پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+تت-تیت/ هير سپېڅلی

تت-تیت/ هير سپېڅلی

تَـت: کم روڼ، کم رنګه، خړ، کمزوری، خجل، مړاوی، خفه…
«تته» ئې ښځينه بڼه ده. «تتول/تتېدل او تيتول/تيتېدل» ئې مصدرونه دی. «تتوالی» ئې صفت راځي.
تِيت: خپور، ګډوډ، تيت پرک، خور وور، شيندل شوی، پرېشانه.
دواړه صفتونه دي.
مثالونه:
تيت و پرک شو د باګرام د خراباتو محفل
پاتې شوه تار په تار، تيکه- تيکه، تاراج ځواني
خان زمان کاکړ
ټول مې کړه له هره دره، سترګو کې دې ځای را
ډېر تيت و پرک يم ما پخپل نظر کې نغاړه
خسرو شراب
تت خو يې مه شه د جلال او د جمال رنګونه
شرنګ دی زما د ځنځير ستا د بنکړو شور دی وطن
احسان الله درمل
تت څراغونه او نرۍ- نرۍ هوا ملکې
رانه چاپېره کړه منګولې د دعا ملکې
بشير باران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...