تاند (دوشنبه، د زمريږ اسد ۱۳ مه) یو بریتانیايي ځوان په وروستیو کې د هغه تصویر خلاف، چې نړیوال یې د افغانستان د وضعیت په اړه لري، دغه هیواد ته سفر کړی دی. د هغه د سترګو لیدلی حال د بریتانیا سټار ورځپاڼې پرون (یکشنبې) خپور کړی.
بریتانیايي تبعه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په رخصتۍ تللی او وايي سفر یې حیرانوونکې تجربه وه
۳۱ کلن، انتوني مکفارلين، د جولای میاشتې په پیل کې افغانستان ته اتۀ ورځنۍ سفر وکړ او ویې ویل، دا یې «د خپل ژوند تر ټولو غوره تجربه» وه، سره له دې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا جدي خبرداری ورکړل شوی و.
د بریتانیا حکومت خبرداری ورکړی:
«تاسو باید افغانستان ته سفر ونه کړئ. د امنیت وضعیت بېثباته دی. که تاسو یو بریتانیايي تبعه یاست او ونیول شئ، نو ښايي په میاشتو میاشتو یا حتی په کلونو بندي شئ.»
خو انتوني مکفارلين هوډ کړی چې د نړۍ د هغو خطرناکو هېوادونو منفي تصویرونه، چې ډېری وختونه رسنیو ورکړی وي، چلینج کړي.
دی، چې د دوور (Dover) اوسېدونکی دی، په مارچ میاشت کې شمالي کوریا ته په پنځه ورځني سفر لاړ، او اوس یې لا خطرناک ګام اخیستی: د جولای میاشتې په پیل کې یې اتۀ ورځې په افغانستان کې تېرې کړې.
دا سفر داسې مهال شوی چې د ملګرو ملتونو د مې میاشتې په راپور کې د افغان مېرمنو د کار کولو بندیز، له محرم پرته له خدماتو ته د ښځو محرومیت، او له زده کړو د نجونو د مخنیوي یادونې شوې وې.
د ۲۰۲۴ کال د نړیوال عدالت پروژه یا”ورلډ جسټس پروجیکټ” یوه څېړنه ښيي چې افغانستان د قانون د حاکمیت له مخې د نړۍ درېیم بد هېواد دی، یوازې وینزویلا او کمبودیا ترې بدتر ښودل شوي.
ویل کېږي چې دغه ستونزې له هغه وروسته زیاتې شوې، کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته واک ترلاسه کړ.
خو، انتوني، چې د کينټربري کالج پخوانی زدهکوونکی دی، وايي دی هڅه کوي چې «له سرلیکونو ور هاخوا حقایق» وویني. دی وايي، دا سفر «د ده د ژوند تر ټولو ښه تجربه» وه.
دی د هیترو له هوايي ډګر څخه په الوتکه کې دوبۍ ته لاړ، بیا کابل ته ورسېد، او د “Let’s Go Afghanistan” ګرځندوی شرکت له لارې یې یوازې ځان ته ویزه اخیستې وه.
انتوني، چې د ټولنیزو شبکو لپاره مواد جوړوي او خپل سفرونه د یوټیوب له لارې شریکوي، وايي:
«زه ډېر اندېښمن وم، ځکه یوازې سفر مې کاوه، او طبیعي ده چې د بندي کېدو کیسې ډېرې دي. خو اصلي هدف مې دا و چې حقیقتونه له نژدې ووینم، نه یوازې د رسنیو له لارې.»
دی وايي، په سفر کې له یوه لارښود او موټر چلوونکي سره و، او هرات، بامیان او مزار شریف یې ولیدل.
په یوه ټویوټا کرولا موټر کې یې سفر کړی، چې وايي دا موډل په ټول افغانستان کې ډېر عام دی. دی زیاتوي چې دا سفر ورته په شاوخوا ۱۲۰۰ پونډه تمام شوی، او د ۴۲ سانتيګراد ګرمي یې زغملې ده.
دی وايي:
«هېواد د شریعت له مخې اداره کېږي، لکه ښځې نه شي کولی پارک ته لاړې شي.
یو له مهمو مسایلو څخه چې له بهر څخه ورته ډېر پام کېږي، د ښځو د تعلیم نشتون دی، او دا واقعاً موجوده ستونزه ده.
تاسو هلته زیاتره نارینه کار کوونکي وینئ، داسې وضعیت چې په بریتانیا کې یې څوک تصور نه شي کولی.»
انتوني وايي د افغانانو دودیزو خوړو ډېر حیران کړی.
«افغاني خواړه ډېر خوندور وو، له هغو هېوادونو چې ما لیدلي، تر ټولو ښه خواړه ول. پرېمانه خوراک ورکوي، زیاتره وخت به ما دومره نهشوای خوړلی. ډېر د پسه غوښه، کباب، ډوډۍ او مستې یې درلودې.
خو همدارنګه ډېرې تازه مېوې لکه خټکي، الوبالو، او زردالو هم وو.
الکول نه و، خو اصلي مشروبات اوبه، چای او قهوه وو. انرجۍ ډرنکونه ډېر عام وو.»
دی زیاتوي چې د سوپر مارکېټونو پر ځای خلک له کورنیو بازارونو څخه سودا اخلي، او وايي بریتانیا هم دا دې ډول بازارونو تقلید کولی شي.
انتوني، چې تر دې دمه یې ۲۵ هېوادونه لیدلي، وايي:
«په ورځني ژوند کې خلک ډېر کروندګرۍ بوخت دي، او تقریباً هر څوک یو ډول کاروبار لري – ان زاړه خدمات لکه د بوټونو بیارغول هم لیدل کېږي.
ما دافغانانو د درناوي لپاره د دوی یوه جوړه جامې هم اخیستې وې. دا راته په څو ساعتونو کې جوړه شوه او ډېر ارزانه وه.»
هغه وايي:
«کله چې تاسو د افغانستان په اړه فکر کوئ، ښايي ذهن ته مو سرتېري او دوړې راشي، خو حقیقت بل ډول دی.
له دین، حکومت یا سیمې پرته، دا ټولنیز تعاملات دي چې یو سفر ځانګړی کوي.
او دا ښايي زما د ژوند تر ټولو غوره تجربه وه.»
ښکېلاکګری بریتانیا یعنی انګریز د اتلسمې پیړی پای او د نولسمی بیړی بهیر کی ډېرې خواری وکړی چې افغانستان اشغال او له خوراکونو، میوو او اب و هوا و معادنو اومنابعو یی ګټه واخلی، خو زموږ نیکونو د دریو خونړیو جنګونو سره غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. بالاخره یی د بیر کرمشا او بغدادی، ګوډ ملا، دسقاو زوی او سپینوجامو ملایانو په زور امانی نهضت مات کړ. له ۲۰۰۱ م. کال وروسته ا ایساف چوکاټ کی راغلل شهزاده ی الوتکه کی کیناست او د هلمند او کندهار کلی یی بمبارد کړل او دشپې تلاشیانو کی یی زښت ظلمونه وکړل ترڅو یی چی آخر ۲۰۲۱ کې حاکمیت خپل کړ او دا دی اوس د افغانستان واک په غیر مستقیم ډول ورسره دی او د ګوډ ملا او پیرکرشما لمسیانو ورته زمینه برابره کړه ایله یې اوس په ارامه خوراک وکړ او د سپینو جامو لرونکو انګریز شیطانانو سره یی کندهاری خامک واغوست او بیغمه چکر وهی. سخت دوکه مار دوښمن لرو. انګریزه لعنت دی درباندی وی لا په دې فتنه چی افغانستان دی ورباندی اخته کړی دی.