سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+په سرطان د اخته کس د تسلي لپاره ۵ ټکي په پام...

په سرطان د اخته کس د تسلي لپاره ۵ ټکي په پام کې ولرئ

تاند- ‍که ستاسو غوره ملګری درته ووایي چې د سرطان ناروغي لري، څه کوئ؟ د دې پوښتنې ځواب اسانه نه دی.

هر کال په نړۍ کې سلګونه زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي. که څه هم د سرطان عام شکلونه په طبي لحاظ ورته والی لري، خو د ناروغانو شخصي کیسې او جزییات ډېر توپیر لرلای شي.

په داسې حال کې چې یو څوک له ناروغۍ او د هغې له پایلو سره مبارزه کوي، هغه په عین وخت کې باید خپلې ټولنیزې اړیکې هم سمبال کړي. په دې شرایطو کې د ناروغ دوستان او خپلوان کولای شي د ځینو ساده خو اغېزناکو لارو چارو په رعایت سره د هغه د درملنې پر مهال ارامښت ورته رامنځته کړي.

لاندې پنځه لارې چارې دي:

۱- اړیکې ورسره نیسئ، خو د ځواب تمه مه لرئ

یو ساده پیغام، ایمېل یا غږیزه پېغام چې ځواب ته اړتیا ونه لري، د اړیکې ساتلو غوره لاره ده. داسې څه ولیکئ لکه:
“ځواب ته اړتیا نشته، یوازې غواړم پوه شې چې زه هر وخت دلته یم که دې ما ته اړتیا وه.” یا “راباندې ګران، یوازې همدا ویل مې غوښتل.”

که هغه ځواب در نه کړ یا وروسته له څو ورځو، اوونیو یا میاشتو ځواب درغی، مه خپه کېږئ.

کله چې سرطان لومړی تشخیص شي او ناروغ درملنې ته داخل شي، هغه ته مهمه ده چې خلک ورته اهمیت ورکوي. خو د هر پیغام یا لیک ځواب ورکول، په داسې حال کې چې دی د درملنې له ستونزو سره مخامخ دی، یا د درملنې په غم کې وي، سخت وي او فشار زیاتوي.

۲-  د خوړو غم یې وخورئ

که د ډالۍ ورکولو فکر لرئ، د کمپلو او شمعو پر ځای ښه خواړه وروړئ. (دا برخه تر ډیره د لویدیځو هیوادونو د خلکو لپاره ده چې انفرادي ژوند لري)

ښه تغذیه د درملنې مهمه برخه ده، خو د درملنې پر مهال پخلی کول دومره ستونزمن کار کېدای شي چې ناروغ ورته انرژي ونه لري. د بیوکیمي درملنې په جریان کې، د ناروغ د بوی حس هم ډېر حساس کېږي، او قوي بویونه لکه د پیاز یا هوږې پرې کول، د کانګې لامل کېدای شي.

۳- لږه خواخوږي ښکاره کړئ

که څه هم خواخوږي ښودل ښه دي، خو زیاتوالی یې عکس‌العمل لرلای شي. یو ناروغ وايي:
“کله چې خلک له ما سره داسې چلند نه کوي لکه زه چې مړ کېږم، ډېر ډاډمن کېږم. ښه ده چې وخاندو، عادي خبرې وکړو او د سرطان په اړه هېڅ فکر ونه کړو.”

۴- د وېروونکو کیسو له بیانولو څخه ډډه وکړئ

که تاسو څوک پېژنئ چې ورته ډول سرطان یې درلود، یوازې مثبتې تجربې شریکې کړئ. وېروونکې کیسې او د درملنې د ستونزو ذکر کول ناروغ ته زیان رسوي.

۵- ناروغ له ورته تجربو له لرونکو کسانو سره ونښلوئ

که تاسو څوک پېژنئ چې د سرطان تجربه لري او غواړي خپله کیسه له نوي ناروغ سره شریکه کړي، د دوی اړیکه تنظیم کړئ. دا د ناروغ لپاره ډاډمنه او ګټوره تجربه کېدای شي.

وروستی سپارښتنه

له ناروغ ډېرې پوښتنې مه کوئ. هغوی ته وخت ورکړئ چې خپله د خبرو کولو لپاره چمتو شي.
په مجموع کې، زموږ دنده دا ده چې ناروغ په هر جسمي او ذهني حالت کې چې دی، ومنو او ملاتړ یې وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب