم رول لوبوي. د بریکس بانک له لارې تمویلېدونکې پروژې به افغانستان ته د اقتصادي ثبات او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. سربېره پر دې، د بریکس هېوادونو امنیتي هڅې او د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري د افغانستان لپاره د اوږدمهاله سولې او امنیت په ټینګښت کې ګټورې دي.

افغانستان چې له ترهګرۍ او امنیتي چیلنجونو سره مخ دی، کولی شي د بریکس د امنیتي همکارۍ له لارې په سیمه کې د ثبات راوستلو لپاره هڅې وکړي. د بریکس له لارې د ترهګرۍ ضد هڅې د افغانستان لپاره د یو امن او باثباته راتلونکي د جوړولو لپاره اهمیت لري.

د بریکس هېوادونه د نړیوال نظم په بیارغونه کې یو مهم رول لوبوي، خو د همکارۍ د دوام لپاره د کورنیو اختلافاتو د حل، ګډو موخو د ټاکلو، او د نړیوالو سیاسي فشارونو په وړاندې د ګډ دریځ ساتلو اړتیا ده. د افغانستان په څېر هېوادونو سره د دوی اړیکې هم د دې په ښودنه کوي چې نړیوال سیاست او اقتصادي پرمختګ څومره په سیمه‌ییزو امنیتي او سیاسي حالاتو پورې تړلي دي. افغانستان باید د بریکس سره خپلې اړیکې په داسې ډول وساتي چې د دې هېواد اقتصادي راتلونکې ته ګټه ورسوي او په سیمه کې د یو کلک شریک په توګه وځلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...