جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+لیک | محب واصل

لیک | محب واصل

خوږو او ګلالیو مینه او درنښت!

زه مو پوښتنه کوم چې له احوال مو خبر شم، خو نړۍ عجبه ده، ژوند په کې تر دې حده ستونزمن دی چې ان فکر یې هم نه شې کولای؛ فلسفه درته نه غږوم او نه مو غوږونه در خورم، یوازې یو څه ویل درته لرم؛ کله به تاسې ځیر شوي یاست چې روح زموږ په بدن کې څومره په سختي وخت تېروي او تل یې هڅه دا وي چې بېرته خپل اصل ته ستنه شي.

روح مو په وجود کې کرنتین ده، یوازې خوار صورت به و چې کله به مو به چکر، کله به مو د هغې دنګې پېغلې او د هغې سهیلیو په دیدار مصروف ساتلی و، تل به مو غوښتل چې د روهستان غرنیو نجونو د نازکو پښو ښکالو واورو او د بدن مشکینه خوله او د هغې بوی، باد تر موږه راوړي، هیله مو درلوده چې په څوړمني کې به د ژوند یو نوی فصل پیلوو، تل به مو ویل چې ونې زرغونېدای شي، ګلونه په غرو کې ټوکېدای شي، د ګودر بوټي، د پېغلو لمنې او د پړوني پیڅکې ښکلولای شي، موږ نه شو کولای چې دغه ځل د پښتونخوا د غرنیو نجونو له مخ او شونډو تودې مچکې واخلو، به دښته او صحرا کې ورسره د مینې ګپ شپ ولګوو او د څوړمني پر تازه ګلانو یو بل پر مخ وولو او یو بل ته دومره وخاندو چې ان د اسمان وریځ مو د سیل لپاره راشي، پر سر مو ودرېږي او د دغه حالت نظاره وکړي، وریځې ته به د خپل هجران د وخت شېبې مخې ته ودریږي او په غټو غټو اوښکو به زموږ پر سر وژاړي. موږ به دا غم هم پر فرصت بدل کړو او دغه حالت ته به رومانتیک حالت ووایو، د اسمان پېروزینه به یې وشمېرو او د مینې په ویاړ د اسمان د ملغلرو شیندل به یې وګڼو.

خبره مې اوږده شوه چې راسره ستړي نه شئ!

موږ څه خبر وو، موږ ویل یوازې روح به کرنتین وي او له دې سره به چاره وکړو، څو چې د خاوند خوښه وي، په همدې صورتي قفس کې یې راته ساتي.

پسرلي ته هوسېدو، غوښتل مو نوی ژوند وکړو، په نړۍ کې د مینې وږم جوړ کړو، ان تر دې چې له یو بل نه د خولګیو اخیستو خرپ مو په فضا کې ملایکې واوري او خدای ته عرض وکړي چې خالقه وګوره! (دوی یو له بل سره څومره مینه لري او ښه سره یو بل ته مسکۍ شي)
ملګرو! ژوند عجبه دی، نوې نخرې کوي او نوی قانون چلوي؛ دا دی د روح ترڅنګ زموږ صورت او بدن هم کرنتین شو.

اوس که وژاړو، فکر کوم بده به نه وي؛ ځکه چې دلۍ دلۍ ارمانونه مو د ګوګل په هدیره کې تر خړو خاورو لاندې کړل، افسوس خو دا دی چې دا هره هیله مې داسې بې کفنه او بې جنازې خاورو ته وسپارله، لکه د جهاد د وخت پښتنې ملالې نجونه به چې بې کفنه او بې جنازې خاورو ته سپارل کېدې.

دا دواړه حالته سره ورته دي، نن مې زړه عجبه شان بې واره درزا کوي، خدای خبر د هغو نجونو او زلمو به څه حال وي چې دا پسرلی یې یو له بل سره د دیدن ژمنې ایښې وې؛ اخ څومره به ځوریږي، څومره به دردیږي، په ځانګړي ډول تاسې اندړ صېب او بارکزی صېب زما د ژوند هغه برخه یاست چې له هغې پرته ژوند ناممکن دی؛ یانې تاسې اوس زما زړه غوندې یئ، لري والی مو راته دردوونکی دی، ما تل له خدایه غوښتي چې هر څه منم خو یوازې د ملګرو درد او بېلتون نه شم منلی، دا چې اوس زه له تاسو لرې یم، د رب کارونه دي، هغه ښه پوهېږي، اوس مو یوازې یادوم او هغه د مازدیګر په شېبو کې اخیستي څو ګډ انځورونه مو ګورم او زړه ته پرې ډاډ ورکوم.

یو خوا د عشق درد، کرنتین او بل له تاسو لرې والی ماته سم عالم برزخ دی
خدای پوهېږي چې دغه حالت به نور څومره دوام کوي، خو ماته په ژوند کې د مینې له هجران سره برابر درد د ملګرو نه شتون دی.

شاعر وایي:
پسرلی راشي تېر شي موږ په کې دیدار ونه کړو
ماسره فکر شي چې یو بل ته ازار ونه کړو
ملګرو!
نوره کیسه نه اوږدوم، مجبور یم په خپل بخت پورې یو ځل ښه وخاندم او بیا ښه ورته وژاړم.
په درنښت
د عشق په اور نینې شوی الف

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب