یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+رسنۍ هم د استبداد کنګل نه شي ماتولی

رسنۍ هم د استبداد کنګل نه شي ماتولی

رحمت شاه فراز

یوال هراري او رې کرزویل د ټکنالوژي د ډګر دوه لویې څېرې دي. خو د هراري د شهرت او له ټکنالوژۍ پرته په نورو څانګو کې د تبحر او لیکوالي تله د کرزویل په پرتله ډېره درنه ده. دا وجه ده، چې د کرزویل نوم ډېر اشنا نه دی، خو هراري په علمي نړۍ کې یوه پېژندلې څېره ده. خو یو مهم ټکی چې توجه ورته نه ده شوې، دا ده، چې د هراري د کار او تیوري یوه لویه برخه په هغو څېړنو او تجزیو ولاړه ده، چې د کرزویل د ځانګړي تفکر او نقطه نظر زېږنده دي. کرزویل به مشهور نه وي، خو د ټکنالوژي د ډګر یو لوی پنډت او ګرو دی. ده ته «د فکر ماشین» او «د یوویشتمې پېړۍ مخترع» ویل کېږي. د هراري د شهرت یوه وجه به دا هم وي، چې نوموړي د بشر تاریخ ته له ټکنالوژیکې زاویې وکتل او ټول تاریخ يې د ټکنالوژي د ارتقايي بهیر په تسلسل کې وڅېړه. کرزویل ټکنالوژي کې لوی خدمتونه وکړل، خو هراري ټکنالوژي او د ټکنالوژي تاریخ له بشري تاریخ او تکامل سره غوټه کړل.

د دوی دواړو له لنډې معرفي وروسته به خپله سکالو وسپړو. کرزویل ساینسپوه، مخترع او فیوچریسټ دی، خو ډېر شهرت يې د خپلو پېش بینیو لپاره هم دی. په ۱۹۹۰ کال کې د ده کتاب «د ځیرکو ماشینونو عصر» خپور شو. په دې کتاب کې ده د شوروي اتحاد د ماتېدو پېش بیني وکړه او له برابره مرغه، دغه پېش بیني يې رښتینې شوه. د دې پېش بیني لپاره د ده دلیل د ګرځنده موبایلونو او فاکس ماشینونو ایجاد او عامېدل وو، چې د استبدادي حکومتونو لپاره يې د معلوماتو د خپرېدو او تشهیر مخنیوی تر ډېره بریده ستونزمن او ان د ناشونتیا پولو ته ورساوه. ده وویل، چې د معلوماتو دومره بې سابقې خپراوی به شوروي اتحاد ټوټې، ټوټې کړي. همداسې وشول.

خو له دې سره سره، کرزویل د خپلې پېش بینۍ په محدودیتونو هم پوهېده او له همدې امله يې دغه پېش بیني په نړۍ کې د ګڼو نورو استبدادي حکومتونه په هکله ونه کړه. وجه يې ښايي دا وي، چې د جماهیر شوروي جوړښت د نړۍ د نورو هېوادونو له استبدادي جوړښتونو سره جوت توپیرونه درلودل.

په دې کې شک نشته، چې معلومات یوه زوروه وسله او ځواکمنه وسیله ده او د دې ځواک به لري، چې د شوروي اتحاد په څېر یو لوی واحد په اجزاوو ووېشي، خو د یوه هېواد دننه حاکم استبدادي نظام نه شي ننګولی، دا خو ایسته کېږده، چې دغه ډول نظام کمزوری کړي او یا یې را ونړوي.

رسنۍ به د ۲۱مې پېړۍ څلورم ځواک وي، خو دومره لوی ځواک نه دی، چې د نظامونو ټغر دې ټول کړای شي. اصلاً دا خبره چې رسنۍ «څلورم ځواک» دی، له هغو هېوادونو سرچینه اخیستې، چې له استبدادي ډوله بنسټونو سره يې څو پېړۍ پخوا لا مخه ښه کړې او دغه اصطلاح د نړۍ د مشهورو استبدادي هېوادونو زېږنده نه ده. په دې چې رسنۍ سیاسي نظریاتو او عامه افکارو ته یو بېل، مختلف یا مخالف لوری ورکوي، خو په استبدادي جوړښتونو کې سیاسي لیدلوري (جمع) اصلاً موجود نه وي، بلکې یوازې یو لیدلوری وي، د استبدادي سیاست لیدلوری!

خو پوښتنه دا ده، چې استبدادي حکومتونه بیا ولې پر رسنیو بندیزونه لګوي او ولې له سانسور څخه کار اخلي؟ ولې د چین او جاپان په څېر مترقي هېوادونو، عربو بډایه هېوادونو، د روسیې په څېر زبرځواک هېوادونو او د افریقا وروسته پاتې هېوادونو لپاره رسنۍ یو سرخوږی دی او له ازادي يې ترهه لري؟

استبدادي نظامونه، له رسنیو د دې وېره نه لري، چې د دوی نظام به وننګوي یا به يې ونړوي، بلکې دغه ډول نظامونه، د استبدادي سیاست په خوا کې غواړي، چې د ټولنې په نورو برخو هم کنټرول ولري. استبدادي نظامونه یوازې له یوه متحجر او منجمد استبدادي سیاست سره حاکمیت ته اوږې نه ورکوي، بلکې د ټولنې فکري او نظري جوړښت هم په خپل رنګ، رنګول غواړي. د چین په څېر مترقي او بډایه هېواد هم په مسلمانانو ډول، ډول ظلمونه کوي. داسې نه ده، چې مسلمانان د چین نظام ته یوه ننګونه ده، بلکې د دې لپاره ده، چې د چین مسلمانان هغه صبغه نه لري، چې د چین نظام يې په خپل هېواد کې لیدل غواړي.

استبدادي نظامونه په دې هم پوهېږي، چې پخپله دوی هم حاکمیت ته د معلوماتو یا رسنیو د ازادۍ له لارې نه دي رسېدلي. په دې معنا، چې داسې نه دي شوي، چې د چین او سعودي عربستان اوسني حکومتونه دې د رسنیزو فعالیتونو یا معلوماتو د بې قید و شرطه ازادۍ له امله تشکیل شوي وي، بلکې ټول استبدادي نظامونه په زور راځي او که نړول کېږي هم، په زور به نړول کېږي.

رسنۍ له دې امله هم استبدادي نظام ته لوی او جدي خطر نه جوړوي، چې د رسنیو لویه برخه پخپله د همدې نظام په لاس کې وي. ان د خبرونو سرټکي هم د سانسور له تېغه تېرېږي، بیا تر عامه اذهانو پورې رسېږي. دغه ډول چاڼ شوي او د استبدادي نظام له زاویې «سپېڅلي او پاک» معلومات په هېڅ ډول هم یو نظام له پښو نه شي غورځولی.

له نړیوال تاریخ سره، سرسري بلد وګړي په دې اند دي، چې د فرانسې انقلاب یا په انګلستان کې د روڼتیا انقلاب د لوستې طبقې په لاس پېښ شو. خو دغه انقلابونه چې ژور تجزیه شي، له ورایه برېښي، چې د دغو انقلابونو ترشا یو اوږد تاریخي بهیر کارفرما وو، چې په نتیجه کې يې له یوې خوا حاکم استبدادي نظام کمزوری شوی وو او له بلې خوا په ټولنه کې پرانیستو او ټولګډونه بنسټونو ته د لارهواري شعور زېږېدلی وو. آیا د فرانسې د هغه وخت استبدادي نظام د معلوماتو د خپراوي له امله کمزوری شو؟ تاریخ خو يې نفي کوي!

زموږ هغه فکرمنده طبقه چې په دې سیمه کې هم د فرانسې د انقلاب یا رنسانس په څېر د یوه بدلون ارمان او خوبونه ويني، د خپلو زړونو د خوشالولو لپاره یې ښه بوختیا موندلې ده، خو دغه خوبونه به هېڅ کله په واقعیت وانه وړي. په دې چې د یوه ستر انقلاب لپاره موږ ان هغه ایره هم نه لرو، چې عنقا دې ترې را پورته شي.

رسنۍ او د بیان ازادي ډسکورس بدلولی شي، خو د ډسکورس بدلون استبدادي نظام ته نه کوم خطر دی او نه يې کمزوری کولی شي، خو هغسې چې پورته مو وویل، استبدادي نظام یوازې سیاسي استبداد نه کوي، بلکې د ټولنې د هرې برخې کنټرول غواړي، له همدې امله، د ډسکورس بدلون سره له دې چې نظام ته خطر نه دی، خو نظام همدا د ډسکورس بدلون هم نه غواړي.

په اسانه ژبه چې غږېږو، استبداد په بندیز معنا کولی شو. په استبدادي بنسټونو کې پر هر څه بندیز وي، خو د ټولنې وګړي په ځینو برخو کې ورته متوجه کېږي او په ځینو برخو کې يې چې پام نه ور اوړي، فکر کوي، چې ازادي لري. چې پر هر څه بندیز ولګېده، پوښتنه دا ده، چې رسنۍ دې ولې ازادې وي؟ ماډرن ډیموکراسي ډېر لرغونی ایجاد نه دی، بلکې د همدې وروستیو پېړیو د ذهنیتونو او مفکورو زېږنده ده. په دیموکراتیکو حکومتونو کې په سیاسي بهیر کې د شاملېدو یوه اساسي لاره د رسنیو له پله تېږېږي. خو په استبدادي حکومتونو کې چې سیاسي بهیر او فعالیتونه اصلاً له نشت سره برابر وي، زما و ستا رسنیز شتون به کوم درد دوا کړي؟ او دغه خبره چې استبدادي نظامونه پخپله هم درک کوي، نو ځکه يې په رسنیو هم پراخه محدودیتونه وضع کړي وي.

استبداد بندیز دی، خو په دې معنا نه دی، چې ټول بندیزونه يې منطقي وي او تر شا یې علمي او عقلي استدلال موجود وي، بلکې ډېری بندیزونه يې بې منطقه هم وي، تر لویه بریده پر رسنیو د استبدادي نظام بندیز هم یو له همدې بې منطقه بندیزونو څخه دی.

د استبدادي نظامونو یوه بله لویه ځانګړنه دا وي، چې بنیاد يې په ایډیالوژي ولاړ وي. هر استبدادي حکومت له بنسټیزه پلوه ایډیالوژیک حکومت وي. هغه استبدادي نظام چې ایډیالوژي نه لري، په اصل کې د خپل استبداد لپاره بنیاد نه لري. همدا ایډیالوژي دوی ته د استبداد دلیل و توجیه هم ګرځي او د استبداد لارې چارې هم ور ښيي. نظام ته خپله ایډیالوژي تر ټولو لوی ارزښت وي، د دغې ایډیالوژي لپاره دوی که سر ورکولی شي، نو سرونه شیندلی هم شي. استبدادي نظام په ډېرو شیانو جوړجاړی او compromise کولی شي، خو په خپله ایډیالوژي يې نه کوي.

استبدادي نظام ته چې خپله ایډیالوژي تر خپل سر هم ډېره ګرانه وي، په خلاف يې د یوې خبرې اورېدو حوصله او زغم هم نه لري. رسنۍ چې دغه ایډیالوژي ننګولی شي یا يې کمزورې کولی شي، یا یې ړنګولی شي، همدا ده، چې استبدادي نظام په رسنیو کلک بندیزونه لګوي. په دې اساس، د دې یو لامل چې ولې استبدادي نظام په رسنیو بندیز لګوي، د نظام ساتنه نه وي، بلکې د خپلې ایډیالوژي ساتنه وي.

ایډیالوژي سره له دې چې د استبداد لپاره یو بنسټ دی، خو تر استبدادي نظام یوه بېله entity ده. ایډیالوژي بدلېدلی هم شي، له منځه هم تللی شي، کمزوري کېدلی هم شي، خو د ایډیالوژي له بدلون سره ضرور نه ده، چې استبداد دې هم له منځه ولاړ شي.

سوشلیزم یوه ایډیالوژي وه او د دغې ایډیالوژۍ په اساس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې استبدادي نظامونه جوړ شول، خو سره له دې چې دغه ایډیالوژي له منځه ولاړه، استبداد پای ته ونه رسېده، بلکې هماغه استبدادي نظام ځان ته یوه بله ایډیالوژي جوړه کړه.

بله دا ده، چې استبداد یوه عجیبه پدیده ده او په هره ټولنه کې په یو نه یو شکل موجود وي. نن ورځ ان د نړۍ په جمهوري او دیموکراتیکو هېوادونو کې به هم سیاسي استبداد نه وي، خو د کاپټالیزم په بڼه اقتصادي استبداد ریښې او وزرې کړې او د کاپټالیزم په ښکلې جامه کې د اقتصادي استبداد بدرنګه بوډۍ ناسته ده.

زموږ په ټولنه کې چې نن ورځ په رسنیو پراخه بندیزونه دي او ان په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک ازاد بحث نه شي کولی؛ نو یوه لوري ته که خلک له دې حالته سر ټکوي او د بیان ازادي غواړي او په دې تمه دي، چې د بیان ازادي به ګنې له اوسني وضعیته په وتو کې مرستندوی شي؛ یوه بې ځایه خوشبیني؛ او بل لور ته چې نظام وېره لري، چې د بیان ازادي به يې نظام ټکنی کړي؛ یوه بې منطقه وېره ده. دواړه لوري باید په نورو لارو چارو غور وکړي.

پای

1 COMMENT

  1. فراز صاحب سلامونه: دحد اواندازی اړده اوږده مضامین لیکی داسی ښکاری چی ښه وزګار یی په دی مصروفه نړی کی دخلکو سره دومره وخت کله وی اونه د افغانانو سره دانټر دومره خرچه شته چی دا اوږدی مقالی ولولی کوشش وکړه چی لږ یی لنډ کړی۰
    ستا دمقالی په رابطّه وایم دا ننی رسنی پخپله یوډول استبداد دی ټوله نړی یی د داسی ګمراهی خواته روانه کړی چی انجام یی ډیر ویرونکی دی لکه تا چی دکمونیزم داستبداد مثال ورکړی رسنیو هم دشکل بدلیدوسره داسی استبدادی جال خورکړی چی خلاصی ورڅخه ډیر مشکل دی د رسنیو کارکونکی په انسانی نړی کی داسی ازادی غواړی چی د ځنګل باچا (زمری) به ځنګل کی هومره ازادی نلری په دی یوڅه فکر وکړه بيا یوڅه په ولیکه ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب