یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهله ایران څخه په ۳ میاشتو کې د ۱۰۰ افغانانو مړي نیمروز...

له ایران څخه په ۳ میاشتو کې د ۱۰۰ افغانانو مړي نیمروز ته راوړل شوي

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د راپورونو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې له ایران څخه لږ تر لږه د ۱۰۰ افغان کډوالو مړي د نیمروز ولایت ته راوړل شوي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د کمیسیون سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۷مه نېټه، تایید کړه چې په درو میاشتو کې لږ تر لږه د ۱۰۰ کډوالو مړي له ایران څخه دې ولایت ته انتقال شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان یا د ایراني پوله‌ساتو له خوا په ډزو ویشتل شوي، او یا د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي. سرچینې ادعا کوي چې اکثره د ایراني پوله‌ساتو په ډزو وژل شوي دي.

 نیمروز لپاره د طالبانو د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کله- کله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

تېره میاشت کې راپورونه ورکړل شوي وو چې له ۴۰۰ څخه زیات افغان مهاجر د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت، په سراوان سیمه کې د پولې د تېرېدو پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

همداراز، نژدې یوه اوونۍ وړاندې، د بغلان ولایت دوه اوسیدونکي هغه مهال ووژل شول چې ایران ته یې د ناقانونه تګ هڅه کوله.

د ایراني پوله‌ساتو له خوا پر هغو افغانانو ډزې، چې له افغانستان څخه د ښه ژوند لپاره د وتلو هڅه کوي، زیاتېدونکي خطرونه په ډاګه کوي چې دا کسان ورسره مخامخ دي.

دې زړه بوږنوونکې لړۍ د افغان وګړو او بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپورته کړي دي.

خو په افغانستان کې د یوه مشروع او په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي حکومت نه شتون د دې سبب کېږي چې ایران د افغان کډوالو پروا ونه کړي. د طالبانو له لوري پر خپلو هیوادوالو د افراطي مقرراتو تحمیل هم مرسته کړې چې نړیواله ټولنه پر ایران او نورو هیوادونو له کډوالو سره د غیرانساني چلند په خاطر نیوکه ونه کړي.

وړمه ورځ یوه ایراني چارواکي وویل چې په راتلونکو څه کم څلورو میاشتو کې دوه نیم میلیونه افغانان له خپلې خاورې باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب