تاند(شنبه، د سنبلې ۱۷ مه) راپورونه ښيي چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د څلور ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلې ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي سرچینې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د داعش پر ضد د طالبانو تر ټولو پراخ عملیات ګڼل شوي، د داعش ۱۲ مهم غړي ژوندي نیول شوي دي.
د راپور پر اساس، طالبانو لومړی د داعش د غړیو د اوسیدو ځای کشف کړی او وروسته یې پراخ عملیات پرې کړي دي.
طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ وسله والو د نیول کېدو ترڅنګ ډیرې وسلې، بمونه، مرمۍ، کمپیوټرونه او نور وسایل هم کشف کړي دي.
طالب چارواکو ویلي چې نیول شویو وسله والو داعشیانو په ملکي هدفونو او د طالبانو د حکومت خلاف په حملو کې لاس درلود.
طالبانو د دې عملیاتو او په لړ کې یې د نیول شویو داعشیانو د هویت په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د تېر کال په ډسمبر او د سږ کال په جون کې داعش د بدخشان د امنیه قوماندان او مرستیال والي د وژلو مسوولیت منلی و.