پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+هر نارينه ما خوښوي خو خپلوي مې نه| فريده حفيظ

هر نارينه ما خوښوي خو خپلوي مې نه| فريده حفيظ

په دې مقاله کې غواړم د نن سبا په هغه اړيکو وليکم‌ چې د موبايل، انترنت په واسطه‌ جوړيږي خو پايله يې يوازي او يوازي د يو نجلۍ دوکه کول دي.

الله تعالی د انسان طبقه له دوو جنسونو پیدا کړه چې يو يې مذکر او بل يې مؤنث بيا يې دواړه يو بل ته‌ مایل کړل

تر څو يو بل ته د مينې، درک، او احساس  زریعه وګرځي.

د دواړو جنسونو د‌ يوازي والې له پاره يې نکاح حلاله کړې چې تر نکاح وروسته دواړه سره يو ځای ژوند وکړای شي.

خو دواړو جنسونو فطرت!

په ښځو کې د عاطفي حس او په نارينو کې د‌ نفس حس لوړ دی.

هره ښځه د عاطفې له پلوه ډيره کمزوري ده او هر نارينه  په خپل نفس او هوس کې غرق دی.

انترنتي اړيکي!

يو څوک به تاته راځي ځان به درته د پښو خاورې کړي، هرې خبرې ته به دې هرکلي وايي هرې لمحې ته به دې سکون وايي.

چې وخت تيريږې نو تا به هم پرې سم ايمان راوړی وي ړنده به شې بغير له ده به څوک هم نه ګورې دنيا به هم دی وي او خوشحالي به هم دی وي.

وخت به داسې ژر ژر منډي وهي پوه به هم نه شي چې خبره دې مينه ته ورسیده داسې مینه چې شا ته تګ نه لري غرق به شي بس اوس به دا نارينه تا ته د آسمان فرښته وي په هر حال به یې قبولوې.

يو وخت به داسې راشي چې هر څه به د يو خوب په څير وي چې را جیګيږی نو هېڅ به هم هغسې نه وي.

جانان به بدل شوي وي اوس به نو هغه د مينې او سکون د خبرو انسان په يو خاموش انسان بدل وي.

و به منې چې اوس نو د اوښکو، درد، يوازيتوب دوره شروع شوه ستا زړه به درد کوي زنګ به وهي ميسچ به کوې چې هغه د مينې نړۍ دې وغواړې خو هغه به په يو ساکن انسان بدل وي نه به ښه معلوم وي نه به بد.

بس د لرې والې موسم به وي چې څومره هم ورته نږدې کيږې بيا دې هم شمال لري کوي ته به فرياد د مينې کوې ته به خپل فرهاد يا آدم خان غواړې خو هغه به تاته يو او بل څه بهانه کوي.

بار بار به يو څه احساس کوې د مينې په نوم دې اصلي ژوند وبايله.

له ځان به نفرت کوې له خپلو هيلو او خوبونو به نفرت کوې، وايې به چې ما څه وکړل او هغه څه وکړل.

دا وخت نو د سبا هیڅ معلومات نه کيږي چې سبا به څه وي آيا بيا به هغه د مینې دنيا وي بيا به هم د چا سپوږمۍ يا شهزادګۍ يې يا نه د نن په څیر يو اضافه شوي بار يې .

له پخوانيو ښځو راپاتي خبره ده!

 وايې «ښځه د دی له پاره نارينه ته ځان لوڅ کوي چې خپله مینه ورته ثابته کړي او ياهم وښيې چې تر هر څه ورته ډير ارزښت لري، خو له نارينه سره تل دغه فکر وي چې دې چې ما ته ځان لوڅ کړ نورو ته بې هم لوڅوي.»

 له دې‌ خبري دا جوتيږی چې د نارينه فکر تل په کومو څيزونو تمرکز لري او ښځه په کوم نيت ورته نږدې کيږي.

اوس څنګه په پښتني ټولنه کې د داسې خبرو مخه ونيسو.

په لومړيو کې په پښتنو کې تر ډيره د نارينه او ښځينه اړيکې ساتل بد ګڼل کیږي هغه که په هر نيت وي او هر څنګه وي.

نو هېڅ نارينه ته پکار نه ده چې داسې اړيکه جوړه کړي چې پوره کولی یې نه شي او هېڅ نجلي ته هم پکار نه ده چې باور پرې وکړي.

اکثر نارينه چې ښایست يا هم پيسې لري او يا هم نوم يا شهرت لري په داسې اړيکو پسې ډير ګرځي غواړي‌ د ملګرتیا په نوم له نجونو سره اړيکي ولري.

تر ډيره پکې بيا داسې هم وي چې ودونه يې کړي وي ان د څو اولادونو پلار وي، دی د اړيکي په شروع کې ځان ډيره ښه زړه سواند او شريف انسان ښکاره کړي تر څو د نجلۍ زړه وګټې او اړيکه يې جوړه شي خو چې موده تير شي د نجلي له باور سره يې اړيکه هم تر يو حده پخه شوي وي بيا دوی ته ښځه، بچي، او نورې کورنۍ ستونزې ور په ياد شي بيا نو کوښښ کوي چې څنګه ځان له دې اړيکې خلاص کړي.

په يوه او بله بهانه په خپله اړيکه او رويه کې فرق راولي څو ځان له نجلي څخه‌ لرې کړي.

نجونې اکثره له يو هلک څخه د واده تمه کوي غواړې ژوند ورسره جوړ کړي او په حلاله نکاح يې کور ته ورشي خو تر ډېره دا دوی ته يو خيال پاتې شي ځينې بيا پکې له ژوند او هيلو ووځي ژوند ورته سراسر عذاب شي د ژورخفګان ښکار شي او ځيني بيا پکې تر مرګ هم ځان ورسوي.

دا ټول د يوې اړيکي پايله شي چې د انترنت يا موبايل په واسطه جوړه شوي وي.

شروع‌ يې کوم شناخت وي بيا ملګرتیا شي او وروسته هم چاته وصال او چاته په دې دنیا عذاب شي.

په اوسنی وخت کې ډیرې کمې نجونې او هلکان له داسې اړيکو لري دي نور ټول پرې اخته دی نړۍ موږ ته تکنالوژي د اصلي علم په نيت راوړه خو په اصل کې ځوانان پرې تباه شول، دلته موږ هم ملامت يو چې سالمه او مثبته ګټه مو ترې وا نخيسته يوازي مو ځانونه پرې تباه کړل، يا هم د آزار ګټلو له پاره مو وسيله کړ.

زه به يې صرف د توصیې په شکل دواړو جنسونو ته وايم!

نارينه په افغاني ټولنه کې بيا په خاص ډول په پښتنو کې‌ له يو خاص قدرت څخه برخمن دې دوی ته ډيره توجو ورکول کيږی نسبت نجونو ته که حق دی تعليم وي نو لومړی نارينه ته ورکوي او که حق د خوښي وي بيا يې هم نارينه ته ورکوي دلته نو ټولنه يو مرد سالاره ټولنه ده چيرته چې تر ښه خوارک نيولي ان تر واده او نورو فيصلو ورته ډير حق ورکول کيږي.

لومړي خو داسې اړيکي مه ساتئ ځان ترې لري وساتئ هر‌ کله‌ چې داسې څه ذهن ته درځي نو اول مو خور او لور ته فکر وکړي، بيا که کوئ هم د يو چا ژوند مینه او احساس ته په سپک نظر مه ګورئ.

تاسو که څوک خوښوي په هر حال يې خوښ کړئ، خپلو خبرو او وعدو ته وفادار پاتي شئ، له شروع وړاندي يې انجام ته فکر وکړئ د ‌يوې نجلۍ لاس مه نيسئ چې بيا يې نيسئ نو بيا پرئ غيرت هم وکړئ په حلاله نکاح يې د ‌کور بي بۍ کړئ نه د ساعتېرۍ وسيله، واده شوی ژوند، اولادونو، اقتصادي ستونزو، رسم او رواج يا مو کورني خوښي ته د اړيکي له پيل نه مخکي فکر وکړئ.

1 COMMENT

  1. ولا د خواشینی خبره ده چی له یوی خوا د میرمنو د حقوقو د دفاع پخاطر طالب په څټ څټ کی په څاپیړو وهو او له بلی خوا د یوی پښتنی مستعدی وطنداری ښکلی لیکنی ته مناسب غبرګون نه ښیو ( مثلاً پورته ښکلی لیکنی ته) .
    فریدی جانی ډیری حیاتی موضوع ته اِشاره کړی ده چی هیله ده ځوانان او پیغلی ئی د زړه په سترګو ولولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب