تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو د مېشتونې ادارې (UN-Habitat) راپور ورکړی چې اوس مهال کابل د افغانستان د ښاري نفوس د څه باندې ۴۰ سلنې کوربهتوب کوي، خو خبرداری ورکوي چې ډېری اوسېدونکي یې په غیر رسمي او ناخوندي مېشت ځایونو کې ژوند کوي، چې د اقلیمي بدلون له امله له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د کابل له هرو پنځو اوسېدونکو څخه څلور تنه په داسې ځایونو کې اوسي چې مناسبې بنسټیزې اسانتیاوې نه لري او د چاپېریالي خطرونو پر وړاندې ډېر زیانمنونکي دي.
UN-Habitat خبرداری ورکړی چې دا ټولنې له سختو اقلیمي پېښو سره لکه سختو وچکالیو، سیلونو او نورو طبیعي آفتونو سره مخامخ دي.
د ملګروملتو دې ادارې ټینګار کړی چې فوري اقداماتو ته اړتیا ده څو د کابل د اوسېدونکو لپاره اقلیمي مقاومت پیاوړی شي او د هغوی د ژوند شرایطو ته پام وشي، ځکه چې دا شرایط ناامنه، غیر صحي او له خطره ډک دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې اکثره بېرته راستنېدونکي افغانان اړ کېږي چې په همدې غیر رسمي سیمو کې مېشت شي، چې ډېر ځله له اساسي خدماتو لکه روغتیايي پاملرنې او پاکو تشنابونو هم بېبرخې وي.
د کابل د اوسېدونکو د بنسټیزو منابعو نشتون، د ښار د سرپناه وضعه یوه جدي بشري او چاپېریالي ستونزه ګرځولې ده.
د UN-Habitat موندنې ښيي چې کابل د بنسټیزو اسانتیاوو، اقلیمي تطابق، او اساسي خدماتو په برخو کې بیړنۍ پانګونې ته اړتیا لري؛ که نه، د دې ښار تر ټولو زیانمنونکي اوسېدونکي به د خطر، بېوسۍ او محرومیت په کړاوونو کې بند پاتې شي.