جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه بامیان کې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت لرغوني اثار کشف...

په بامیان کې د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت لرغوني اثار کشف او ضبط شول

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت چې په بامیان ولایت کې یې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ضبط کړي چې ارزښت یې ۲۷ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

باختر خبري اژانس نن د دفاع وزارت پر اساس راپور ورکړ چې په ضبط شویو آثارو کې دوه بتان، دوه مومیايي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندوقونه، دوې تورې او یو کتاب چې په سرو زرو لیکل شوی دی، شامل دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې یاد آثار او عتیقه توکي ملي موزیم ته سپارل شوي او په تړاو یې څو تنه هم نیول شوي دي.

دغه وزارت نه دي ویلي چې د دغو اثارو ارزښت یې څنګه معلوم کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب