Homeخبرونهد مس عینک ۱۴۳۰ لرغوني اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته...

د مس عینک ۱۴۳۰ لرغوني اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شول

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د عینک د مسو د کان له سیمې څخه ۱۴۳۰ تاریخي او لرغوني آثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست ته انتقال شول.

د دغه وزارت د لرغون‌پېژندنې رئیس، ذبیح‌الله سادات، ویلي چې د دغو آثار د انتقال هدف د هغوی پاکول او ترمیم دی.

د دغه چارواکي په وینا، د دغو لرغونو آثارو تاریخ نژدې پنځه زره کاله پخوانی دی.

یاد آثار خټین یا کلالي، ډبرین، فلزي، ښیښه‌‌‌يي او یا هم له هډوکو او لرګو جوړ دي. د کوشانیانو او ساسانیانو دورې سکې، ډبرلیکونه، کوزړي، جامونه، د مسو بنګړي، لاجورد او عاج یې نور مهم آثار بلل شوي دي.

وروسته له دې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان بیا واک ته ورسیدل د افغانستان د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو د ساتنې په اړه ډېرو فرهنګي شخصیتونو او یونسکو ته جدي اندېښنه بیدا شوه ځکه چې طالبانو د خپل واک په لومړۍ دوره کې د بودا د مجسمو په شمول ګڼ شمېر لرغوني اثار ویجاړ کړل، خو دا ځل طالبانو نه یوازې لرغوني اثار ویجاړ کړي نه دي بلکې ساتلي یې دي او په ځلونو یې د لرغونو اثارو د قاچاق او لوټ مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...