شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان بیا ادعا وکړه: ترهګر له افغانستانه پر پاکستان د حملو لپاره...

پاکستان بیا ادعا وکړه: ترهګر له افغانستانه پر پاکستان د حملو لپاره پرمختللې وسلې کاروي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۷مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې پر پاکستان د بریدونو لپاره په افغانستان کې د ترهګرو له لوري له پرمختللیو وسلو کار اخیستل کېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا بلوچ نن په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل:«دا مدرنې وسلې په افغانستان کې د تروریستانو لاس ته لوېدلې او هغوی له دې وسلو د پاکستان او د امنیتي ځواکونو خلاف د حملو لپاره کار اخلي.»

دې زیاته کړه، پکار ده چې نړیوال دې وضعیت ته پام واړوي او دوی له مهمو قدرتونو غواړي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په وروستیو ورځو کې څویم ځل دی چې پاکستاني چارواکي په خپله خاوره کې د نه کنټرولېدونکې ناامنۍ پړه پر افغانستان اچوي.

تر دې مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي و چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وسله د ترهګرو لاس ته ورغلې ده.

خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویندوی جان کربي دا خبره رد کړه، ویې ویل چې امریکایانو په افغانستان کې ترهګرو ته کومه وسله نه ده پرې ایښې خو ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو خپلې وسلې هغه مهال پرېښودې چې طالبانو د افغانستان ټوله خاوره نیوله.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې هیواد یې د تروریزم ځپلو ته ژمن دی.

هغې دا هم وویل چې پاکستان او د امریکا متحدو ایالتونو د امنیت او تروریستي ضد چارو په شمول په ګڼو برخو کې خبرې کړي دي.

زهرا بلوچ ټینګار وکړ چې پاکستان له امریکا او په سیمه او له سیمې دباندې له خپلو نورو شریکانو سره د پاکستان د امنیت په اړه په تماس کې دی.

دې په عین حال کې هیله وښوده، ویې ویل «زموږ دوستان او شریکان به په سیمه کې زموږ د ختیځ ګاونډي د سخت او تهاجمي وضعیت له کبله د پاکستان امنیتي مجبوریتونه درک کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تورخم لارې د بندولو په اړه وویل چې دا لاره د امنیتي اندېښنو په خاطر تړل شوې ده.

دې په عین حال کې وویل چې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره په دې اړه خبرې روانې دي.

6 COMMENTS

  1. اول خو تاسو د انګلیس غلامانو همدا تروستان تربیه کړل او افغانستان مو د تباهی کندی ته ګوزار کړ او تاسو په خپله دا ناخلف روځلی دی او اوس ورته ټنګ شی دا بی ځایه او پوچی خبری چی دافغانستان له خاوری بریدونه کښی له سره وباسی. نو دنیا ستاسو په دروغو پوهه شوی ده یو وخت افغانستان تاسو ته لنګه غوا وه چی له دالو پلو ته واوښتی نور هغه خوبونه له سره وباسی او میلیون مسلمانان چی ستاسو انګریزی فتوا ګانو په سبب شهیدان شوی ځواب ووایې

  2. کوی شک. د مور شیدې دې شي چې دا کار کوي. دا پنځوس کاله اول مجاهدین او بیا طالبان تاسو همایه کول، تربیه کول او هم یې ستاسو له خاورې په افغانستان کې حملې کولې. هر عمل عکس العمل لري تا ځان د ګټې لپاره پدې جګړه کې ورګډ کړی ؤ نو اوس ځان ټینګ کړه. دا د هر افغان فریضه ده چې د پاکستان نه دا د پنځوس کاله بربادۍ بدل واخلي او هر څوک چې په پاکستان کې ورانی کوي یا یې نابودوي د هغه ملاتړ وکړي.

  3. پارسی کی وایی: چاه کن خودش در چاه است. پدی معنی هغه څوک چی چاته څا کندی هغه خپله به پکی لویږی. اوس انشاءالله چی هر څه سرچه روان دی او د افغانانو په ګټه. اوس به مونږه سیل کو چی هر ورځ پاکستان کی څه تیریږی. الله مو ټول تباه کړه ـ په والله چی دا د مکاتبو مشکل چی د پنجاب پلوه ملایانو پیښ کړی حل شی هغه وخت به افغانستان د نورو هیوادو نه په رسمیت وپیژندل شی هغه وخت بیا تر اټکه د یوی ورځی کار دی په خپله به د لوی افغانستان نقشه نړی ته ښکاره شی ـ

  4. پنجاب دا فکر کوي چې بیا به امریکا راشي له دوستم او نورو جنګي ډلو سره سیاسی او مالی مرستو ته را ودانګي او پنجاب دا خراب اقتصاد بیا ورغوی دا محال ده او جنون ده ځکه امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ نور خپل اولادونه په افغانستان کې نه وژنو، همدا تاسو ویل او د کابل هغو لنډغرو چې پنجاب په الوتکه پاکستان او بیا ترکیی ته لاړل د اشرف غنی په وخت کې ویل چې امریکا دي له افغانستان لاړه شي زموږ داخلی موضوع پخپله حل کوو، پاکستان به ویل چې دا غوره خبره ده چې امریکا نور له افغانستان بهر شي
    نو چې یوځل ووته بیا راتګ لپاره ولی لابی کوي ځکه لنډغر او پنجاب دلته باثباته افغانستان نغواړی ځکه همدا لنډغر د داودخان په وخت کې پاکستان ته تللی وو او پنجاب د انګریز په اشاره د دوی ساتنه کوله او امریکا ، فرانسی مالی او نظامی مرستی ورسره کولی
    مګر اوس هرڅه سرچپه شوي ځکه هغه وخت کې د اکراین موضوع نه وو ټول غربی او شرقی او اورپایی او عربی هیوادونه لومړی انتخاب افغانستان وو مګر اوس غرب او اروپا په اکراین کې مصروف شوي چین له هند امریکا برتانیه او فرانسه او جاپان او کوریا جنوبی په تایوان غږیږی همدارنګه کوریایی جنوبی، جاپان، امریکا او نور غربی هیوادونه د شمالی کوریا په اړه فکر کوی ځکه اوس دنیا له یو قطبی وځی او څو قطبی کیږي
    ایران له عربستان سره او همدارنګه سعودی له قطر فلسطین سره ، همدارنګه امریکا کوښښ کوي عربستان له اسرایلو سره په اړیکو کې ښه والی پیدا کړی مګر سعودی اوس د روسیی او چین طرف ته ۱۸۰ درجی اوښتی ځکه امریکا او غربی هیوادونه تنها دلته اسلامی هیوادونه په جنګ اچول او دوی زیربناوی ویستلی مګر اوس افریقایی هیوادونه هم پوه شوی ځکه خو یی فرانسی او امریکا او برتانیی ته قوی ځواب ورکړ لکه نایجریا ګابون او نور هیوادونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب