جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد جنوبي قطب هوا تر هغه څه چې ګومان کېده، دوه برابره...

د جنوبي قطب هوا تر هغه څه چې ګومان کېده، دوه برابره چټکه تودیږي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۷ مه) څېړونکي وايي، تازه څېړنې یې ښيي چې د جنوبي قطب هوا تر هغه څه چې تراوسه ګومان کېده، په چټکه تودیږي.

د دوی د څېړنو په پایلو کې، چې د نېچر ساینسي مجلې په تازه ګڼه کې خپرې شوي، ویل شوي چې په ډېر احتمال د جنوبي قطب د هوا د تودېدو سرعت د مځکې د نورو برخو دوه برابره دی او دا چاره به د سمندرونو د اوبو سطحه لوړه کړي چې ناوړه اغېزې لري.

ساینسپوهانو په دې څېړنه کې په جنوبي قطب کې د کنګلونو د قشرونو یا پوښونو د ۷۸ مهمو سرچینو د تجزیې او تحلیل په وسیله د دې سیمې د تودوښې متوسطه درجه تر زرو کلونو پحوا پورې اټکل کړې او دې نتیجې ته رسیدلي چې په وروستیو کلونو کې د جنوبي قطب د تودیدو اندازه او سرعت تر دې ورتېره خبره ده چې هغه دې د سیمې د هوا د تودوښې طبیعي تغییر وګڼل شي.

د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې، کوپرنیک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سږ کال د اګست میاشت د همدې کال له جون میاشتې وروسته په تاریخ کې دوهمه تر ټولو توده میاشت وه.

له بلې خوا د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۲۲ کال دوبی د مځکې په شمالي نیم کُره کې د ثبت شویو دوبو په منځ تر ټولو تود او د سږ کال اګست میاشت تر ټولو ثبت شویو اګست میاشتو توده میاشت وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب