شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا استخباراتي معلومات ښيي چې طالبانو د داعش ملا ماته کړې

د امریکا استخباراتي معلومات ښيي چې طالبانو د داعش ملا ماته کړې

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۸مه) د امریکا تازه استخباراتي ارزونې ښيي چې القاعده به په افغانستان او پاکستان کې بیا سر راپورته نه کړي او د طالبانو تروریستي ضد عملیاتو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش زور کم کړی دی.

دا خبره پرون (جمعه) د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو په قول سي این این وکړه.

سي این این وايي، هغه ارزونې چې چارواکو له خبریالانو سره په خبرو کې بیان کړې، په مجموع کې په افغانستان کې د تروریستانو د حضور په اړه خوشبینانه تصویر ښيي او دا څرګندوي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سره په دغه هیواد کې ترهګر کمزوري شوي دي.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له بې بندوبسته وتلو وروسته سره له دې چې امریکا خپلې استخباراتي سرچینې له تروریستي ضد چارو څخه چین او روسیې ته متمرکزې کړي، د بایډن حکومت هڅه کړې چې ووايي له لېرې څخه تروریستي ضد ګواښونو ته ځواب ویلی شي.

په عین وخت کې ځینې امریکايي چارواکي په خصوصي ډول دا اندېښنه مطرح کوي چې له منځني ختیځ او جنوبي اسیا څخه بلې خوا ته د امریکا د استخباراتي هلوځلو د تمرکز اوښتل ممکن د دې سبب شي چې داعش په سوریه او نورو ځایونو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او دا به امریکا ته په یوه ستونزه بدله شي.

1 COMMENT

  1. دا هسې چټیات او د غرب منافقت دی چې بیخ یې راوسپړې ددواړو ریشه امریکا ته رسیږي او همدا اوس هم دواړه امریکا تمیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب