لکه څنګه چې هر ژوندی موجود د بقا او ودې لپاره له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي، همداسې ملتونه هم د تاریخ، شعور، او ټولنیز پرمختګ په مسیر کې له څو روحاني او وجودي مرحلو تېرېږي. ځینې ملتونه د تجربو، ستونزو او مبارزو له لارې شعوري پخوالي ته رسېږي، خو ځینې نور بیا د ودې په بهیر کې بند پاتې شي او په یوه ټاکلي حالت کې کنګل شي.
فریدریش نیچه، آلمانی فیلسوف، د انسان د روح درې بنسټیز پړاوونه تشریح کړي دي:
اوښ: د زغم، اطاعت، او دروند مسؤلیت سمبول. دا هغه پړاو دی چې انسان پکې د دودونو، ارزښتونو او ټولنیزو قیدونو تر بار لاندې وايي: “زه باید”.
اوښ: د زغم، اطاعت، او دروند مسؤلیت سمبول. دا هغه پړاو دی چې انسان پکې د دودونو، ارزښتونو او ټولنیزو قیدونو تر بار لاندې وايي: “زه باید”.
زمری: د بغاوت، سرغړونې، او آزادۍ غوښتنې مرحله. زمری وايي: “زه یې نه منم!” دا پړاو د زاړه واک، ارزښتونو، او جبري قیدونو پر ضد د انسان درېدنه ده.
ماشوم: د خلاقیت، لوبې، او نویو ارزښتونو د زېږېدو مرحله. ماشوم وايي: “زه نوي څه جوړوم!” دا پړاو د روح آزادۍ، تخلیقي ځواک، او ارزښت جوړونې ځای دی.
دغه درې مرحلې د فرد یا ملت د شعور، خپلواکۍ او ودې یو طبیعي مزل دی. خو زما په اند، یوه بل پړاو هم شته؛ له بده مرغه، یوه داسې پړاو چې نه د پرمختګ نښه لري، نه د حرکت. بلکې د بندښت، کمزورۍ، چوپتیا او تکراري قربانۍ استازیتوب کوي – هغه ده: د پسه مرحله.
د پسه مرحلې تسلسل:
په دې مرحله کې ولس نه بغاوت کوي، نه نوښت، نه هم شعوري مبارزه. یوازې چوپ، تابعدار، بېارادې او بې برخلیکه وي. حال یې د قربانۍ هغې ګډوري ته ورته وي چې نه چیغې وهي، نه مقاومت کوي، بس انتظار باسي.
که هر څومره بدلونونه راشي، په برخه همغه قرباني وي. ځکه چې دا خېل ولس نورو ته په تمه وي، او کله چې بدلون پېښ شي، اصلي ګټه یې هم هغوی ته رسېږي، دوی ایله خپل غم ژاړي. د خاورې او شتمنیو اختیار یې د بل په واک کې وي، هېڅکله هڅه نه کوي چې د خپل برخلیک لپاره پرېکړه وکړي، یا پر یوه ټغر سره راټول شي.

آن خپلو کولتوري او مذهبي ارزښتونو ته هم ژمن نه پاتې کېږي. په ځلونو د یووالي په اړه ناستې، غونډې، قولونه او قسمونه وکړي، خو هره ټولېدنه یې د وخت او ډوډۍ ضایع کېدل وي – هېڅ عملي بڼه نه خپلوي.
له همدې امله دا ډول بدلونونه ډېری:
نیمګړي
تپل شوي
مصرفي وي.
پایله دا وي چې نه خپلواکي راځي، نه پرمختګ، او نه هم کوم ریښتینی بدلون او نوښت.
دا ډول ولس تل د پردیو پرېکړو تابع وي. مشري یې د بهرنیو یا کورنیو زورواکو او مفسدو سیاستوالو په اختیار کې وي. څه چې هغوی ورته وايي، بې چون و چرا یې قبلوي، پر کمزورو طرحو قناعت کوي، د هېواد او قوم تر ګټو لنډ مهاله شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي، مدام په دې تمه ناست وي چې څوک به راشي، ډیوه به ورته بله کړي او د رڼا تر سردرو به یې ورسوي.

اطاعت، ویره، او سکوت پرې واکمن وي. د واکمنو کړیو هره خبره د تقدس تر حده پورته ګڼي – تر دې چې د دوی خبرې د خپلو سپېڅلو ارزښتونو نه هم لوړې ورته ښکاري.
په مذهبي، ژبني او سمتي ګږلېچونو کې لالهانده وي. ټوله انرژي پر دې لګوي چې یو بل وښکنځي او پېغورونه ورکړي. پر نارواوو سترګې پټوي، د هر ظلم او تیري لپاره توجیهات لټوي، پر سترو غمیزو چوپ پاتې کېږي. د ستونزو د حل پر ځای ځان ګنهګار او ملامت ګڼي، او فکر کوي چې له کومو ستونزو سره چې مخامخ دي، دا یې د قسمت او د کمزوري عبادت سزا ده.
د فکر، شک، او پوښتنې جرأت نه لري. ذهنونه یې منجمد، اندونه یې د تسلیمۍ او وېرې په زنځیرونو تړلي وي. ځان بې وسه بولي، شکایتونه او ګیلې یې د بیانونو عنوانونه وي ، د هر سالم بدلون پر وړاندې ټینګ ولاړ وي ، جوړجای یې پدې وي چې هېڅکله به جوړ نشو، ځکه چې د سرنوشت کونجي یې عموماً د هغو کسانو په موټي کې وي، چې غواړي همېشه یې خاموش، غیرفعال، او د قربانۍ په حالت کې وساتي.
کله چې ورته کوم خېر خواه د بدلون زېري راوړي، ریشخند وي یې، منزوي کوي یې او ګواښي یې. لښکر، لښکر پسې راوځي او په بې دردۍ یې له منځه وړي.
پر ریښتيني او سپېڅلي مشرتوب ملنډې وهي، دننګ په ډګر کې یې ننګه او ملاتړ نه کوي. غواړي چې د دوي له ګډون پرته ورته وطن ګل او ګلزار کړي.
پر ښځینه وو، ماشومانو، بې وزلو او بې وسو کسانو د قانون ټولې فرمولې عملي کوي، خو د زورور او سرزوري پښې، لاسونه ښکلوي.
پایله:
د نیچه درې مرحلې – اوښ، زمری، او ماشوم – د انسان یا ملت د ودې یو طبیعي بهیر دی. خو که دا لړۍ نیمګړې پاتې شي، ملت په انفعالي بندښت کې بند پاتې کېږي.
بدلون یوازې هغه وخت ریښتینی کېږي، کله چې خلک له قربانۍ حالت نه ووځي، د زمري بغاوت وکړي، او د ماشوم خلاقیت ته ورسېږي. هلته بیا:
پوښتنه
مبارزه
ارزښتونه
د راتلونکي په اړه فکر
هڅه
د انسان درناوی
د قانون حاکمیت
او بالاخره، خپله خاوره او خپل اختیار وي.
لیکوال:شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٥ د اګست ٣ مه
پوښتنه
مبارزه
ارزښتونه
د راتلونکي په اړه فکر
هڅه
د انسان درناوی
د قانون حاکمیت
او بالاخره، خپله خاوره او خپل اختیار وي.
لیکوال:شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٥ د اګست ٣ مه
______________________________ _____________
یادونه:
Thus Spoke Zarathustra
Author: Friedrich Wilhelm Nietzsche
Born: October 15, 1844 – Röcken, Province of Saxony, Prussia
Died: August 25, 1900 – Weimar, Saxe-Weimar-Eisenach, German Empire
Original Title: Also sprach Zarathustra: Ein Buch für Alle und Keinen
Language: German
Publisher: Ernst Schmeitzner
Publication Period: 1883–1892
Publication Location: Germany