سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeمقالېد افغانستان ملي سرود ته تاریخي او انتقادي کتنه

د افغانستان ملي سرود ته تاریخي او انتقادي کتنه

       انجنیر داؤد اڅک

که څه هم چي اسلامي امارت د قوشتپې او ټاپي په شان غټي او وړې پروژې پیل کړي دي، چي ځیني یې تکمیل سوي او ځیني یې د اکمال په حال کي دي؛ خو بیا هم اکثره افغانان پر ډیرو شیانو له طالبانو څخه مرور دي. چې ملي سرود، ملي بیرغ، فردي ازادي، معارف ته عدم توجه، د نجونو د مکتبو او پوهنتونو تړل هغه څه دي چی طالبانو له منځه وړي دي او افغانان یې بیرته احیا غواړي. بې له شکه چي اسلامی امارت په انساني، اسلامي، افغاني او ملي اصولو مکلف دۍ چي د اسلامي قوانینو مطابق هم معارف ته جدي توجه وکړي او سهولتونه ایجاد کړي، هم نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي او هم د ملي سرود په شان ټول ملي ارزښتونه بیرته احيا کړي. که نه، د تاریخ توري کندې ته به ولوېږي. د دې لیکنې اصلي موضوع طالبان نه بلکې د ملي سرود تاریخچه او ملي والی دی چې ملي سرود په افغانستان کې څومره مخینه لري او بېل ملي سرودونه څومره ملي ول؟

نو راځئ چی په نوبت سره بانډار پر وکړو.

اولتاریخي کتنه

زما د خپلې متعلیمۍ په وخت کي یادیږي چی کله کله به په ځانګړو مراسمو کي په ښوونځیو یا نورو رسمي محافلو کي د نجونو یا هلکانو او کله هم د نجونو او هلکانو په ګډو اوازو کي د ملي ترانې په نامه څه ویل کېدل، دا چي څه ویل کېدل دا مي نه دي په یاد. امکان ډېر سته چي د مرحوم ظاهر شاه د وخت ترانه به ویل کېده چي د اوسني ملي سرود مفهوم یې درلود. خیر اوس به راسو اصلي موضوع ته چی لومړۍ ملی ترانه څه وخت وویل سوه. زما د پلټنې پر بنسټ بیلي ملي ترانې یا سرودونه په بیلو وختو کي په لاندی ډول ویل سوي دي:

الف – لومړۍ ملي ترانه په ۱۹۲۶ میلادي کال کي د غازی امان الله خان په وخت کی جوړه سوه چي د موسیقي یوه قطعه وه او شعر یې نه درلود. دغه ترانه اماني ترانه هم یادېده او اهنګ جوړوونکی یې رجب بیګ وو.

ب – وروسته په ۱۹۳۳ میلادي کال د محمد نادرخان په وخت کي لنډه عسکري مارش جوړ سو چي د ملي ترانې په عوض په سلطنتي مراسمو کي تېرېدۍ.

ت – کله چي  محمد ظاهر شاه پاچا سو نو وروسته په ۱۳۴۳ هش کال کي لومړۍ ترانه په فارسي ژبه د (سلام شاهي) په نامه جوړه سوه.

ټ – د شهید داؤد خان د جمهوریت په وخت کي نوې ترانه یا ملي سرود جوړ سو.

ث – د خلق دیموکراتیک ګوند ملي سرود بلکل د نورو ملی ترانو سره متفاوت وو.

ج – کله چی مجاهدین په ۱۹۹۲ میلادي کي واک ته ورسېدل نو ملی سرود دوهم ځل په فارسي ژبه ولیکل او وویل سو.

چ – وروستی د جمهوریت ملي سرود وو چی په ۲۰۰۶ میلادي کي تصویب سو.

دوهم –  انتقادي کتنه

انتفادي کتنه په دې معنا چي لومړی به نوموړي ملي ترانې یا سرودونه په ډېر احترام سره د نقد په طلایي ترازو کي کښېږدو او بیا به یې په پوره بې طرفي او صداقت سره د نداف په شان وشنو. څو معلومه سي چی نوموړي سرودونه رښتیا ملي ول، یا څومره ملي ول؟

 ځکه چی ملی سرود باید په یوه هیواد کي د ټولو قومونو، قشرونو او طبقو نمایندګي وکړي او د دوۍ د حقونو په دفاع کي ملي وحدت تمثیل کړي. که داسي نه وي یا ئې ملي جوهر کم وي معلومداره چي ملي سرود به نه وي یا به نیمچه ملي سرود وي. نو راځۍ چي د دې حساسي او مهمي موضوع د عیني او منصفانه سپړني، عادلانه او صمیمانه قضاوت لپاره تر هر څه مخکي پر ملي کلمه باندي مکث وکړو.

ملي کلمه یا مفهوم صفت دۍ چي د ملت څخه اخیستل سویدۍ، او د صفت دنده دا ده چي نسبت یو ځای یا شي ته رسوي. یعني موږ چي ملي کلمه کاروو باید یوه شي یا نوم ته مخاطب سو څو چي نوموړی صفت هغه ته اړوند کړو. نو کله چي یوه پدیده یا مفهوم د ملي صفت واخلي هغه پدیده یا مفهوم د فردي غالب څخه وځي، د خصوصي ملکیت څخه هم ازادي اخلي او په ملت یا د هغې ټولني په ټولو خلګو پوري اړه پیدا کوي. لکه ملي ګټي، ملی ارزښتونه او ملي افتخارات. معنا دا چي ملي مفهوم، ارزښت یا پدیده د یوې ټولني په ټولو قومونو، قشرونو او طبقو پوري اړه لري بې له دې چي ښکارهنګ (کلتور)، مذهب، سمت، قوم یا ژبه په نظر کي ونیول سي.

دا دۍ اوس به په نوبت سره نوموړي ترانې یا سرودونه ولولو او بیا به ئې د زرګر په شان د عدالت پر سندان کښېږدو او څو ظریف انتقادي چکوشه به ئې ووهو څو چي ملي او طلایي جوهر ئې برملا سي.

– لومړۍ ملي ترانه د شعر سره د محمد ظاهر شاه په وخت کی جوړه سوه چي د پاچا په وصف کي ویل کېدل. د ترانې شاعر محمد مختار او اهنګ جوړونکی ئې محمد فرخ وو چي په لاندي ډول وه.

ای شاه غیور و مهربان ما – هستیم از جان مطیع شما

ما فرزندان توییم – ما فدا کار توییم

ای شاه ما – ای شاه ما

ای شاه ملت خواه ما

پورته ترانه ځکه ملی محتوا نلري چي د شاه یعني شخص په وصف کی ویل سوېده نه د ملت او ملي وحدت. خو په اخیره مصرع کي د ملي رنګ یو څاڅکی پر سویدۍ. هغه دا چي ظاهر شاه ملت خوا پاچا بلل سویدۍ. یعني یو ملي ټکی ئې پر ایښی دۍ.

– دوهم ملي سرود د شهید داؤد خان په وخت کي جوړ او وویل سو. عبدالرؤف بېنوا ئې شاعر او عبدالغفور برېښنا ئې اهنګ جوړونکی وو چي په لاندي ډول دۍ.

څو چي دا مځکه اسمان وي – څو چی دا جهان ودان وي

 څو چي ژوند په دې جهان وي – څو چي پاته یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي – تل دي وي افغان ملت

تل دي وي جمهوریت – تل دي وي ملی وحدت

تل دي وي افغان ملت جمهوریت – تل دي وي افغان ملت جمهوریت

                    ملي وحدت ملي وحدت

پورته ملي سرود له ورایه معلومیږي چي د ناوکۍ په شان په ملي شال کي پېچلی او په ملي مفاهمو (افغان، ملت، افغان ملت، ملي وحدت، جمهوریت) باندي مالامال دۍ. محتوا ئې ملي ده او د ملي وحدت لپاره لیکل سوی او ویل سویدۍ. یعني ملي سرود دۍ.

– دریم ملي سرود وروسته له هغه جوړ سو چي د خلق دیموکراتیک ګوند په ۱۳۵۷هش کال سیاسي واک ته ورسېد. شاعر ئې سلیمان لایق او اهنګ جوړونکی ئې جلیل ځلاند وو چي په لاندي ډول دۍ.

       ګرم شه لا ګرم شه  ته یې مقدس لمره – ئې د ازادۍ لمره ئې د نېکمرغۍ لمره

       موږ په توپانونو کي پرې کړه د بري لاره – هم د تورو شپو لاره هم د رڼایي لاره

                       سره د سربازۍ لاره – پاکه د ورورۍ لاره

          دا انفلابي وطن اوس د کارګرانو دۍ – دغه د زمرو میراث اوس د بزګرانو دۍ

                           تیر سو د ستم دور وار د مزدورانو دۍ

 موږ په نړۍ والو کي سوله او وروري غواړو – موږه زیار ایستونکو ته پراخه ازادي غواړو

                             موږ ورته ډوډۍ غواړو، کور غواړو، کالي غواړو

 په دې سرود کي ملی جوهر یا ملي رنګ نه لېدل کیږي. یعني دغه سرود ملي نه بلکه یو سیاسي، ګوندي او طبقاتي سرود دۍ چي ټوله محتوا ئې انقلابي ده. مخکي حاکمیت ئې ستمګر بللی دۍ او طبقاتي تضاد له ورایه پکي ښکاري. معنا دا چي د یوې طبقې په وصف کي ویل سوی دۍ نه د ټول ملت. افغانستان او ټول نعمتونه د یوې طبقې لپاره غواړي چی زحمتکښه طبقه ده. بډایه طبقه او متحدین ئې له میدانه ایستلي دي. په دې صورت کي طبعي ده چي ټول ملت په غیږ کي نه نیسي. بل دا چي هیڅ یوه ملي کلمه یا ملي مفهوم هم نه لیدل کیږي بلکه د چپي ایدیالوژۍ پر بنسټ انترناسیونالیزم ته اشاره سوېده چي په نړۍ والو کي وروري غواړي.

– څلورم ملي سرود د مجاهدینو ملی سرود وو چي دوهم ځل په فارسي ژبه ولیکل او ولوستل سو. شاعر ئې فاراني او اهنګ جوړوونکی ئې خلیل شفته وو چی په لاندي ډول دۍ.

قلعه اسلام قلب اسیا جاودان، ازاد خاک اریا – زادګاه قهرمانان بزرګ سنګر رزمنده مردان خدا

        الله اکبر الله اکبر الله اکبر

تیغ ایمانش به میدان جهاد بند استبداد را از هم ګسس – ملت ازاده افغانستان در جهان زنجیر محکومان شکست

       الله اکبر الله اکبر الله اکبر

هر خط قرآن نظام ما بود پرچم ایمان به بام بود – هم صدا و همنوا و همزبان وحدت ملی مرام ما بود

         الله اکبر الله اکبر الله اکبر

شاد زی ازاد زی اباد زی ای وطن در نور قانون خدا – مشعل ازادګی را بر فراز مردم برګشته را شو رهنما

         الله اکبر الله اکبر الله اکبر

په دغه سرود کي هم لیدل کیږي چي تر ملي رنګ ئې دیني او حماسي رنګ ډېر دۍ او د چپ ملي سرود په شان ئې خپل مخکنئ حاکمیت ظالم او جابر بللی دۍ. ځکه د ازادۍ کلمه څو ځله تکرار سوېده. خو په عین حال کي ئې لږ ملي رنګ هم پر پاشلی دۍ. افغان ولس ئې ملت بللی دۍ او برجسته کړې ئې ده چي زموږ مرام ملي وحدت دۍ.

وروستی او د جمهوریت ملي سرود چی عبدالباري جهاني ئې شاعر او ببرک ویسا ئې اهنګ ساز دۍ په لاندي ډول دۍ.

دا وطن افغانسان دۍ – دا عزت د هر افغان دۍ

کور د سولي کور د توري – هر بچئ ئې قهرمان دۍ

دا وطن د ټولو کور دۍ – د بلوڅو د ازبکو

د پښتون او هزاره وو – د ترکمنو د تاجکو

ورسره عرب ګجر دي – پامیریان نورستانیان

براهوي دي قزلباش دي – هم ایماق هم پشه یان

دا هیواد به تل ځلیږي – لکه لمر پر شنه اسمان

په سینه کي د اسیا به – لکه زړه وي جاودان

نوم د حق مو دۍ رهبر وایو – الله اکبر وایو الله اکبر

تاسو وینۍ چي دغه سرود هم ملي رنګ نه لري خو برعکس قومي او دیني رنګ ئې ډېر ګاټه دۍ. د مجاهدینو د ملي سرود کلمې پکښي تکرار سوی دي او د ملي، ملت او ملي وحدت په شان مفاهیم او کلمې نه لري. اما برعکس د څو محدودو قومونو یاد په داسي حال کي سوی دۍ چي د ځینو څېړنو پر بنسټ په افغانستان کي ۲۳ قومه خو د ځینو ځېړنو پر بنسټ کابو۵۲ قومه ژوند کوي. نو دا به بې انصافي او غیر ملي وي چی د هیواد په ملي سند کي یو معین تعداد قومونه یاد سي او نور شریف قومونه پاته وي. بله مهمه خبره دا چي د قومونو یادول په خپل ذات کي ملي مفهوم یا ملی یووالی نفي کوي، او بدبختانه چي په عمل کي همداسي کېدل. موږ او تاسو ولیدل پر ځای د دې چي تر طالبانو وروسته په کال ۲۰۰۱ میلادي کي د ښایسته سالارۍ پر اصل یو ملي او مترقي حکومت جوړ سي متآسفانه چي نوي استعمار د جمهوریت په نامه قومي حکومت جوړ او پر رنځېدلو او جنګ ځپلو افغانانو ئې تحمیل کړ.

نوټ: د ملي سرود دایرةالمعارف لیکي چي د جمهوریت په ملي سرود کي د ځینو قومونو یادول د اساسي قانون حکم وو چی په ۲۰۰۶ میلادي کال کي لویي جرګې تصویب کړ.

درنښت

1 COMMENT

  1. په زړه پورې لیکنه ده . رښتیا هم په ملي سرود کې د قومونو یاددول یو بې ارزښته کار دی . مونږ باید یو واحد افغان ملت شو. نه مختلفې ډلې او قومي ګروپونه .
    ملي سرود باید افغانان ملي یوالي ، ترقي ، د علم او پوهې لاسته راوړلو ، د اسلام مقدس دین او د نیکونو د شاهکارنو او تاریخي ویاړونو یادول او رابلل وي ، چې زمونږ ځوانان او راتلونکي نسلونه په ملي روحیه او د ملي ګټو په رڼا کې وروزي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب