دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد تورخم لار نن په درېیمه ورځ هم بنده ده

د تورخم لار نن په درېیمه ورځ هم بنده ده

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۷مه) د تورخم لار نن په درېیمه ورځ هم بنده ده او هیڅ راز موټرو او مسافرو ته په دې لار د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دا لار د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۶) هغه مهال د پاکستان له لوري بنده کړل شوه چې د پاکستان او افغانستان پوله ساتو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

د دواړو خواوو سوداګر غوښتنه کوي چې لاره دې ژر تر ژره پرانیستل شي ځکه چې هر څومره چې دا لاره زیاته بنده پاتې شي، په هماغه اندازه د دوی مالي تاوان زیاتیږي.

د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ په تحارتي مالونو بار ولاړې دي.

په تورخم کې ځايي چارواکي وايي چې د لارې د خلاصون په اړه د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي.

یوې طالب سرچینې، د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې خبرې روانې دي چې د چهارشنبې په ورځ نښته ولې وشوه او باید څه وشي چې بیا دا ډول پېښې تکرار نه شي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو په دې اړه د بیلابیلو رسنیو پوښتنو ته له ځواب ویلو دډه کړې ده.

د طالبانو حکومت رسماً تایید کړې چې د چهارشنبې د ورځې په نښته کې د دوی یو سرتیری وژل شوی او دوه ټپیان دي.

د نښتې علت سم څرګند نه دی خو ویل کېږي چې طالبانو یوه پخوانۍ پوسته بېرته جوړوله چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

پاکستان د خپل یوه سرتیري ټپي کېدا تاییدوي خو پاکستان عموماً د خپلو امنیتي کسانو مرګ ژوبلې پټوي.

روانه اوونۍ په چترال کې د ټي ټي پي وسله والو د پاکستان د پوځ دوې مهمې پوستې ونیولې او درنه مرګ ژوبله یې ورواړوله، پاکستان د پېښې په لومړۍ ورځ څه ونه ویل خو وروسته له دې چې د دې برید ویدیوګانې خپرې شوې، ادعا یې وکړه چې ۴ سرتیري یې وژل شوي او په ځوابي برید کې ۱۲ طالبان وژل شوي خو نن پاکستاني رسنیو بې له دې چې د چترال د برید د تلفاتو حقیقي شمېر اعلان کړي، دا برید یو ستر ناورین وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب